شعـــــرونه

غزل/ عبدالله ريحان

عبدالله ريحان

کلونه کیږي په دې هیله باندې ژوند تیروم
که راشي امن او خپلواک دخپل وطن شمه زه

چیرته چې کله هم افغانه مور خیرات وغواړي
قسم دی ډیر شم پرې زهیر خپه له تن شمه زه

جانانه غم دې په ما دومره اثر کړی دی چې
څوک چې د ستا په نامه ګورم پرې مین شمه زه

چیرته چې ورانه کنډواله باندې ړنګ نوم ووینم
ډیر ورته ودریږم، ډیر ورته غمجن شمه زه

ډیره موده کیږي پرې شونډې، پښې تڼاکې ګرځم
غربته څومره مسافر له خپل وطن شمه زه

د یار یادونه به مي هلته ځي له زړه ریحانه
چې له دنیا لاړ شم او په خاورو کې دفن شمه زه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x