قهرمان: راتلونکي پسرلي ته مې زړه ښه دی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، سلواغه ۲۶، ۱۳۹۵ل): د هلمند جګړې اوپراتیفي مشر عبدالجبار قهرمان وايي چې په سنګین ولسوالۍ کې د طالبانو پرلپسې تعرضونو اړ کړ چې له بهرنیو ځواکونو څخه هوايي ملاتړ وغواړي.

نوموړی وايي چې طالبانو پرې ۷۲ ساعته مسلسل انداختونه وکړل او کله چې دوی له بهرنیانو څخه هوايي ملاتړ وغوښت، په بمبار کې زیاته اندازه طالبان او ۲۱ ولسي وګړي له مینځه لاړل.

عبدالجبار قهرمان چې تېر اکتوبر يې له ټول هلمند څخه په ګوتشمېر ورځو کې د طالبانو د پوپناه کولو ګواښ کړی و، زیاتوي چې راتلونکي پسرلي ته هلیه من دی او له طالبانو سره د جګړو لپاره یې مخکې له مخکې تدابیر نیولي دي.

نوموړي له امریکاغږ تلویزون سره په خبرو کې وویل: «زما ذهن په یو شي جوړ دی چې د ټولو خبرو په خلاف به مونږ ښه پسرلی ولرو، مونږ هم بعضي تدبیرونه تر لاس لاندې نیولي».

عبدالجبار قهرمان له ځايي رسنیو سره په تازه خبرو کې دا هم ویلي چې توانیدلی د طالبانو ترمینځ اختلافات پیدا کړي خو په دې اړه یې نور تفصیل نه دی ورکړی. نوموړي د تېر اکتوبر په میاشت کې هم ادعا کړې وه چې په هلمند کې د طالبانو خپلمنځي اختلافات دې حد ته رسیدلي چې په سوال او زاریو جنګیالي پیدا کوي.

خو د نوموړي دغه ادعاوې د ازادو سرچینو لخوا تر اوسه نه دي تایید شوي.

د هلمند جګړې اوپراتیفي مشر عبدالجبار قهرمان په دې وروستیو کې د طالبانو د جګړو د شدت لامل دا په ګوته کوي چې ایرانیان او پاکستانیان د طالبانو په ملاتړ عملا جنګیږي.

دا په داسې حال کې ده چې د هلمند والي حیات الله حیات هم د سنګین د بمبار په اړه په خپلو اولني غبرګون کې ادعا کړې وه چې ټول وژل شوي کسان «خارجي جنګیالي او طالب قومندانان» دي.

خو تېره ورځ د یوناما ادارې لخوا د ښځو او ماشومانو په ګډون د ملکي تلفاتو تر تایید وروسته، د هلمند ولایت مقام د خپلې پخوانۍ ادعا پر خلاف ومنله چې په بمبار کې ولسي وګړي تلف شوي دي.

د هلمند اوپراتیفي مشر عبدالجبار قهرمان تېر کال په خپلو توندو غږیزو او ویډیويي پیغامونو کې طالبانو ته د یوې اونۍ وخت ټاکلی و چې له ټول هلمنده به یې ټغر ورټولوي.

3
تبصره وکړئ

avatar
3 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
افغان
میلمه
افغان

زه له پرونی کمونست او نننی سکولریست ګیدړ ته وایم ، چه له دروغینو لاپو دمخه خو دی بچیان په کوم تلویزون کی ښکاره کړه چه رنګونه یی د افغانانو په شان ( تور ویشته او توری سترګی لری او که څه روسانو او څه انګریزانو ته شوی ) که بچیان دی د کرزی او د غلامی اداری د وزیرانو په شان سره او برګ نه وو بیا به درته قهرمان ووایم ، مګر په دی شرط چه د بل چا بچیان له ځان سره رانه ولی ، یعنی دهویت تذکری یی هم درسره راوړه . هلمند کی قهرمان ګیدړ… نور لوستل »

خواتی
میلمه
خواتی

جبارقهرمان اودوستم هیڅ ملامت نه دي. دادوه تنه په مخدره توکو دروږدي( معتادو) پوډریانو، چرسیانو اوشرابیانو په څیردخپلو خلکو په وژنو روږدي شوي دي. دشوروي داشغال په مهال دخپلوخلکودوژلوله امله دواړو دقهرمانۍ لقبونه ترلاسه کړل،که داسې نه وي څرنګه دشورا وکیل اودجمهوررئیس مرستیال جګړې ته زړه خوښوي یویې په هلمندکې خپل وطنوال وژني اوبل په شمال کې .دادواړه حرفوي قاتلین ، دخپل ولس دښمنان اودپردیومزدوران دي.

basit khan
میلمه

په درواغواوګوزونوويشتلوکي قهرمان کمونست دي ګوړه ګوړه يادوي خوله بې خوږه وي ډيروفرعونيانوهمداسي سوچونه کړي چې دالله تعالی دين ته به تاوان ورسوي اودين اسلام به دځمکې له سره لري کړي خوالله تعالی استدراج ورکړی خوارمان يې پوره شوی نه دی زه اميدلرم چې همدغه ارمان به قهرمان هم خپل دوزخي ګورته ورسره يوسي حيران ديته يم چې ده خوبه دروس ديرغل په وخت کي هم ډيرسوچونه کړي وو هغه هم ده ته معلوم شول چې په اوبولاهوشول بياڅنګه زړې تجربي نه عبرت کوي معلومه خبره دی چې الله تعالی فرمايلي : ولکن لايعقلون ولاکن لايشعرون له خروهم بدتردي خرپه… نور لوستل »