نظــر

له اوسني حالت څخه د بلې (نړيوالې جګړې) بوى راځي

تحليل او شننه: امين وردګ

اوسنۍ اوضاع ته په کتو سره ؛ داسې ښکاري چې نړيوال وينه ځبېښوونکي به دريمه (نړيواله جګړه) هم وکړي او ډېر امکان يې شته چې دا ځل به په پيل کې آمريکا له ايران سره ونښلي چې بيا به روس ، چين او شمالي کوريا هم ور ګډ شي ، وروسته به نو کېداى شي ځينې اسلام ته منسوب حکومتونه هم ور سره ملګري شي (البته هغه کړيو او نوړيو والا يې !)

د نړۍ ځواکمن هېوادونه _که څه هم چې ظاهراً سره جوړ دي مګر_ هر يو يې هغه بل ته څاه ګوري.

دا چې نن په غرب کې د متفقو اتحاديو او پيمانونو ډنډورې غږيږي ؛ دا هسې تش تبليغات دي ؛ په حقيقت کې دوى يو بل ته لومې جوړوي ؛ ځکه چې تلپاتې دښمنۍ سره لري.

تاسو دا فکر مه کوئ چې ګني غربي ټولنې د بين المللي لائحو تر سيوري لاندې نړۍ د امن ، سمسورتيا او تمدن په لوري ثوق کوي ؛ بلکې کاملاً بالعکس حال دى.

موږ اصلاً (بين المللي ټولنه) نه لرو ؛ دا اوس چې کومه ټولنه وينئ ؛ دا د همغو زبر ځواکونو تفاهمي ټولى دى ؛ هر څه چې نړيوال پانګوال وغواړي هغه کولاى شي ؛ دوى به يې په پټو سترګو ور سره مني هم.

دا مهال نړيوال استکبار له وحشي لښکرو سره راپورته شوى او غواړي چې د نړۍ قيمتې ګنجينو ته لاسرسى و مومي.

دوى خپلې زېرمې مصرف کړې دي اوس تکل لري ؛ هغه هېوادونه اشغال کړي : چې د تېلو زېرمې او د قيمتي ډبرو غني کانونه ولري.

نړيوال زبرځواک د يورانيمو له فلز سره دومره ډېره مينه لري ؛ چې که په هر قيمت وي هم دوى يې د لاسرسي کوښښ کوي.
تاسو وګورئ !

اټومې هېوادونه چې په نړۍ کې څه و غواړي هغه کولاى شي ؛ نه ملګري ملتونه څه ورته وايې او نه هم دا نورې اتحاديې.

دوى ټول اوس غواړي چې دريمه نړيواله جګړه تر سره کړي ؛ ځکه چې په نړۍ کې نفوس ډېر شوى ، اوبه او زراعتي ځمکې هم داسې پيمانې ته نږدې دي ؛ چې دغه نفوس ته بسنه و نه کړي.

ځير شئ !

نړيواله ټولنه _سره له نيمې نړۍ_ په افغانستان کې دا دى 16 کاله وشول چې نظامي حضور هم لري ؛ مګر هېڅ داسې منبع يې د افغانانو د پاره و نه رغووله ؛ تر څو د افغان مېشتو وکړو ستونزې پرې حل شي ؛ نه تنها د ټولو وګړو د پاره يې بنيادي پروژې په نظر کې نه دي نيولې ؛ بلکې افغان دولت يې لا همداسې (ځانونو ته) محتاج ساتلى دى ؛ دومره څه نه لري ؛ چې خپلو عسکرو ته يې خوراک يا پوښاک کړي ؛ مياشتيني معاشونه خو يې هسې هم د بل له جيب څخه دي.
اګر که افغانستان د خپلو وګړو د پاره کافي زېرمې ، کافي اوبه او کافي زراعتي ځمکې هم لري. مګر د دوى مينه ((د پشۍ له موږک سره مينې)) ته ورته ده.

دوى چې د (ملګرو ملتونو) په نوم شورا ، اروپايي ټولنې او د ناټو پيمان جوړولو ؛ همدا يې هدف ٶ چې (بايد نړۍ ټوله د دوى په لاسو کې پرېوزي) يا بايد ټول هېوادونه د دوى پر وړاندې استثماري موقف و لري.

دوى ټولو لاسونه سره ورکړل او داسې يو ملک يې د (مرکزي قرارګاه) د پاره لټولو : چې بې څښتنه وي ؛ نو يې افغانستان ته راپام شو . چې اول يې (د ډيورنډ کرښې په واسطه) په وچه کې را حصار کړ او بيا يې نو وروسته د جګړو ډګر وګرځولو ؛ تر دې چې دا دى پخپله ورته راغلل.

نو دوى غوښتل چې راتلونکې نړيواله جګړه سرنوشت سازه وټاکي او بايد د جګړې يو لورى مسلمانان شي ؛ تر څو نړۍ ټوله دوى ته ور خوشې شي او څوک يې بيا پر وړاندې جرئت و نه کړي ؛ مګر د الله ارادې بېلې دي ؛ دا دى دوى يوازې په افغانستان کې د تاريخي ماتې په درشل ودرېدل ؛ نړۍ خو لا پر ځاى پرېږدئ.

اوس د دوى مينځ ته هم اختلافونه ور مېلمانه شول ؛ له يوې خوا روسيه ترې بېله شوه او له بلې خوا چين او ايران ورسره وا وښتل ؛ نو فکر کوم چې هغه په نظر کې نيولى پلان يې شنډ شو. خو دا ځل ممکن بل ډول سره ونښلي.

نو زما توصيه د نړۍ مسلمانانو ته دا ده : چې پرته له ((عمومي اتحاد او ورورولۍ)) څخه بله لاره نه لرو او بايد دغو اشالغګرو ته په خپلو مقدسو ځمکو کې ځايونه ور نه کړو ؛ تر څو هلته ځالې جوړې او بيا بچوڼي پکې وباسي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x