افغانستان

ګيټس: اوباما هالبروک ته ويلي و چې د افغانستان تېرې ټاکنې وځنډوي

د امريکا د ډيلي بـيست ورځپاڼې د امريکا د متحده ايالاتو د دفاع د پخواني وزير رابرت ګيتس د وروستي کتاب له مخې ليکلي، چې بارک اوباما افغانستان لپاره د امريکا ځانګړي استازي ريچارد هالبروک ته لارښوونه کړې وه چې په افغانستان کې د ٢٠٠٩ ميلادي کال د جمهوري رياست انتخابات دې وځنډوي.په دغه مطلب کې ليکل شوي دي چې د اوباما ادارې جګپوړو مقاماتو تصميم درلود چې له هرې ممکنې لارې د افغانستان انتخابات چې آن د دغه هيواد د اساسي قانوند ترپښو لاندې کيدو سبب هم شي؛ وځنډوي.

دامريکا ددفاع پخواني وزير د يوه وزير د خاطرو په نامه په خپل کتاب کې د جمهور رييس کرزي او د امريکا د مشرانو ترمنځ د بې باوري سابقې او جرړې څيړلې دي او څرګنده کړې يې ده چې څرنګه کرزي دې ته اړ کړاى شو چې د امريکا پرخلاف سخت غبرګونونه وښيي.
د امريکا د دفاع پخواني وزير ددغه کتاب په يوه برخه کې د امريکا د هغو هڅو په باب چې غوښتل يې کرزى په هرې ممکنې وسیلې په تيرو انتخاباتوکې ناکام کړي؛ ځينې مطالب خپاره کړي دي. دغه امريکايي خپرونه زياتوي چې دا خبرې دکرزى هغه هميشنۍ ادعاګانې چې امريکا په عملي توګه دخپلوخلکو له رايې ناوړه استفاده وکړه؛ سم ثابتوي او ښايي د همدې دلايلو له امله جمهور رييس کرزى نن له واشنګټن سره د امنيتي سند له لاسليکولو ته زړه نه ښه کوي.
رابرت ګيتس په خپل کتاب کې ليکي چې د امريکا ولسمشر اوباما په افغانستان کې د ٢٠٠٩کال له انتخاباتو مخکې هالبروګ ته لارښوونه کړې وه چې کرزى اړ کړي تر څو د د ولسمشرۍ ټاکنې وځنډوي. ګيټس دغه راز ليکلي دي چې هالبروک او په هماغې غونډه کې نورو حاضرو مقاماتو ته زمينه مساعده شوه چې په دې وسيله دکرزى لپاره د بديل په لټه کې شي او کرزى په يو ډول نه يو ډول له قدرت څخه لرې کړي.
رابرت ګيتس وايي چې په دې غونډه کې د خبرو موضوع د افغانستان د انتخاباتو ځنډول و او وپتيل شوه چې آن که چيرې د افغانستان اساسي قانون د انتخاباتو د ځنډولو په وړاندې خنډ پيدا کړي؛ هغه په پام کې ونه نيسي او هغه تر پښو لاندې کړي.

 

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x