نظــر

ډیموکراسۍ کې بې دیني آزاده ده!

فاتح کاروان
څه وایي د غربي ډیموکراسۍ پلویان چې افغان حکومت یو پراخ بنسټه حکومت دی او هر تنظیم، ډله او فرد کولای شي، په کې له ډار او سزا پرته خپل خواهشات او نفسي غوښتنې ترسره کړي، که په کابل ښار کې شراب علني پلورل کیږي او آن په زیاته کچه پلورونکي او سکوونکي یې دولتي چارواکي دي، نو دومره خبره خو نه ده، فقط اسلامي فکر او اسلامي حرکت جرم دی، رسنۍ وګوره په شور او زور سره د اسلامیت، افغانیت او سالم انسانیت خلاف خپرونې کوي، لسګونه راډیو ګانې شپه او ورځ د موسیقۍ لایف یا ژوندۍ خپرونې لري، ډیموکراسي ده که ډیموکراسي نه وای نو ستارۀ افغان یهودي پروګرام او خپرونې به څنګه دلته وړاندې کېدې؟!!

د ډیموکراسۍ له نامه سره خلک اشنا ؤ خو له حقیقت نه یې خبر نه ؤ، همدا اوس د هېواد په ټولو پوهنتونونو کې په اسلامي فکر او حرکت بندیزونه لګېدلي، نه تنها دا چې بندیزونه پرې لګېدلي بلکې سلګونه محصلین یې یواځې د اسلامي فکر په درلودو د هېواد سره په دښمنۍ تورن کړي او څارنوالۍ ته یې د ور پېژندلو پر وخت یې د طالبانو سره په ملګرتیا هم پړ بللي دي!! ډیموکراسي ده کنه، په تعلیمي نصاب کې یې اسلامي مضامین تر وروستي حده راکم کړي، د جهاد خو، د سره نوم په کې نشته، برعکس یې د موسیقۍ، مختلط ژوند، د ښځو لپاره په غربي طرز د حقوقو اړوند مضامین هم ور داخل کړي او په پراخه کچه هڅې روانې دي چې راتلونکې افغان نسل په بشپړ ډول د اسلام نه پردې او نا خبره وروزل شي؛ ډیموکراسي ده، علمبرداران یې امریکا او ناټو دي او مصارف یې هم هغوی ورکوي، له بلې مو هم خبر کړم شاید کابل یا نورو مرکزي ولایاتو کې دا کیسې له مخکې نه شروع وي خو لرې پرتو ولایاتو ته یې اوس مخه کړی او هغه دا چې واکسیناتوران به اوس د هر افغان د کور مخ ته ورځي خو یواځې د واکسین لپاره نه بلکې اوس ورسره کانډوموته یا پوکاڼۍ هم وي، عامو ساده خلکو ته یې ورکوي او د سلو مرضونو د دوا په نوم یې ورته تشریح کوي، څه وایي یهود چې د مسلمانانو نسل کم کړئ؟ هو همداسې ده او خپله دغه پروژه یې د واکسین په پلمه پېل کړی ده، لویان به مو په بمونو را وژني او نور نسل به مو په کاندومونو توقف کوي!! ډیموکراسي ده کنه، امپریالیزم او پانګه والۍ خو داسې نخرې وکړی چې د ټول هېواد چارې یې د څو مالدارانو په لاسو کې ورکړي او نور ملت یې د فقر په ټغر کینولې، ماستري او ډیپلومه لرونکي په بازارونو کې په لاس کراچیو او ریړو سبزي خرڅوي، خو تک شنه بې سوادان په پارلمان، وزارتونو او ریاستونو کې په لوړو دندو مقرر دي!! ډیموکراسي ده نو هیڅوک حق نلري چې اسلامي حدود نافذ کړي او د زناکارو ښځو لپاره یې د فحشا او زناکارۍ د طریقو اومهارتونو د زده کړی مرکزونه(امن کورونه) جوړ کړیدي، هوکې ډیموکراسي ده، بس یواځې اسلام مه رامخته کوه، اسلامي فکر مه یادوه، شریعت او شرعي نظام مه غواړه نور ګرځه او مزی کوه، چې اشرغ غني غوندی ولسمشر، رولا جانی غوندې د ښځو د چارو مشره، عبدالله عبدالله غوندې دویم ولسمشر، دوستم غوندې ستر درستیز لری نو غم دی څه دی؟ افغان ملته! وړاندې ګوره چې څه نالیدلې به ووینې!!

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالواحد اڅګزۍ

دیموکراسی هغه ملحوس قانون دی څه چه ستانفس غواړی کوه یی بلکل دشیطان آرزوپوره کول دی زینا،لیواطط،قیمار،دهرشی غوښی خوړل حتی غول خوړل روااوپروانه لری لنډه داچه مرداراوحلال نسته کی دلورسره زیناکول څه چه کوی کوه یی نوهغه څوک چه ځان ته مسلمان وایی هغه حرام اوحلال پیژنی حلاله نیکاح اوزینا اونهی پیژنی دالله څخه بیریږی له منکراتوڅخه چی خلک ووینی ځنی منع کوی یی – زه یووخت بلګراد ته تللي وم په یوه پارک کی تردالویوکوچولاندی به نراوښځی نژدی کت سره کاوه خلک به ور سره ولاړ وو زه حیران سوم وه موویل داحیوانان دی که انسانان – په اروپااوامریکاکی… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x