شاعري او تخیل

یونس تنویر
شاعري داسې هنر دی چې د پېژندنې محک یې په منفرد فکري اسلوب کې نه شي، څرګندیدای. یانې شاعري راسپړنې او توګنې ته تر ډېره مایله کیدای، نه شي. هغه داسې چې شاعري د انسان داخلي تجربې او شواهد، داسې را څرګندوي، چې له ډېرې څرګندتیایې نه شو تفسیرولی.

شاعري د مجردو کیفیتونو او د بدیهیاتو د انځورولو تکل دی. نو بدیهیات خو د پېژندنې سره – سره له پېژندنې عاجز وي؛ نو څنګه د شعر د پېژندلو ټولې تیورۍ دې دقیقې او ومنلی شي. ښه نه ده، چې ځینې تیورۍ بیخي رد کړو او ځینې دې ومنل شي. زما مطلب دا دی چې شاعري هم درک ده، هم محسوس دی، هم الهام دی، هم معقول دی، او هم بدیهي. زه دا نه شم ثابتولی چې شاعري دې تعریف شي. نو وجه همدا ده چې د شعر ټولمنلی تعریف به په یو څو کرښو کې ځای نه شي. خو ګه د کره کتنې تاریخي بهیر پاڼې وګورو؛ نو دا به ثابته شي، چې کره کتنه د شعر په را سپړنه کې تر ډېره بریالۍ ده. او دغه بریا ورته په اضداد کې حاصله شوې ده. د شعر په پېژندنه کې طبعا ً باید همدا تیوري مطالعه شي. خو دا به سنګین جبر وي، چې لا دې اوس هم د شعر په اړه یوازې په یوې نظریې اکتفا کوو. او ودې وایو چې شعر دغه شی دي چې موږ یې درته وایو؛ نو کوم شی چې په تیوریکي لحاظ ومنل شي، هغه علم شي. او هنر چېرې هم میخانیک کیدای، نه شي؛ ځکه چې شعر یو داسې شی دی لکه : یو څیز چې د واهمې له ادراکه کشف شي. نو واهمه خو هر وخت د نویو انځورونو په تکل کې وي. نو بیا موږ د شعر په راتلونکي څنګه خپله تیوري ثابته کړو؟

خو داسې هم نه ده چې کره کتنه دې له ټولو، عالی مجازونو څخه خالی وګڼو. هغه ډاکترې بشرا خاتون په یوه سریزه کې ویلي و : چې ادب د ژوند تفسیروونکی دی او کره کتنه د ادب تفسیروونکې ده.(تنقید او ادبي مفردات)

نو د کره کتنې له اصلیته هم سترګې نه شو پټولای. بالخصوص د شعر په اړه چې کومې تیورې ویلې شوې دي هغه د متضادو فکرونو نمایندګي کوي. یوه شاعر ته دکره کتنې لوستنه دومره مهمه ده، لکه څنګه چې د شعر لیکل مهم دي. یانې دا هم د شعر لیکلو لپاره یو عالی ریاضت دی. نو د شعر د پخولو تر ټولو لوی ریاضت د کره کنتې لوستنه هم ده. ځکه چې تیوري د یوې پوهې یا هنر اصله منشا هم را په ډاکه کولای شي.

د شعر په اړه چې کومې تیوري لولو یقینې خبره ده، چې د شعر د پخوالي په لور ګام او چتول دي. تیوري د یوه شاعر تخیلي قوت هم لوړولی شي؛ نو د شعر په اړه له ډېر پخوا متضاد نظریات او تیورۍ لیکل شوې دي. د شعر پېژندنې اصلي منشا هم په همدې تیوریو کې ده. باید د شعر پېژندنې په برخه کې د شعر د تنقیدي بهیر او تاریخ مطالعه هم و شي. دا ځکه چې شاعري هر وخت په متضادو نظریو تعبیر شوې ده. او همدا کره کتنه ده چې د ادب تحلیل او تفسیر یې په هر وخت کې کړی دي. موږ دې بهیر ته لږ تم کیږو .

د ارسطو بوتیکا په مختلفو ژبو را ژباړل شوی دی. د شعر په اړه یې مختلف تصورات را پارولي دي. دا کتاب د اپلاتون د جمهوریت ځواب دی. په جمهوریت کې شاعران غندل شوي دي.

ځینو نقادانو شاعري د ښاپېزیو جنون بللې ده. شاعري یې د ښایست د ښکاره کولو وسیله ګڼله.

