د افـغـان خـاوره/ رضوان الله فيضاني

رضوان الله فيضاني

د شوروي یرغلګرو د تيښتې د ۲۸ کليزې په پلمه

نه ده خپله كړې هېڅ غليم دا د افغان خاوره
دا د غزنوي د ابدالي او ميرويس خان خاوره

دلته ډېر مغرور مغرور ځواكونه تمبېدلي دي
هر يو يرغلګر ته ده تياره قبرستان خاوره

دلته احمدشاه او د غوري په شان ځوانان اوسي
دا ده د ملالې زرغونې او ايوب خان خاوره

خاورې شولې دلته د انګرېز او د چنګېز كوپړۍ
وي دې تل اباده د اكبر مردِ ميدان خاوره

دا خاوره روسانو ته څه لويه هديره شوله
هر يو اشغالګر ته ده لوی تندر ر اسمان خاوره

ګوره د دې خاورې هر بچى دى له غيرت نه ډك
خدايګو ورته ډېره زياته ګرانه ده له ځان خاوره

وي به په دې خاوره كې قانون د پاك قرآن همېش
ډېره ده سپېڅلې د باننګه مسلمان خاوره

ښكلي دنګ دنګ غرونه لري تكې شنې درې لري
ډكه له ياقوتو زبرجدو او مرجان خاوره

نوم د ننګ غيرت يې په جهان كې لر او بر خپور دى
ډېر لري تكړه د ( فيضاني ) غوندې زلميان خاوره



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.