نر او د ښځي توپیر په اسلام او ساینس کي (۲۳)

لیکنه او څېړنه: عبدالغفار جُبیر

د اسلام څخه مخکي د ښځو حالت:

د اسلام څخه مخکي ښځو هيڅ ارزښت نه درلودئ، يو چا کولای شوای چي تر هر څوپوري چي ئې خوښه وي په هغه اندازه او تعداد سره ښځې په نکاح کړي، لور ودېدل يو شرم ګڼل کېده، نو له همدې کبله خلکو هغه ژوندۍ ښخولې، ښځې په بازارونو کي داسي خرڅيدلې لکه پسونه چي خرڅيږي، له ښځوڅخه د نڅاه، جنسي اړيکو او خوښيو لپاره ګټه اخستل کيدل، ښځو د ميراث حق نه درلودئ، که له ښځي سره يوجرم شوي واي کوم مجازات ئې نه درلودل، حيوانانو ښه عزت تر درلودئ خو کله چي د اسلام مبارک دين راغئ و ښځې ته ئې داسي لوړمقام ورکړ چي د نړۍ په تاريخ کي نه ورکول شوی دئ او نه به هم ورکړل شي چي مخکي رڼا ورباندي واچول شوه.

د اسلام څخه په مخکي تمدنونو او مذهبونو کي د ښځو حقوق:
د يونانيانو په تمدن کي د ښځې ارزښت:

سقراط وايي: ښځه يوه په زهرو لړلې ونه ده، چي ظاهر ئې ښکلی دئ او باطن ئې د زهرو نه ډک دئ، دا د شيطان چټلي ده.

يونانيان بيا په دې آند وه چي ښځه صرف د نر د صحت لپاره ده، د نر د طبعيت رستګۍ لپاره ده، موږ له ښځو سره د خپل ذهن له کبله اړيکې نه ساتو بلکې ددې لپاره ښځه ښه ده چي و موږ ته زامن راوړي.

د روم په تمدن کي د ښځې ارزښت:
د روم په فلسفه کي بيا د ښځې روح د سرو غوړو سره مشابه شوی دئ، چي سړی سوځي او هلاکت دئ، ښځه صرف د نارينه د ګټو لپاره ده او بس، ښځه داسي ده لکه ليونی ماشوم هيڅ اهليت نلري، د ښځو خرڅول، وهل، تعذيبول او رانيول دا د نر حق دئ.

همدارنګه روميانو به ويل: ښځه روح نه دئ دوی به ښځو ته د عذاب ورکولو په وخت کي پر دوی تيل تويول او سوځولې به يې همدارنګه به يي په اسونو پوري تړلې کشکولې به يي تر څو چي مړه شي.

د چينايانو په تمدن کي د ښځو ارزښت:
د چينايانو په فلسفه او قانون کي د ښځې قيمت له سره هم کم وو، يو خاوند دا حق لري چي خپله ښځه ژوندۍ ښخه کړي، تر ښځې هيڅ داسي بې ارزښته شي نشته، په ټوله کائناتو کي ښځه کمترينه مخلوق ده، دا په بشريت کي تر ټولو ټيټ مقام لري. او همدارنګه ښځه هغه دردونکي اوبه دي چي نيکمرغي پريمنځي او که کوم چينايي نارينه مري نو ښځه يي هم د نورو پاتي شونو په څير وارث ته په ميراث کي پاتي کيږي.

(تيرماخذ)
د هندوانو په تمدن کي د ښځې ارزښت:
د اسلام څخه مخکي هندوان په دې آند وه چي د ښځې په شان دوږخ نشته، د ښځې په شان زهر نشته، نو که چيري يي خاوند مړشي خلک کولای شي چي ښځه ئې ژوندۍ ورسره وسوځوي. او يا به يې د خاوند له مرګه وروسته سر و خرايه تر څو بل څوک يې په نکاح نکړي.

فارسيانو به ويل:
چي يو فارسي نارينه ته جايزه ده چي له محرمو خپلوانو سره له استثناء پرته نکاح وکړي همدارنګه يو فارسي حق لري چي خپله مېرمن مړه کړي.

يهودو به ويل: ښځه يو ملعون موجود دئ ځکه چي د سرکښۍ لامل کيږي همدارنګه ښځه د حيض په ورځوکي پليته ده او په دغو ورځو کي يي د لاس خواړه مه خورئ او يوې دښتي ته به يي شړل، او د انجلي پلار دا حق لري چي د يوه حيوان په شان يي وپلوري.

ښځه په عيسايت کي:
نصرانيان خو په ۵۸۶م کي په فرانسه کي په دې سره راټول شوي ووچي ايا ښځه انسان دی که نه؟ ايا روح لري اوکه نه؟ که روح لري نو روح يي انساني دی او که حيواني دی؟ که انساني روح لري نو ايا د يو نارينه په څېر روح يي دی که يا؟ په پاي کي دوی پرېکړه وکړه چي ښځه انسان ده خو د نارينه د جنسي غريضي او خدمت په موخه پيدا شوېده.

د انګريزانو پارلمان د اتم هنري په وخت کي يو پرېکړه ليک صادر کړ چي پکښي راغلي وه، ښځه حق نلري چي انجيل ولولي دا ځکه چي داپ ليته ده.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.