ځینو خو شاعري ښځینه جمال ته منسوبه کړې. صوفي میزاجه نقاد شیخ سر هندي به ویل چې د الله تعالی جمال له نرینه نه په ښځینه وجود کې زیات دی. او ځینو به ویل چې د شاعر معشوقه فزیکي جوړښت نه لري. دوی چې څه ته قایل دي هغه زموږ په تصور کې نشته . دوی بیخي خارق العاده انځورونه کوي. ولسي شاعرانو، شاعري د ښاپېریو سایه وګڼله. چا د قلب لطیفه ژبه بللې ده…

دغو نظریو د جمال دوې نظریې وزيږولې. چې ځینو د ښایست، موضوعي خوا تایدوله .(یانې ښایست په جوړښت کې نه دی، په جوهر کې دی) او ځینو نورو د ښایست معروضي خوا تایدوله.(یانې ښایست په جوهر کې نه، په جوړښت کې دی) دوی د ناظر او منظرې اختلاف هم درلوده. یوې ډلې ویل چې ښایست د ناظر د درک حصه ده. بلې ډلې یې دا نه تایدوله، چې ښایست دې د ناظر په دید کې وي. او ویل به یې چې په منظره کې وي. خو مسلمه پوهانو چې د کوم جمال ستاینه کړې ده هغه تر ډېره په قران او احدیثو ولاړ جمال دی. چې په پښتو او نورو شرقي شاعریو کې یې جوت مثالونه لرو. دوی به ویل څه چې الله تعالی پیدا کړي دي ښکلي دي. یانې کاینات د اسماو صفاتو تظاهر دی. او شاعري یوازې همدا مشاهدات را اخلي.

معاصرې ادبپوهنې شعر یوازې وزن، و نه باله. ویل به یې چې شعر بل شی دی. د ادب معاصرو منتقیدینو په دې وروستیو کې دغه مسله تر څیړنې لاندې ونیوله. دغه شی یې دومره پراخ وګڼلو، چې د وزن له ارزښته یې ځینې شاعران منکر کړل.

ځینو عربو ناقدانو به، ویل چې : د شاعر دنده د هغو اړیکو څرګندول دي، چې د وجود غړي او ظواهر یې سره لري… دوی به ویل چې شاعر باید د ژوند هغه مانا، چې هر څوک پرې پوهیږي او هغه مفهوم چې څو ک نه پرې پوهیږي توپیر ورکړي.

دغې ډلې د شاعرۍ حکمت او جوهر همدا ګڼلو او له معروضیته یې تیښته همدا بلله. مانا دا چې د وجود غړي او ظواهر هم خپلو کې مکالمې لري. خو دغه مکالمې، نه اواز لري او نه مادي جسامت. شاعري د همدغو اړیکو څرګندویه ده. نو ځکه په حکمت تعبیریدای شي.

انسان ددغو شیانو د څرګندولو تمایل زیات لري: د نفسیاتو ازادي، د ذوقې جمال فطري خوښونه، د هغو شیانو پوهیدا چې په نړۍ کې وي، موسیقي اورېدل… دا هغه شیان دي چې د انسان سره په فطري ډول شتون لري. ځینې چې د شاعرۍ نه منکر دي. د هغو په دغو دوو مشهورو نظر یو ښه نقد کیدای شي، چې ویل به یې: شاعري د عقل مزاج، نه مني. هغه اپلاتون به ویل: چې شاعري نقالي ده. نو دغه دوه خبرې چې ځینو ته ډېرې مهمې شوې دي. یوازې د تصادف یوه خاکه ده، چې هیڅ شاعرانه عقل نه لري. ځکه چې په یوه انسان کې د نفسیاتو اظهار، د جمال خوښونه، په شیانو پوهیدا، مترنم اوازونو اورېدو… ته لیوالتیا لري، او شاعري په همدغو توکو نه را ولاړه شوې ده.

معاصرې ادبپوهنې دا خبره هم ماته کړه، چې نثر نه وي، هغه شاعري ده. دغې تیورۍ ډېرې ننګونې رامنځته کړې. ځینو د وزن ارزښت و نه مانه. دوی ویل چې شاعري په داخلي او ذهني جوړښت کې رامنځته کیږي.

بلیک هغه لومړنی شاعر و، چې د یونان او روما د شعر لیکلو په کالبونو یې نیوکې وکړې. او ویې ویل، چې په شاعرۍ کې نور د تقلید پرستۍ لاره نه شو زغملی. عروض یې پریښودل او د ازاد شعر ایجاد یې رامنځته کړو.

