نظــر

اسلامي ډیموکراسي، حقيقت او که خيال؟؟؟ څلورمه برخه

دویم شک(شبهه)

ځینې خلک وایي، چې نجاشي په هغه څه حکم ونه کړ، چې الله جل جلاله نازل کړي وو، او بیا هم مسلمان وو.

 دنفس او هوا لمانځونکي او د نفسي خواهشاتو غوښتونکي د نجاشي په کیسه دکفر او طاغوت ملګرو ته د قانون جوړونې لپاره استدلال نیسي، او وایي چې نجاشي په هغه څه چې الله نازل کړي دي، وروسته له دې چې اسلام ومانه هم پرېکړه ونه کړه. او په هغه څه باقي پاتې شو، تر دې چې وفات شو. خو بیاهم رسول الله صلی الله علیه وسلم هغه ته ښه بنده او صالح کس وایه. خپله یې هم پرې غائبانه جنازه وکړه، او خپل اصحاب یې هم جنازې ته را وبلل.

په ځواب کې یې وایو:
ټول مورخان په دې نظر دي، چې نجاشي رحمة الله علیه مخکې له دې وفات شو، چې اسلامي شریعت لا نه وو پوره شوی. مخکې له دې وفات شو، په هغه وخت کې لا دا ایت نازل شوی نه وو:
الْيَوْمَ أَكْمَلْتُ لَكُمْ دِينَكُمْ وَأَتْمَمْتُ عَلَيْكُمْ نِعْمَتِي وَرَضِيتُ لَكُمُ الإِسْلامَ دِينًاالمائده: 3
( نن ورځ مې تاسو ته ستاسو دین مکمل کړ، او په تاسو مې خپل انعام بشپړ کړ، او ستاسو لپاره مې اسلام خوښ کړ.)
دا ایت په حجة الوداع کې نازل شو، او نجاشي رحمة الله علیه لکه څنګه چې ابن کثیر رحمة الله علیه او نورو عالمانو ذکر کړي دي، چې د مکې له فتحې څخه وړاندې وفات شوی وو.

نو پریکړه په هغه وخت کې دا وه، چې هر څه د اسلام څخه هغه ته رسېدلي وو، په هغو پرېکړه، پیروي او عمل وکړي. ځکه چې وېره او ډار باید د قران له رسېدلو وروسته هغه کړی وای، لکه څنګه چې الله جل جلاله فرمایلي دي:
وَأُوحِيَ إِلَيَّ هَذَا الْقُرْآنُ لأُنذِرَكُمْ بِهِ وَمَنْ بَلَغَالأنعام: 19
( او په ما دا قران وحي شوی دی، دا چې ستاسو او هغه کس ته چې رسېږي، ووېروم.)
په هغه وخت کې د نقل او د سوارلۍ وسایل زمونږ د زمانې په ډول نه وو، او ځینې اسلامي قوانین له کلونو وروسته یو چاته رسېدل، او دا چې هغوی درسول الله صلی الله علیه وسلم خواته نه راتلل، نو له یوه حکمه به ژر نه خبرېدل. دین په هغه وخت کې نوی وو، او قران لا د نازلېدو په حالت کې وو، او شریعت لا مکمل شوی نه وو. او حدیث چې بخاري رحمة الله علیه او نورو حدیثونه له عبدالله بن مسعود رضي الله عنه څخه روایت کړي دي

په دې روښانه دلیل دی. عبدالله بن مسعود رضي الله عنه فرمایلي دي: ( مونږ به رسول الله صلی الله علیه وسلم ته سلام اچاوه، او هغوی به یې ځواب نه راکاوه، وروسته له لمانځه څخه یې وویل: (په لمانځه کې مصروفېدل دي). په داسې حال کې چې هغه صحابه کرام چې د نجاشي سره په حبشه کې وو، هغوی په عربي پوهېدل، خو په لمانځه کې د خبرو نه کولو او د سلام د ځواب نه ورکولو خبر رسېدلی نه وو. په داسې حال کې چې د لمانځه مسئله ډېره ارزښتناکه او مهمه ده، ځکه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم به مونږ ته پنځه وخته لمونځ راکاوه، نو د  نورو عباداتو او قوانینو چې په د شریعت په حدودو کې دي، لکه لمونځ چې په ورځ او شپه کې پنځه ځله نه تکرارېږي، نو د هغوی مسئله څرنګه ده؟

