افغانستان

سیاګرد کې دیارلس ولسي وګړي وژل شوي

هغه پلاوی چې ولسمشر کرزي د سیاګرد دپېښې د څېړلو په موخه ټاکلی و، په خپل راپور کې ويلي چې امريکايانو په سیاګر کې ۱۳ تنه ولسي وګړي وژلي دي. د پروان ولایتي چاواکي وايي، چې دوه ورځې مخکې وسله والو مخالفينو د سياه ګرد په وازغر سيمه کې له يوه کوره پر پهرنیو او افغان عسکر ډزې وکړې چې له امله يې د ايساف او ملي اردو دوه سرتېري ووژل شول. او وروسته د عکس العمل په توګه ایساف ۱۴ وسلوال مخالفین و وژل؛ خو د ولسمشر ټاکل شوی پلاوی د پلټنې او تحقیق نه وروسته وايي چې امريکايانو په سیاګرد کې ۱۳ ولسي وګړي وژلي دي.
د پلاوي مشر او ولسي جرګه کې د پروان د خلکو وکیل وايي، چې په دې پېښه کې څلور تنکي ځوانان، څلور ماشومان، يوه ځوانه نجلۍ، دوه ښځې او دوه سپينږيري وژل شوي دي. خواصي و ويل چې د پلټنو پایلې او د سیمې اخیستل شوي انځورونه به ولسمشر ته وړاندې کړي. بل پلو په کابل کې د ايساف په خپله خپره شوې خبرپاڼه کې د یاد پلاوي د پلټنې نتيجې نه مني او زیاتوي چې په يادو عملياتو کې يوازې دوه عام وګړي وژل شوي دي. باید و ويل شي د ولسمشر کرزي او امريکا تر منځ له څه مودې راهیسې د امنيتي تړون په اړه ناندرۍ روانې دي او ولسمشر ټينګار کوي چې تر هغه به امنيتي سند لاسلیک نه کړي تر څو چې امريکان دا وعده ورنکړي چې د افغانانو پر کورونو به چاپې نه وهي او په هیواد کې د امنيت لپاره عملي ګامونه اخلي

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x