په ارد و ادب کې مولانا حالي او محمد حسین ازاد د ازاد شعر د ستایلو لپاره پایڅې را بډ وهلې وې. ازاد خو به په لویو غونډو کې په ښکاره ویل چې زموږ شاعران دې د انګریزي قالبونه اختیار کړي. د هغو په کالبونو کې د مضمون ساه نه تربته کیږي. مګر ځینو ددې تیورۍ د رد لپاره وویل چې شاعري د الفاظو په موازینه سره د طبیعت مطالعه ده. ددې ډلې اوردو ژبی نقاد، معید رشیدي وایي: که چیرې شعري نظم له تخنیکي لوازمو ازاد کړای شي؛ نو بیا د شعریت او ښکلا تمه عبث ده. مستقیماً دې نثري مقاله ولیکي. په نثري اقتباساتو کې شعریت موندل کیږي؛ خو شاعري بیا په اقتباس باندې نه کیږي، ځکه چې شاعري په مسرو کې وي.

دغه بحث لا تر اوسه هم سوړ نه دی. خو ځینو منځلارو نقادانو وویل: ((چې شاعري په اهنګینه ژبه د فکر او تخیل له عاطفي تړونه رغېدلې ده.))(شعرستان)

اصله خبره داده چې شاعري هیڅ تعریف ته محتاجه نه ده. خو که د شعر د تخنیکي مزاج په اړه وي؛ نو بیا زده کول او یادول یې ضرور دي. خو دغه تعریف باید محدود ونه ګڼو. ځکه شاعري محدوده کیدای نه شي.

نو که د شعر په تعریف بیا هم څه ولیکو؛ نو دا به هم کم وي. ځکه چې شاعري د واهمې درک دی. او واهمه تل د نویو څیزونو د جوړولو دنده لري؛ نو موږ د نویو څیزونو نو نه څه خبر یو چې څه ډول دي؟ هغه د استاد ناګار بیت رایاد شو :

لټومه خپله ورکه کله تال کله اواز کې
کله رنګ د ګل دپاڼو کله شي خوره وږمه کې

نو د شاعرۍ تعریف ځکه مشکل دی چې د خوند ذایقه یې یوازې په یوې تیورۍ نه شي ثابېتېدای. نو راځئ د شعر له تعریفه تېر شو او شعر یوازې عاطفي تړون و نه ګڼو، ما نا دا چې عاطفه پکې نه وي، هغه شعر نه دی. نو عاطفه خو یوازې دوې خوا وې لري. استاد ناګار به ویل: (عاطفه جمالي حیثیت هم لري او جلالي حیثیت هم لري) مانا دا چې که ظالم له ظلم وتړو، دا د عاطفې جلالي خوا ده. او که مظلوم له ظالمه وژغورو نو دا د عاطفې جمالي خوا ده. دا درسته ده چې عاطفه د شعر یو اهم توکی دی. ولې دا درسته خبره نه ده چې عا طفه د شعر بنیادي توکی وګڼو.

ځینو لویو کره کتونکو د عاطفې د کلمې سره د (احساس) کلمه هم ملګرې ګړې ده. یانې د عاطفې احساس. مانا دا چې عاطفه هم یو ډول حس دی. او که د احساس په پېژندنه کې که ووایم چې : کوم حواس مو چې د بېروني پدیدو سره وصلوي هغه احساس دی. لکه د ورورولۍ احساس، د مینې احساس، د جګړې احساس… نو بیا خو دا ومنئ چې احساس تل په تاثراتو ولاړ وي. نو بیا خو د اپلاتون اختلاف پر ځای دی چې ویل به یې شاعري نقالي ده.

فکر نه کوم چې عاطفه دې په شعري جوهر کې له تخیله زیاته ونډه ولري. د تخیل تعریف سید طاهر بخاري داسې کړی دی: (تخیل یو غیرې مادي قو ت دی چې وجداني حقایقو ته مادي شکل ورکوي. او خارج ته یې را اوباسي.) مانا دا چې شاعري د همدغو حقایقو ترجمانه ده. ځکه چې شاعري یوازې له تخیله بل څه نه شو ګڼلی. موږ خو پورته هم پوره وضاحت وکړو. نو که بیا یې ووایو بیا به مو هم هغه خبره وي چې شاعري د افاقي حقیقتونو، ترجمانه ده. نو که تعریف یې په تخنیکي لحاظ کیږي، نو باید ووایو چې هر هغه اهنګینه وینا چې تخیل په غیږ کې را واخلي شعر دی.

