رسول الله صلی الله علیه وسلم د غیر مسلمانانو په آند (۴۵برخه)

لیکنه او څېړنه: عبدالغفار جُبیر

هيلري راډمين کلنټن(Hillary Rodman Clinton) د اسلام په هکله وايي:

په امریکا کې اسلام تر نورو ټولو ادیانو په تیزۍ سره خپرېدونکی دین دی ، اسلام د زیاتو خلکو د لارښوونې لاره او د سکون او راحت ستن ده.

ايچ اَی آر ګيب (H.A.R. Gibb ) د اسلام په هکله څه نظر لري؟

اسلام بشریت ته ډېر خدمتونه کړیدي، په حقیقت کې شرق له غرب څخه د بشریت په چوپړ کې مخکې دی، د اسلامي ټولنې په شان بله ټولنه نشته، چې داسې یووالی او وحدت دې خپل کړي، اسلام هغه توان لري چې توکمونه یې سره یو کړل، نژادونه یې سره یو کړل، رواجونه یې سره نژدې کړل، په اسلامي ټولنه کې یو له بل سره خواخوږي او همکاري ډېره ده، که چېرې اروپا له شرق سره یو ځای شي؛ نو دا به د اروپا لپاره د پرمختګ زېری وي.

ښاغلی کېنن ټېلر (Canon Taylor) د اسلام په هکله وايي:

اسلام حیوانیت ختم کړ او انسانیت یې راوست، غلامان یې له نورو سره وروڼه
کړل، چې دا د بشریت د حقیقي اصولو سره سمون خوري.

جان آسټین (John Austin) د نبي کریم صلی الله علیه وسلم په هکله وايي:

د یوه کال په موده کې حضرت محمد صلی الله علیه وسلم په روحي ډول سره مدینه منوره تر خپل واک لاندې راوسته، نوم او نښان یې لوړ شو، نو ځکه یې نړۍ وښوروله.

نور بیا…



یوه تبصره

  1. الجاج استاذ بیانزی

    ښکلی لیکنه وه الله ج دی اجرونه درکړی ، زړه می وو چه د انسانیت او بشریت په اړه څه ولیکم ، مګر د یوی تبصری د باره به زیاتوالی وکړی ، کیدی شی په کومه لیکنه کی خپل معلومات درسره شریک کړم مننه

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.