د استغفار په ذکر سره د هر مرض او مشکل علاج

عبدالله حیران
(۱)داستغفار ګټې او خوندورې پایلې.

۱:.استغفار ویل د الله تعالی د امر پر ځای کول دی.

:.۲:.جنت ته د ننوتو سبب دی .

۳:.د ګناهونو د بخښنې غوره لاره ده.

۴:.د رزق د لارو خلاصون دی.

۵:.له مړینې وروسته درجې پورته کوي.

۶:.الله تعالی قهر او عذاب بندوي.

۷:.الله تعالی په ډالۍ کې نیکمرغه ماشوم ورکوي.

۸:.د زړونو زنګ لرې کوي او پاکوالی وربخښي.

۹:.له ناروغیو څخه به صحت درکوي او له ژونده به خوند اخلې. او داسې نور ډير انعامات به هم درکړي.

(۲):د استغفار په اړه د سلف صالحینو ویناوې.

۱””عایشه صدیقه رض.. عنهاوايي:دهغه چا لپاره خوشالي ده، چې په خپله عملنامه کې یې ډیر استغفار وی.

۲””ابو موسی اشعري رض…وایي:زمونږ لپاره عذاب څخه د خلاصون دوه سببه و، چې یو یې اوس هم راپاتې دي، یو په موږ کې د نبي ص ..شتون، بل استغفر الله، که چېرې دا هم لاړ،نو موږ به تباه شو.

۳””لقمان حکیم رحمة الله زوی ته وویل: ای زویه! الله تعالی د دوعا قبولو لپاره ځانګړي وختونه لري، نو هر وخت ډیر استغفار وایه.

۴””قتاده رحمة الله وایي: قران تاسې ته ناروغي او درملنه دوړاه ښودلي دي، ګناهونه ستاسې ناروغي ده، او استغفار ستاسې درملنه ده.

(۳).حسن بصري رحمةالله به ویل؛

له الله تعالی څخه بخښنه ډیره غوړاې تـر دې چې په خپلو کورونو، لارو، کوڅــو،

بـــازارونواو هــر مجلس کې یې غواړئ ځـکه تاسې نه پوهیږئ، چــې د الله تعالـــــی لـــخوا کلــــه بـخـښنه درتـــه کـیږي.

(۵)حـــافـــظ ابـــن تیـــمیـــه وایي؛
هره ستونزه چې رامنځته شي. نو زر(۱۰۰۰) وارې [استغفرالله] ووایم الله جل جلاله یې را ته هوراه کړي

دوهمه: کیسه
یو کس خپله کیسه کوي چې زه یو ځل بندي شوم او له یو کال زیات بند راباندې وخوت، د نبی علیه السلام هغه وینا مې رایاده کړه،چې فرمایي:

(((مَنْ لَزِمَ الِاسْتِغْفَارَ جَعَلَ اللهُ لَهُ مِنْ کُلِّ ضِیقٍ ماَحْرَجًا، وَمِنْ کُلَّ هَمٍّ فَرَجًا، وَرَزَقَهُ مِنْ حَیْثُ لَا یَحْتَسِبُ))){ سنن ابو داود حدیث نمبر۱۵۱۸}

نو ما پر ځان استغفار ویل لازم کړل، او هره ورځ به مې په زرګونو ځلې استغفرالله ویل، له دوو میاشتو وروسته، د زندان مشر راوغوښتلم او راته یې وویل: ستا د بنده موده پوره شوې او تاته معافي راغلې، له زندان څخه له وتلو څه موده وروسته مې ملګری راغی ،او راته یې وویل: زه خبر شوی یم چې له زندان نه راخلاص شوی یې او د ژوند ډېر مشکل پړاوونه پرتا راغلي، دغه پیسې دروخله او خپل مشکلات پرې حل کړه.

ما چې پېسې وشمیرلې، نو له پنځوسو زرو څخه زیاتې وې،ډېر خوشاله شوم، او د ژوند ټول ضرورتونه مې پرې پوره کړل، څه موده وروسته یې بیا ورو غوښتم او بیا یې هماغومره پېسې راکړې، دا ټولې مهربانۍ زما د هغه استغفار د ویلو له برکته وې.

الحمدالله ………..

نور بیا

یوه تبصره

  1. عبدالواحد اڅګزۍ

    دقرآن اوامربی ترجمی نه زده کیږی – دجهاد په باره کی الله فرمایی: ان الله اشتری من المؤمنین انفسهم واموالهم بان لهم الجنه ط یقاتلون فی سبیل الله فیقتلون ویقتلون قف وعدًاعلیه حقاًفی التورات والانجیل والقرآن ط ۱۱۱. —- ۹(التوبه ۱۱۱)معنی:بیشکه الله رانیولی دی له مؤمنانو ددوی ځانونه اود دوی مالونه ځکه چه دوی له جنت دۍ دوی جنګ کوی دالله په لارکی پس دوی وژنی اودوی وژلی سی وعده دهغه پرزمه رښتینی ده په تورات،انجیل اوقرآن کی.همدارنګه الله په بل آیات کی فرمایی: وان طآءفتن من المؤمنین اقتتلو فاصلحوابینهما ج فان م بغت احداهما علی الاخرافقاتلوالتی تبغی حتی تفی ء الی امرالله ج فان فآءت فاصلحوابینهما بالعد ل واقسطوا ط ان الله یحب المقسطین.۹ –۴۹(الحجرات۹.)معنی:اوکه چیری دوی ډلی دمؤمنانوجنګ کوی دیوبل سره نوصلح کوۍ د دوی په منځ کی پس که چیری زیاتۍ وکړی په دی دواړوکی یوه پربله باندی نوجنګ وکۍ دهغی سره چه زیاتۍ کوی ترهغی چه رجوع وکړی دالله دحکم طرف ته هرکله چه رجوع یی وکړه نوصلح وکړۍ د دوی دواړو په منځ کی په انصاف سره ،اوانصاف کوۍ بیشکه الله خوښوی انصاف کونکی. دادۍ دقرآن حکم اوزموږ دین،آیاڅوک له دی اوامرو خبردی دا ټول پرموږفرض دی آیازموږ ملایان له دی اوامروخبردی که یی خالی دعاوی دصدقوداخستودپاره زده کړی دی.ټول راځۍ کوښښ وکوزموږټمبل ملایان دقرآن په معنازده کولوته اړباسواووی ګماروچه خلک له قرآنه خبر کو موږته به یی الله عوض راکی اوملک به می دالله پرلار برابرسی جنګون اوفتنی به کی ورکی سی

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.