ځکه چې تخیل د شعر داخلي موسیقي هم جوړوي . مانا افریني هم په کلام کې پیدا کوي. مجرد حقیقتونه هم سازوي،او نور…

داخلي موسیقي د کلمو په ترکیبونو او په اړیکو باندې رامنځته کیږي، دغه اړیکې که په اضداد ولاړې وي او که په تناسباتو، کوم توپير نه لري؛ خو چې شاعرانه منطق ولري. دغه
دکلمو معنوي تړون د شعر داخلي موسیقي پیاوړې کوي. تاسې دغه بیت وګورئ:

هسې ګرم بازار بل په جهان نشته
لکه ګرم دی بازار د درویشانو

تخیل یوازې لفاظي هم نه وي، بلکې مانا افریني هم سازوي. تاسې پورته بیت وګورئ، چې د لومړۍ مسرې بازار نه یې مراد همدا لیدونکي یانې مادي بازار دي. مګر د درویشانو بازار بیا د مادي ګټې وټې بازار نه دی. ولې د دواوړ بازارونو تر منځ د شور تړاو شته. اوس که د درویشانو بازار شور لري او که نه یې لري؛ مګر د بازار کلمې را باندې منلی دی. همدلته د کلمو داخلي موسیقیت مانا افریني را زیږه ولې ده. نو موږ ددې مانا نه څه خبر و چې درویشان په خلوت کې هم په معنوي بازارونو کې د ګټې وټې لپاره سودا کوي. نو موږ خو الله تعالی د همدې تجارت لپاره دنیا ته را لیږل شوې یو. افسوس دا دی چې نن د درویشانو بازارو خو هسې هم نشته، خو یره مې دا ده چې مادي بارازونه له ډېره رشکه و نه چوي. دومره حرس غربي تړاو را کړی دي چې خپل فطري شور مو هیڅ پکې نه او ریدل کیږي. مړ ه! بس داسې قخطي رهبر هیواد کې اوسو . تاسې د شیدا دا دوه بیتونه هم وګورئ چې په تخیل یې مانا افریني را وستې ده:

ماکاته ستا بلند قد ته ګلبدنه
د دستار پر ځای مې سر پرېوت له تنه
د تجهیز فکر به څوک دوا سوخته کا
شعله نه لري صورت پس له مردنه
(شیدا)

او تخیل په شاعرۍ کې یو داسې توکی دی چې هر ډول مضمون ته یې ور وا غوندې ښایسته کوي یې، شعر ترې جوړوي. هغه ایراني لیکوال رضا براهني د شعر د ذهني جوړښت یو توکی تخیل هم ګڼلی و. مګر خبره دا درسته ده چې د شعر ټول داخلي جوړښت په تخیل کې دی. تاسې د تخیل دغه مجرد حقیقت هم وګورئ:

داسمان په شان یې تیز د فتنو تیغ کړي
صبح وشام ګرځي ښکاره په سرو منګلو

په لویې شاعرۍ کې به داسې پېښې وګورئ چې عیني مشاهده به یې ګرانه وي. د فتنو تیغ به عامه مشاهده پیدا نه کړي. ولې یو داسې ګوزار هم لري چې هر چاته عام دی. خو کله چې دغه عامه محسوسونه ترې و اخیستل شې، نو په یو مجرد حقیقت باندې وا وړي . ځکه سرې منګلې د فتنو د سازولو سبب را وړل شوې دي. خو سرې منګلې په شعوري توګه فتنه نه سازوي. بلکې دغه ګرځیدایې فطري یا طبیعي وي؛ خو شاعر یې فطري نه ګڼي. بلکې دغه ګرځيدل یې د فتنو سازول ګڼي. نو همدا یو مجرد حقیقت دی. هغه لنډۍ څه ده چې: ته مې مین کړې زه کراره کیناستمه. تاسې د پښتو ددغې لنډۍ د تناسباتو تخیل هم وګورئ، چې یو مجرده مانا پیدا کوي:

په زړه به غټه تیږه کیږدم
یا به پړق وچوي یا به صبر شي مینه

مانا دا چې په کومې اهنګینې وینا کې چې تخیل وي، هغه به شعر وي. هره عاطفي او فکري وینا شعر نه شو ګڼلی. تر ډېره بریده موږ چې شاعري مطالعه کوو، متخیله وینا به عاطفه هم لري او تفکر به هم لري. نو بیا ولې شاعري په یو حس پسې وتړو؟ راځئ چې د شعر اصليه خوا را څرګنده کړو. شاعري بغیر له تخیله څه مانا لري؟ نو بیا ولې په عادي خبرو کتابونه ډکوو. موږ خو څه چارواکي نه یو چې یوازې د ژوند تېرول چوکۍ او پیسې وګڼو. او شاعري دې یوازې یو څو ملا ماتي نغمې وګڼو. په شاعرۍ کې چې کوم د بصیرت علم دی، مثال یې پیدا کیدای نه شي. د یوه شاعر د سلام تهذیب ما، نه په ډاکترانو، نه په چارواکو، نه په ساینس پوهانو او نه په انجینرانو … کې لیدلی دی.

