غزل/ عاکف مهاجر

عاکف مهاجر
مجنون زار شه ستا له مینې لیلا زار شه
هر څه زار شه هر زرینه له تا زار شه

ستا سیال نشته ستا تر مینې نه رسیږي
پتنګ زار شه هم یې مینه له تا زار شه

عاشقي دې کړله سخته عشق معما شو
هر عاشق هر یو حسینه له تا زار شه

د ښکلا وو شوې امام تاته سلام دی
د ښکلا کلی رنګینه له تا زار شه

زما دزړه د ملک بادشاه یې طالب جانه
هم مې زړه او هم یې وینه له تا زار شه

زه عاکف که ستا په مینه کې مجرم یم
زما ژوند ګرانه شیرینه له تا زار شه



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.