نو! هغه کسان چې نن د دموکراسۍ فکر لري، کولای شي، داسې ګمان وکړي، چې تر اوسه هغوی ته قرانکریم او اسلامي شریعت په مکمل ډول رسېدلی نه دی، چې خپل باطل د نجاشي رحمة الله علیه سره چې مخکې له شریعته وو، پرتله کړي.

درېیم شک(شبهه)

دموکراسي او شورا

ځینې خلک چې د خپل باطل فکر په کرسۍ د کېنولو لپاره دموکراسي د شورا سره ورته بللې ده، او دا د الله جل جلاله یې د مومنانو په باره کې استدلال نیولی دی.
وَأَمْرُهُمْ شُورَى بَيْنَهُمْ (الشورى38)،
( په کارونو کې یو له بل سره مشوره وکړئ.)

او د الله جل جلاله دا امر چې خپل رسول الله صلی الله علیه وسلم ته یې کړی دی:
وَشَاوِرْهُمْ فِي الأَمْرِآل عمران: 159
( هغوی سره په کارونو کې مشوره وکړه.)
په دې دلیلونو استدلال کوي.
او دموکراسۍ ته شورا وایي، چې دې کفري نظام ته شرعي جامه ور واغوندي، او بیا وروسته ورته رواوالی وبښي.

اول دا چې د نومونو بدلون د شیانو لپاره کله چې شیان خپل حالت ته راشي، څه ارزښت نه لري.
ځینې اسلامي ډلې(احزاب) چې دا د ډموکراسۍ فکر یې د خپلو کارونو محور ګرځولی دی، او هغه ته یې تن ایښی دی، او وایي، چې له دې لارې اسلام ته خدمت کول غواړو، او له دننه ددې نظام اسلام ته دعوت کوو، او په دې توګه نور دلیلونه چې هیڅ شرعي بنسټ نه لري.

 مونږ هغوی ته وایو: هغه څه چې تاسو کوئ، او په خوب او خیال کې یې راوړئ، او بیا ګمان کوئ، چې ارزښت ناک دی، مهمه دا ده، چې دموکراسي څه ده، څه ډول یې طاغوت پلې کوي، او تاسو ورته را بولي، د هغې لپاره انتخابات کېږي، په قانون جوړونه کې او د هغو په پرېکړو کې ګډون کوئ، له هغو سره یې منئ(موافقت ورسره کوئ). په خپله تېر وځئ، او بېچاره خلکو ته هم دوکه ورکوي، په داسې حال کې چې:
إِنَّ الْمُنَافِقِينَ يُخَادِعُونَ اللَّهَ وَهُوَ خَادِعُهُمْ النساء: 142
( بې شکه منافقان په خپل ګومان خدا ته دوکه ورکوي، او الله هم هغوی ته دوکه ورکوي.)
يُخَادِعُونَ اللَّهَ وَالَّذِينَ آمَنُوا وَمَا يَخْدَعُونَ إِلا أَنفُسَهُمْ وَمَا يَشْعُرُونَ البقرة: 9
( دوکه ورکوي، مومنانو او خدای ته، په حقیقت کې دوی دوکه نه ورکوي، مګر خپلو ځانونو ته، خو دوی نه پوهېږي.)

