قهرمان: راتلونکي پسرلي ته مې زړه ښه دی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، سلواغه ۲۶، ۱۳۹۵ل): د هلمند جګړې اوپراتیفي مشر عبدالجبار قهرمان وايي چې په سنګین ولسوالۍ کې د طالبانو پرلپسې تعرضونو اړ کړ چې له بهرنیو ځواکونو څخه هوايي ملاتړ وغواړي.

نوموړی وايي چې طالبانو پرې ۷۲ ساعته مسلسل انداختونه وکړل او کله چې دوی له بهرنیانو څخه هوايي ملاتړ وغوښت، په بمبار کې زیاته اندازه طالبان او ۲۱ ولسي وګړي له مینځه لاړل.

عبدالجبار قهرمان چې تېر اکتوبر يې له ټول هلمند څخه په ګوتشمېر ورځو کې د طالبانو د پوپناه کولو ګواښ کړی و، زیاتوي چې راتلونکي پسرلي ته هلیه من دی او له طالبانو سره د جګړو لپاره یې مخکې له مخکې تدابیر نیولي دي.

نوموړي له امریکاغږ تلویزون سره په خبرو کې وویل: «زما ذهن په یو شي جوړ دی چې د ټولو خبرو په خلاف به مونږ ښه پسرلی ولرو، مونږ هم بعضي تدبیرونه تر لاس لاندې نیولي».

عبدالجبار قهرمان له ځايي رسنیو سره په تازه خبرو کې دا هم ویلي چې توانیدلی د طالبانو ترمینځ اختلافات پیدا کړي خو په دې اړه یې نور تفصیل نه دی ورکړی. نوموړي د تېر اکتوبر په میاشت کې هم ادعا کړې وه چې په هلمند کې د طالبانو خپلمنځي اختلافات دې حد ته رسیدلي چې په سوال او زاریو جنګیالي پیدا کوي.

خو د نوموړي دغه ادعاوې د ازادو سرچینو لخوا تر اوسه نه دي تایید شوي.

د هلمند جګړې اوپراتیفي مشر عبدالجبار قهرمان په دې وروستیو کې د طالبانو د جګړو د شدت لامل دا په ګوته کوي چې ایرانیان او پاکستانیان د طالبانو په ملاتړ عملا جنګیږي.

دا په داسې حال کې ده چې د هلمند والي حیات الله حیات هم د سنګین د بمبار په اړه په خپلو اولني غبرګون کې ادعا کړې وه چې ټول وژل شوي کسان «خارجي جنګیالي او طالب قومندانان» دي.

خو تېره ورځ د یوناما ادارې لخوا د ښځو او ماشومانو په ګډون د ملکي تلفاتو تر تایید وروسته، د هلمند ولایت مقام د خپلې پخوانۍ ادعا پر خلاف ومنله چې په بمبار کې ولسي وګړي تلف شوي دي.

د هلمند اوپراتیفي مشر عبدالجبار قهرمان تېر کال په خپلو توندو غږیزو او ویډیويي پیغامونو کې طالبانو ته د یوې اونۍ وخت ټاکلی و چې له ټول هلمنده به یې ټغر ورټولوي.



3 تبصرې

  1. زه له پرونی کمونست او نننی سکولریست ګیدړ ته وایم ، چه له دروغینو لاپو دمخه خو دی بچیان په کوم تلویزون کی ښکاره کړه چه رنګونه یی د افغانانو په شان ( تور ویشته او توری سترګی لری او که څه روسانو او څه انګریزانو ته شوی ) که بچیان دی د کرزی او د غلامی اداری د وزیرانو په شان سره او برګ نه وو بیا به درته قهرمان ووایم ، مګر په دی شرط چه د بل چا بچیان له ځان سره رانه ولی ، یعنی دهویت تذکری یی هم درسره راوړه .
    هلمند کی قهرمان ګیدړ قهرمان ، قندهار کی رازق هلکو ، شمال کی قاتل نور او دوستم او داسی نور یی د همدی لاپو د باره ساتلی او تر یوی کچی به یی د دی مظلوم اولس وینی هم توی کړی وی مګر اوس هغه شبی تیری شوی چه دوی به د ملی مقاومت سره مقاومت وکړی شی زه باور لرم چه په ښکاره له امریکایانو کارتوس او ټوپک د جنګ په نامه غلا کوی او د ځان د ساتنی په خاطر یی په طالبانو پلوری او څه ورته مفته ورکوی او داسی نور دا به وروسته او وروسته په ډاګه شی ، اوباما وایی چه مونږ طالبان نه شو ماتولی او قهرمان وایی چه ماتولی یی شو دا معنی چه تر اوباما هم پیاوړی دی

  2. جبارقهرمان اودوستم هیڅ ملامت نه دي. دادوه تنه په مخدره توکو دروږدي( معتادو) پوډریانو، چرسیانو اوشرابیانو په څیردخپلو خلکو په وژنو روږدي شوي دي. دشوروي داشغال په مهال دخپلوخلکودوژلوله امله دواړو دقهرمانۍ لقبونه ترلاسه کړل،که داسې نه وي څرنګه دشورا وکیل اودجمهوررئیس مرستیال جګړې ته زړه خوښوي یویې په هلمندکې خپل وطنوال وژني اوبل په شمال کې .دادواړه حرفوي قاتلین ، دخپل ولس دښمنان اودپردیومزدوران دي.

  3. په درواغواوګوزونوويشتلوکي قهرمان کمونست دي ګوړه ګوړه يادوي خوله بې خوږه وي ډيروفرعونيانوهمداسي سوچونه کړي چې دالله تعالی دين ته به تاوان ورسوي اودين اسلام به دځمکې له سره لري کړي خوالله تعالی استدراج ورکړی خوارمان يې پوره شوی نه دی زه اميدلرم چې همدغه ارمان به قهرمان هم خپل دوزخي ګورته ورسره يوسي حيران ديته يم چې ده خوبه دروس ديرغل په وخت کي هم ډيرسوچونه کړي وو هغه هم ده ته معلوم شول چې په اوبولاهوشول بياڅنګه زړې تجربي نه عبرت کوي معلومه خبره دی چې الله تعالی فرمايلي : ولکن لايعقلون ولاکن لايشعرون له خروهم بدتردي خرپه اورنه ګډيږي خودوی مخامخ باندې وردانګي

تبصره وکړه په خواتی تبصره لغوه کول

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.