غزل/صالح محمد مسروري

صالح محمد مسروري
نورپه زخمي زړګي کاري وارونه مه راکوه
قسمته بس دی په سينه داغونه مه راکوه

لکه ټپي مرغه بېل شوی له قطاره يمه
زخمي زخمي يم نورپه تن زخمونه مه راکوه

په چاودوشونډواوپه مات زړګي دغم شېبوکي
ياره تېره لکه اغزي ګلونه مه راکوه

چي مي په حال نشي دردمندراسره نه ژړيږي
وخته له کاڼونه جوشوي زړونه مه راکوه

چي دچاسترګومي نظرکړل دخوښۍ برجونه
تېرمي له وسه دغم زغم ډاډونه مه راکوه

غربي دجاله په فرېبونوبه مي نکړې خطا
نه غواړم ستادجنتوخوندونه مه راکوه

مامسروري لاسونه ايښي دجانان په لمن
غمازه ته داشيطاني درسونه مه راکوه

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.