د شیانو په بدلولو د هغوی احکام تغیر نه کوي، او حلال حرام نه ګرځي، او حرام حلال نه جوړېږي، رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي:
لَيَشْرَبَنَّنَاسٌمِنْأُمَّتِيالْخَمْرَيُسَمُّونَهَابِغَيْرِاسْمِهَاسنن ابی داوود  شماره حديث3203
( زما د امت ځینې کسان شراب خوري، او په بل نوم یې نوموي( حلال یې ګرځوي)
دویم: د دموکراسي قیاس(پرتلنه) له اسلامي شورا سره، یا د اسلام د شورا پرتلنه د کفر د مجلس، د فسق، ګناه، او شرک له مجلس سره بې ځایه تشبیه(پرتله کول) ده. په اسلامي شورا کې پرېکړه د اسلام د مبارک دین، د قرانکریم، نبوي احادیثو، او د امت د اجماع په وسیله کېږي، د اکثریت په اساس نه کېږي. دوهم، د مجلس او شورا غړي علماء، صالحین او د امت جید علماء کوي، او هیڅکله د قانون پلي کول په غاړه نه لري.

1.    شورا ته د الهي برنامې او د موکراسۍ نوم ورکول نیمګړی او بې ځایه خواهشونه او نفسي غوښتنې دي.
2.    شورا د الله جل جلاله، د دین او  د رسول الله صلی الله علیه وسلم د مبارکو سنتو پیروی ده، او دموکراسي د الله جل جلاله په دین منکرېدل، له دینه وتل، او د الهي شریعت سره مخالفت دی.
3.    شورا د هغه کار لپاره کېږي، چې په نصوصو کې نه وي، که نص موجود وي، نو شورا څه اعتبار نه لري. خدای جل جلاله فرمايي:
وَمَا كَانَ لِمُؤْمِنٍ وَلا مُؤْمِنَةٍ إِذَا قَضَى اللَّهُ وَرَسُولُهُ أَمْرًا أَنْ يَكُونَ لَهُمُ الْخِيَرَةُ مِنْ أَمْرِهِمْ  الأحزاب: 36
( هیڅ نر او ښځه په هغه کال کې چې خدای جل جلاله او رسول صلی الله علیه وسلم په هغه پرېکړه کړې وي، له ځانه د پرېکړې حق نه لري.)

۴ . دموکراسي ملت د ستر پرېکړه کوونکي په توګه مني، نو دموکراسي د ډېرو پرېکړه، د ډېرو واک، او د ډېرو دین دی، او ډېری خلک د حرام او حرام د ټاکلو واک په لاس کې لري. په داسې حال کې چې اسلامي شورا اکثریت او کم خلک ټول د الله جل جلاله او د رسول اکرم صلی الله علیه وسلم سنتواو د  امام المسلمین( د مسلمانانو امیر یا امام) پرېکړو ته را بولي. د مسلمانانو امیر یا امام د اکثریت خلکو پرېکړو ته اړ نه دي، هغه د الله جل جلاله او د مبارکو سنتو په پلي کولو ګمارل شوی دی، او باید خلک د الله جل جلاله او د رسول الله صلی الله علیه وسلم مبارکو  سنتو را وبولي.

۵ . په دموکراسۍ کې د حق  او باطل ټاکونکی د ملت اکثریت دی، او دا اکثریت د ټولو واکونو لرونکی دی، مګر په اسلامي شورا کې اکثریت ته نه وخت شته، او نه یې په شورا اغېزه شته. خدای جل جلاله په قرانکریم کې اکثریت ته داسې پرېکړه اورولې ده:
وَإِنْ تُطِعْ أَكْثَرَ مَنْ فِي الأَرْضِ يُضِلُّوكَ عَنْ سَبِيلِ اللَّهِ إِنْ يَتَّبِعُونَ إِلا الظَّنَّ وَإِنْ هُمْ إِلا يَخْرُصُونَ الأنعام: 116
( که ډېر خلک له خلکو ستا پیروي وکړي، تا د خدای له لارې لرې کوي، ځکه چې هغوی له ګمان او شک څخه بل څه نه کوي، او هغوی پرته له بې ځایه خبرو او دروغو څخه خبرې نه کوي.)

