” د سنګين غميزې ته “

” عبدالقدوس فاتح

زما په خوار مظلوم اُولَس ، بمـــونه مه وروه
ظالمـــه نور د خپل هَوَس ، بمـــونه مه وروه

نه جنازې نه مو ودونــــه درنه روغ پاتې شول
أخ په غاټول او په نـَرګَسْ ، بمـــونه مه وروه

درته راويښ به کړي لا نور هم دا ويده قومونه
ورتـه د ننګ به شي جَرَسْ ، بمـــونه مه وروه

په مدرســـو او جوماتونو او کورونــــو باندې
ظالمـــه مــــه وَرَوهْ بس ، بمـــونه مه وروه

زه خو يتيــــم يمه غريب يمه ډوډی نلــــــرم
راټولومه غره کښې خَسْ ، بمـــونه مه وروه

هر کور کښې ښځې ماشومان درته ښيرې کوي تل
په شپه او ورځې مو په نَسْ ، بمـــونه مه وروه

مونږه د هر يوه وحشــت نيولی شمار « فاتحه »
بدل يې أخلـــو يو په لَسْ ، بمـــونه مه وروه

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.