ادبي لیکني

په واوره کې خېمه لنډه کیسه

د خېمې پرڅنډو يې ښه ډېره خاوره ور اړولې وه، خو لکه چې نن شپه باد ډېر تېزوو، خېمې ته به يې د ننه واوره ور ننويسته، له ډېرې يخنۍ پرې ټکى خوب حرام و، ترځان يې خپل وړوکي ماشوم ته سوداوه،

خوهغه يې په خپله توده غېږه کې کلک نيولى وو، وړه-وړه خرايې خته، ناڅاپه تېزباد ډله واوره په خيمه ورننويسته، سر ه ډکه شوه، سريې راپورته کړ، په خېمه کې يې په توره شپه کې سترګې برګې کړې، خاوند يې هم لکه چې ويښ وو، زګيروى يې اورېدل کېده.
شپه پخه وه، په توره تياره کې يې يواځې پربړستنو باندې سپينه –سپينه واوره لږلېدله، غاړه يې ور اوږده کړه، لس کلن زوى يې خدايزده ولې په درانده خوب ويده وو، لکه چې د لوږې زور وو پرې؛ سوړ اسويلى يې ويوست، سر يې ولګاوه، ژامې يې ګړبېدلې، زوى يې په سينه پورې ټينګ کړ، له ځانه سره وبنګېده:
:-خدايه ته مو حال وينې؟ په دغه حال کې څلوېښتې!!! څه وړ به لمبېږم؟چېرې به لمبېږم؟
وړو دپو سلګيو په مخه کړه.
××××
د ګردجن سهار په خړه کې سړي سترګې برګې کړې:
:- ها…غلته لکه چې څوک را روان دى؟
ښځې يې بړستن بېرته ورکش کړه:
:- سم کېنه! په دې ګرد کې کله ښکارېږې، هسې يخ مه را وله.
سړي لا هماغسې برګ د خيمې ترپيڅول لاندې کتل، له بړستنې راووت، دوى يې جوخت سره کېنول بړستن يې پرې سمه کړه:
:- نه څوک خامخا را راون دى!
ور ولاړ شو.څوشېبې وروسته يې مخ ته کلک په پټوکې تاوى شوى سړى ودريد، له سره ترپښو ټول پټ و، له سلامه وروسته راغلي سړي تر واوره  لږ لوڅې تېږې سره بوټونه وجنګول، لاسمغان يې لري کړل. ده حيران_حيران ورته کتل، سړي خپلې عينکې لري کړې:
:-چاراته وويل چې تاسې دلته دغه څوشپې په لوږه،تنده تېرې کړې…
:-هو ولا،څه وکړو،نه مو کرزى غږ اوري اونه …
:- له کرزي والله که درپوره شي، خو زما هم دومره منې که له وسه کېږي، چې دومره ډېرو مهاجرو ته دې ځاى ورکړم. ته وګوره دغه شاوخوا، ټول چارايي قمبر هلمنديانو نيولى.
:- وروره! دغه ټول په خپله سيمه کې خانان وو، څه وکړو دغو جنګو تردې…
:- وروره! زه ستاسې د وکيل الحاج ډاکټر حميدګل دلسوز له دفتره راغلى يم، په دې مهاجرو ګرځېدم،زما نورڅه له وسه نه کېږي، هيچېرې مې هم سودا سمه نه شوه، ستاسې که خوښه وي سره جوړ به شو.
ښځې غوږونه څک کړل، سړي ورته وويل:
:- څنګه؟
:-ما اورېدلي چې ستا دغه ايله يومياشت شاوخوا زوى پيداشوى، په دې يخني کې لويان مري، ماشومان به څه وساتي،که دې خوښه وي، د يوې مياشتې ټول مصرف دې پرما،اودغه ماشوم…
سړى غږېده، ښځې زوى په سينه پورې کلک کړ، شېبه وروسته يې مېړه راغى:
:-رايې کړه، څه وکړو، چې ټول ومرو ښه به وي،اوکه يو؟
ښځه پرماشوم راټوله شوه، سړي يې له سينې زوى کش کړ، د ښځې غېږه خلاصه پاتې شوه، د ماشوم وړې چيغې له خيمې ورو، ورو لرې کېدې.

پاى

لیکوال: دادمحمد ناوک

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x