دا د لوی رب او خدای جل جلاله ذات دی، چې د اکثریت بې لاري، او له اصلي لارې انحراف په ګوته کوي، په دې سبب الله جل جلاله حکم کوي، او فرمایي:
إِنِ الْحُكْمُ إِلا لِلَّهِ يوسف: 40(ټول واک دالله جل جلاله دی او بس».

دموکراسي په هغه وخت کې چې غرب له ظلم او ستم، د کلیساوو د زور او تېري وخت وو، پهمنځنیو پېړیو کې چې اروپا په ظلم او ستم کې ډوبه وه دموکراسي را پیدا شوه، ځکه خلک د دین په نامه له ظلمونو او ستمونو څخه په تنګ راغلی وو، او له دینه همدې ظالمو کلیساګانو ستړي کړي وو، او د یوې داسې لارې په لټه کې وو، چې ځانونه له دې حالت څخه وژغوري، مګر مسلمانان خو بهترین نظام او ارزښت لرونکی د ژوند قانون لري، چې په هغه کې د ژوند ټول اړخونه په نظر کې نېول شوي دي، او د دموکراسۍ پوچ او بې مانا نظام ته اړتیا نه لري. او څوک چې د کفارو په دې پوچو او بې مانا شعارونو غولېدلي دي، باید قران کریم او نبوي سنت وګوري، د اسلام د مبارک دین په باره کې ځېرنه(مطالعه) وکړي، کیدی شي، چې د الله جل جلاله مبارک دین ته هدایت شي، او خپلې غلطۍ ته یې پام شي.هو! د حیرانتیا خبره ده، چې ځینې خلک چې ځان ته مسلمانان وایي، بیا هم خلک دې کفري او د بې دیني نظام ته هڅوي، او هغه روا ګڼي، او شرعي جامه ور اغوندي. پرون ورځ چې خلک په سوسیالېزم غلط شوي وو، ځینو ناسمو خلکو د اسلامي سوسیالېزم په نامه ډلې جوړې کړې وې، او له دې مخکې مذهبونه چې خلکو منلي وو، له هغو څخه یې څه د اسلام سره یو ځای کړی وو. او نن ورځ ډېر شمېر له هغوی څخه د دموکراسۍ دوکه خوړلې ده، چغې وهي، ددې په ځای چې  ځانونه د قانون پوهان ونوموي، ځانونه د شریعت پوهان نوموي، او بیا هم نه شرمېږي، او د شریعت توري، لکه حرام، حلال، جایز، ناجایز، مباح او ممنوع کاروي. بیا داسې ګڼي، چې هغوی په سمه لاره دي. لاحول ولا قوة الا بالله.

څلورمه شبهه

د رسول الله صلی الله علیه وسلم ګډون په فضول(د مشرانو د عزت) تړون کې

یو شمېر له بې عقلانو څخه د رسول الله صلی الله علیه وسلم د بعثت څخه مخکې ګډون په فضول تړون کې استدلال نیسي. هغوی ته وایو:
استدلال کوونکی په دې شک چې یا خو فضول تړون نه پېژني، یا هغه څیز ته لاس اچوي، چې هغه نه پرې پوهېږي، او یا په هغه پوهېږي، خو غواړي، چې حق له باطل، رڼا له تیارې، او اسلام له کفر سره ګډ کړي.

د فضول تړون داسې وو، چې ابن اسحاق په خپل سیرت او ابن کثیر او قرطبي رحمهم الله په خپلو تفاسیرو کې راوړی دی، چې د قریشو قبیلې د عبدالله بن جدعان په خاطر سره راټولې شوې، او په هغه ځای کې یې وعده وکړه، چې په مکه کې به مظلوم او د هغه کورنۍ نه پرېښودل کېږي، چې د هغه سره یو ځای نه شي. چې د هغه حق له ظالم څخه واوخستل شي، او قریشو دې تړون ته فضول یا د فضایلو تړون نوم ورکړ.

