ټولنیزه برخه

اور خپل طبعي عادت سوځول پرېښودل

احمد جنيد مبارز
ایا ته خبر یې د ابراهیم خلیل الله د سوځلو لپاره چي یې کله اور بلاوه ، نو هغه ته مایوسي نه پېښېده ، ځان یې هلاک نه باله ، بلکي دا یقین یې و چي الله تعالی یې بهترین خیر خواه دی ، ملائکي ته یې ځواب ورکړ چي ماته ستا د مرستي کوم حاجت نسته ، ځکه ما خپل رب ویني او څه چي د هغه رضا وي ، زه په هغه خوښ یم.

هغه ؤ چي د نوموړي لپاره اور لا هم خپل طبعي حالت یعني سوځول پرېښودل ، اور خپل ځان ورته یخ باغ ، امن او سلامتي وګرځول ،

الله تعالی فرمایي :
[سُوۡرَةُ الانبیَاء : 69]

قُلْنَا يٰنَارُ كُونِى بَرْدًا وَسَلٰمًا عَلٰىٓ إِبْرٰهِيمَ

ژباړه : موږ وويل: “اې اوره په ابراهيم باندي يخ سه او سلامتيا جوړ سه.”
دریاب موسی علیه السلام غرق نه کړ ، ځکه هغه په لوړ اواز وویل :

قَالَ كَلَّآ ۖ إِنَّ مَعِىَ رَبِّى سَيَهْدِينِ

[سُوۡرَةُ الشُّعَرَاء : 62]

ژباړه : نه داسي نه ده ( لکه تاسي چي وایاست ، بلکي ) یقیناً زما رب ، زما سره دی ( په نصرت او اعانت سره ) ژر ده چي ماته ( د نجات لاره ) راوښيي .
جناب محمد رسول الله صلی الله علیه وسلم په غار حرا کي خپل ملګري ابوبکر صدیق رضي الله تعالی عنه ته زیری ورکړ، ویل مه غمجن کېږه :
ِۦ
لَا تَحْزَنْ إِنَّ اللَّهَ مَعَنَا ۖ
[سورة التوبه ایت ۴۰] ژباړه : “مه غمجن کېږه، بېشکه الله زموږ سره دى.”
هغه ؤ چي امن ، بری او سکون یې په برخه سو ،

خو افسوس چي د اوس مهال غمځپلي او د ناوړو حالاتو ښکار سوي خلګ یوازي او یوازي خپل شکلونه د تنګۍ ، بدبختۍ او افسوس و ارمان په هنداره کي ویني ، دا ځکه چي د هغوۍ نظر د اُطاق تر دېوال او دروازې پوري محدود دی ، کاش چي هغوی د پردې شا هم لیدلای او د دېوال ها خواته یې هم فکر پرواز کولای سوای ، نو به یې یقین راغلی وای چي زړه تنګي همېشه پر یوه حالت نه وي ، مګر هو د اصلاح او سمون پر لار به قدمونه اخلې ، له لاس او ژبي څخه به دي هیڅ انسان تکلیف نه ویني ، ځان ته چي څع خوښوې ، هغه به بل ته هم غواړې ، د الله تعالی مخلوق ته به د خپل ګران اولاد په سترګه ګورې ، بیا نو ووینه چي ستا مهربانه رب پر تا څومره د رحمتونو باران اوروي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الجاج استاذ بیانزی

مبارز صاحب سلامونه می ومنه ! ستاسی د لیکنی عنوان چه می ولید ، جیران پاتی شوم (چه اور څرنګه سیزلو خبل طبیعی حالت پریښود ) ما ویل کی د قیامت اخری نښی راښکاره شوی یعنی لمر خپله تودوخه ایله کړه او یا د ایله کیدو حالت کی ده ، سمدلاسه می ستاسی لیکنه ولوستله . ګوړرم چه تاسی پکی د ابراهیم ع ، موسی ع ، حضرت محمد ص د وخت معجزی یادی کړی دی، مونږ او ټولو هغه مسلمانانو ته چه لږ سواد لری ، اسلامی تاریخ یی لوستلی یا له نورو اوریدلی وی دا ورته زده دی… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x