اسلامي بانکوالي( شپږمه برخه)

محمد يعقوب
مرابحه څه ده؟
د راکړې ورکړې څخه يوه معامله چې د مرابحې په نوم ياديږي هغه ته ويل کيږي چې پلورونکی (بائع) پېرېدونکي (مشتري) ته ووايي چې د اصل مبيعې قيمت د بېلگې په ډول لس/۱۰ روپی دي خو زه پرې پنځه روپی گټه غواړم او پېرېدونکی ورسره خوښ شي؛ نو ياده مبيعه اصل پېرېدونکي ته سپارلو سره د بيعې عقد پوره کيږي.

په سودي بانکونو کې داسې کيږي چې يو کس بانک ت لاړ شي او د خپلې اړتيا لپاره د بانک نه د قرض غوښتنه وکړي او بانک ورته ووايي چې دا زر/۱۰۰۰ روپئ واخله؛ خو د هرې مياشتې په تېرېدو به راته پنځوس/۵۰ روپئ گټه راکوې! او غوښتونکی قرضدار يې ورسره ومني؛ نو دا خپله د سود يو صورت دی.

خو په اسلامي بانکونو کې چې کله يو اړمند کس بانک ته د قرض غوښتلو لپاره ورشي؛ نو اسلامي بانک ورته وايي : هغه کوم شی دی چې ته ورته اړتيا لرې؟

د بېلگې په ډول اړمند کس ورته وايي : چې د جامو د وينځلو ماشين ته اړتيا لرم، بانک هغه ته د روپو ورکولو پر ځای د هغه اړتيا داسې پوره کوي چې په بازار کې د جامو ماشين بانک ته په زر/۱۰۰۰ روپئ واخلي او بيا يې پېرېدونکي کس ته په مرابحه مؤجله باندې په پنځلس سوه/۱۵۰۰ روپئ باندې وپلوري.

د مرابحې مؤجلې صورت دا دی چې پلورونکی پېرېدونکي کس ته ووايي : چې دغه ياده مبيعه مې په زر/۱۰۰۰ روپئ پلورلې او په تا باندې يې د درې/۳ مياشتو په قرض په پنځلس سوه/۱۵۰۰ روپئ پلورم ، پېرېدونکی پرې خوښ وي ؛ نو د عالمانو په اتفاق داسې بيع کول ناروا ده.

د مرابحې مؤجلې ثبوت او روا والی:
د قرآنکريم ددې ايت : ((إِنَّمَا الْبَيْعُ مِثْلُ الرِّبٰوا)) شاليد ته په کتو د جاهلي دور مشرکينو به ويل چې بيع خو هم د سود په څېر يوه کړنه ده، ځکه چې دوی دا گمان کولو چې سود خو دومره پاک کار دی چې بيع هم په پاکوالي کې د سود سره ورته والی لري.
د سعيد بن جبير څخه روايت دی چې مشرکينو دا وينا ځکه کول چې مسلمانانو به بيع مؤجل کول؛ خو مشرکينو چې به کله په ياده نېټه کې پيسې ادا نه کړې نو پېرېدونکي ته به يې ويل: چې اوس به نورې زياتې روپئ ادا کوې؛ نو دوی ته به وويل شو چې دا خو سود دی، دوی به ورته په ځواب کې ويل: چې په لومړي وخت کې زيات قيمت ټاکل يا تر ټاکلي وخت پورې د پيسو نه ادا کولو له وجې نورې پيسې زياتول دواړه يو حکم لري، دغه وخت به مشرکينو ويل : ((إِنَّمَا الْبَيْعُ مِثْلُ الرِّبٰوا))، که د عقد په لومړي وخت يا د عقد په پای کې پيسې زياتې شي دا دواړه يو حکم لري؛ نو لوی څښتن تعالی دوی په دې خبره کې درواغجن کړه او وې ويل: ((وَ أحل الله البيعَ وحرمَ الربوا)) الله تعالی بيع روا کړې او سود يې ناروا گرځولی دی. “تفسير ابن أبي حاتم : ۲ ټوک- ۵۴۵ مخ”

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.