ابن کثیر رحمة الله علیه لیکي: (( د فضول تړون په عربو له ارزښتناکو او درناوي ډک تړون وو، چې په عربو کې شوی وو. لومړی کس چې قریش یې هغه ته را وبلل، او خبرې یې په کې وکړې، هغه زبیر بن عبدالمطلب وو. د هغه تړون سبب دا وو، چې یو کس د زبید د قبیلې څخه مکې ته مال راوړ، عاص بن وائل هغه مال ترې واخست، او د هغه حق(پیسې) یې ور نه کړې، دې زبیدي سړي د هغوی سره د متعهدو قبیلو خلک ورپسې را پورته کړل، مګر هغوی ورسره مرسته و نه کړه. کله چې زبیدي سړي ولیدل، چې چا ورسره مرسته ونه کړه، نو د لمر د راختو په وخت کې د ابو قیس غرونو ته وخوت، په داسې وخت کې چې قریش  په کعبه کې ناست وو، په چغو پیل وکړ، چې: اې د فهر اولادې د یوه مظلوم فریاد واورئ، چې له خپل اولاده څخه لرې، دوړو او ګردونو وهلی، له مزله ستړی، احرام په تن او تر اوسه یې عمره هم ادا کړې نه ده.

په دې ځای کې زبیر بن عبدالمطلب پورته شو، او ویې ویل: ایا څوک نشته، د هغه فریاد واوري؟ د هاشم قبیلې، زهره او تیم بن مره د عبدالله بن جدعان په ځای کې سره را ټول شول. عبدالله بن جدعان هغوی ته ډوډۍ برابره کړه، او د ذولقعدي په میاشت کې چې د حرامو میاشتو څخه وه، تړون یې وکړ، چې یو ځای به له مظلوم سره د ظالم په مخکې درېږي، تر دې چې د هغه حق یې ورته اخستی نه وي، تر څو چې د ثبیر او حرا غرونه په ځای وي.

قریشو دې تړون ته د فضول نوم ورکړ، او ویي ویل، چې عرب په یوه دروند او د قدر وړ تړون کې شامل شول. بیا عاص بن وائل ته ورغلل، تر دې چې د زبیدي سړي مال یې ترې واخست او هغه ته یې بېرته ورکړ. قاسم بن ثابت په یوه حدیث کې وایي: چې یو سړي د خثعم له قبیلې له خپلې لور چې قتول یې نوم وو، سره یو ځای د حج یا عمرې لپاره مکې ته راغی، نبیه بن حجاج هغه ولوټه او پټ شو. خثمي وویل: څوک به ما سره ددې سړې په مخکې ملګری شي؟ هغه ته وویل شول: د فضول تړون. هغه د کعبې مخکې ودرېد، او په چغو یې پیل وکړ، اې د فضول تړونه! په دې ځای کې د تړون ګډونوال له خپلو تورو سره چې تورې یې له تیکې وېستلې وي، له هرې خوا را پیدا شول، او ویل یې: ستا فریاد اورېدونکي راورسېدل، څه خبره ده؟ ویې ویل: نبیه بن حجاج له ما سره ظلم کړی دی، او زما لور یې له مانه په زور بوتله. له هغه سره یو ځای ولاړل، تر دې چې د هغه دروازې ته ورسېدل، نبیه بن حجاج بېرون راووت، هغوی ورته وویل: افسوس، ژر شه، نجلۍ را وباسه، او پوهېږې، چې مونږ څوک یو، او په څه مو تړون کړی دی؟ ویې ویل: زه به دا کار وکړم، مګر یوه شپه هغه له ما سره پرېږدئ، ورته یې وویل: نه، نه کېږي، یوه شېبه یې هم در سره نه پرېږدو، بیا یې هغه نجلۍ ترې را وباسله. زبیر د فضول د تړون په باره کې وایي: د فضول په تړون کې یې ګډون وکړ، چې په مکه کې ظالم پاتې نه شي.

