د هلمند چارواکي چا اعتراف ته مجبور کړل؟

نن ټکی اسیا – سرمقاله:

وروسته تر دې چې د ملګرو ملتونو دفتر (یوناما) د هلمند د سنګین په ولسوالۍ کي د امریکايي ځواکونو په بمباري کې د ۱۸ تنو ولسي وګړو وژنه تائید کړه د هلمند ولایت چارواکو هم په دې اړه د خپلې مخکینۍ ادعاء برخلاف په امریکايي بمباري کې د ولسي وګړو پر وژل کیدو اعتراف وکړ.

د تیرې جمعې په شپه چې کله د هلمند ولایت د سنګین ولسوالۍ پرچیناري، مټه لکړه او توغي کلي امریکایانو بمباري وکړه او له امله یې د سیمې د عیني شاهدانو په وینا ۲۵ تنه ولسي وګړي ووژل شول د هلمند والي ښاغلي حیات الله حیات او په یاد ولایت کې د دفاع وزارت اړونده چارواکو د ولسي خلګو وژل په کلکه رد او د پیښې ټول ولسي قربانیان یې وسله وال مخالفین وبلل.

سره له دې چې د سیمې د عیني شاهدانو ترڅنګ د هلمند د ولایتي شورا غړیو او نورو دولتي چارواکو هم په یادې پیښې کې د خواوشا۲۵ تنه ملکي خلګو د وژل کیدو خبر ورکړ خو ښاغلي حیات الله حیات د یوه رسمي خبري کنفرانس په ترڅ کې دا هرڅه رد او له امریکايي ځواکونو سره په همغږي کې یې د دولتي ځواکونو په هوايي عملیاتو کې د ۶۰ طالبانو د وژل کیدو ادعاء وکړه.

دا چې څه شي او ولي ښاغلی حیات له خپلې پخواني ادعاء څخه صرف نظراو د ولسي خلګو پر وژنې اعتراف کولو ته اړیست لامل يې څرګند دی او هغه دا چې زمونږ چارواکې یواځې بهرنیانو ته په ځواب کولو ځان مسؤل ګڼې.

کله چې یې بهرنیان په ولسي خلګو بمبار کوي هم دوي ورسره په همغږئ ځان ملزم ګڼي، کله چې په دې بمباري کې ملکیان وژل کیږي همدوي یې د مدافعینو په حیث جُرمي کړنې توجیه کوي او چې کله بیا هغوی د ولسي خلګو پرمرګ ژوبلې اعتراف کوي دوي له خپلو مدافعانه توضیحاتو بیرته صرف نظر اود ملکي وګړو پر ناروا وژنو اعتراف کولو ته مجبورشي…

یعنی دلته حکومت د بهرنیانو لپاره او دولتي چارواکي هم یواځې هغوی ته ځان جواب ده بولي.

همدا وجه ده چې افغان لانجه ورځ تر بلې د بحران خواته بیول کیږي او د بي ثباتي مختلف ابعاد خپلوي.

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.