بیهقي او حمیدي روایت کوي، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:(( زه د عبدالله بن جدعان په کور کې د یوه تړون شاهد وم، که سره اوښان راکړل شي، پرې  نه یې ورکوم، او که په اسلام کې هم ورته را وبلل شوم، نو هغه به ومنم.))

مونږ په دې ځای کې هغه کسانو ته چې همکاري او ګډون د کفارو سره په ناستو او حکومتونو کې له دې تړون سره ورته بلي، وایو چې:
اې د پوهې او استدلال خاوندانو!!!! په دې تړون کې چې هغه له فضایلو شتون لري، کوم شی یې ستاسو له شرمناکو اعمالو سره ورته دي؟ ددې تړون په کوم ځای کې لیکل شوي دي، چې له کفارو سره همکاري وکړئ، له هغوی سره په جګړه کې د مسلمانانو خلاف مرسته وکړئ، ملت، دین او ناموس مو د هغوی په اختیار کې ورکړئ، همدارنګه په فرمایشي ټاکنو کې ګډون وکړي، او بیا پارلمان ته لاره پیدا کړئ، دا ټولې خواري او ذلت تېر کړئ، هم خپل ځان وشرموي، او هم د اسلام د مبارک دین نوم وشرموئ؟!!!
ایا د فضول په تړون کې کفر، شرکو د بل قانون او دین ته احترام، پرته د خدای له پاره د مظلوم سره د مرستې او کومک څخه بل څه وو؟!
نو مونږ له دې کسانو څخه چې د فضول په تړون استدلال کوي، سوال لرو، چې د هغوی څخه د ښکاره شهادت او ګواهۍ غوښتنه کوو، چې په رسول الله صلی الله علیه وسلم باندې یې ورکړي، او ددې سوال ځواب ترې غواړو.

سَتُكْتَبُ شَهَادَتُهُمْ وَيُسْأَلُونَ الزخرف: 19
( ددوی دا ګواهۍ به ولیکل شي، او له هغوی څخه به پوښتنه وشي.)
ایا تاسو ګمان کوئ، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د کفر په قانون جوړونکو تړونونو کې ګډون درلود، او د الله جل جلاله له دین څخه یې د بل دین تابعداري کړې ده، او که هغه د اسلام په وخت کې هم ددې ډول تړون کولو ته وبلل شي، نو هغه به یې ومني؟ که څوک په دې ګمان وي، بې له شکه انسان او پېری، د هغه په کفر، زیدیقیت، او مرتد کېدلو ګواهي ورکوي. او که مو وویل، چې نه. چې په هغه کې نه کفر وو، نه زیدیقیت وو، او نه په کې ناروا او له اسلامه بېل شیان وو. او په هغه کې د مظلوم پېروزي، او د مظلوم څخه د ملاتړ خبرې وې، نو څنګه وایئ، نو بیا څنګه هغه تړون د کفري مجلسونو او د فسق او ناروا له مجلسونو او د کفارو سره د همکارۍ او مرستې له مجلسونو سره پرتله کوئ، او د کفارو په مجالسو کې د هغوی سره همکاري او ګډون جایز شمېرئ؟

نو اې د دموکراسۍ په دام کې را ګیر شویو عالمانو، داعیانو، او عاقلانو! ایا نه پوهېږئ، د رسول الله صلی الله علیه وسلم د بعثت څخه مخکې کارونه او عملونه نه زمونږ لپاره شریعت دی، نه اسلامي قانون دی، او نه حدیث دی،او نه وحې ده، نو ولې په هغو استدلال کوئ؟ د خدای جل جلاله له لوري همدا ذلت او سپکاوی مو بس نه دی؟ همدا د ګناهونو بار چې په خپلو اوږو وړئ، همدا درته پوره دی. ولې! غواړئ، چې په دې استدلالونو خپل بېچاره ملت له ځان پسې را کاږئ، او هغوی بې لارې کړئ، چې د دوی ګناه هم په خپله غاړه اخلئ.
پاتې لري…

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x