بلکې دغه تهذیب د یوه چارواکي د ټول تهذیب نه لوړ دی. ښه چې یو چارواکی د برتانیې غلام وي، نو دده سره د ځان د ازادۍ خیال نه شته، د ولس د ازادۍ خیال به څه وړ پیدا کړي؟ نو معلومه خبره ده چې، نه شعر محدودیدای شي او نه شاعر. دا خدای(ج) ازاد پیدا کړي دي. هسې خبره رانه طنز ته لاړه.بښنه غواړم.

که خبره را لنډه کړو شاعري بغیر له تخیله موزن کلام دی. په موزونو کلامونو کې ‌ډېرې ښې موضوع ګانې هم لیکل شوي دي. هغه هم یو خوند لري، خو تر کومه چې شاعري ده هغه به د تخیل نه خالي نه وي. که داسې ووایو چې وزن، عاطفه، فکر د شعریت معیارونه دي. خو د شعریت لویه غوښتنه په تخیل ولاړه ده . مانا دا چې تخیل د نورو اجزاو په نسبت د کل حیثیت لري. نو که دغه کلیت یوازې عاطفې ته مختس کړو؛ نو بیا خو عاطفه په یوه عمل کې هم کیدای شي،ګوندې دا عمل دې به هم شعر وي؟ خو زه فکر نه کوم چې شاعرانه تخیل دې په عمل کې راشي. یوازې ژبه ده چې تخیلي انځورونه کاږي.

موږ په شاعرانه تخیل بحث کوو. ممکن یو مصور ته تخیل په خپله منظره کې وي. دوی چې کله خپل تاثرات ورسره ګډ کړي، دا د دوي لپاره تخیل دی. او وي به. ځکه هر هنر یو بیل محیط او جوهر لري. نو موږ یوازې په شاعرانه تخیل خبره کوو . چې تر ډېره په تورو کې را ښکاره شوی دی. نو د شاعرۍ تخیل د نورو هنرونو نه ځانګړی دی. تاسې د حمزه بابا دا بیت وګورئ:

عقله ارمان درپسې هم کومه
مینه خوهم له وسوسو ډکه ده
(حمزه بابا)

د عقل اصلي مانا یې مراد نه ده. یانې هغه وخت چې پکې مین شوي نه یو. په شاعرۍ کې عقل تل له توکل نه خالي وي. او یو بله توجې یې هم کیدای شي چې دا تل د مادي اوښیارۍ سره هم مناسبات لري. دا ټوله خوا په عقل پورې تړل شوې ده. عقل د مینې سره په متضاد ډول راغلی دی. او مینه یو جنون هم ګڼل شوې ده. کلاسیکو فلیسوفانو مینه کشفي جنون بللې ده. د عقل یوه مانا پوهیدا هم ده، نو په دې وجه د انسان هغه حالت چې پکې مین شوی نه وي عقل پسې یې تړي. یانې د اوښیارتیا وخت دی. نو مینې ته یو مادي حیثیت ورکول د تورو کمال دی. ځکه کله چې د ډکه کلمه ورسره راغلې ده؛ نو ددې حقیقت راته په ډاګه شوی دی چې مینه له وسوسو ډکه وي. همدا ځای دی چې وسوسه مظروفه شوې ده، نو کله چې دوه داسې شیان سره یو ځای شي او یو درییم بدیهي تصویر را څرګند کړي نو دا به یو شاعرانه اجتهاد هم وي، مجرد حقیقت به هم وي، بداعت به هم وي. نو کله چې یو تخیل په شعر کې دومره لوی- لوی هنرونه را څرګندوي؛ نو ولې بیا ووایو چې شعر عاطفي تړون دی. اصله خبره دا ده چې شعر مخیل کلام دی.

اوس په دې بیت کې د کلمو ترمنځ اړیکې، طباق، غیرعادي بیان رامنځته کونه د تخیل کمال دی. یو شی چې مینې ته مادي جوړښت ورکولی شي، هغه به تخیل وي. نو اوس دې هر هنرمند، که هغه انځورګر وي او که تابلو جوړونکی؛ نو د مینې دغه انځور به راته تر سیم کړي. نه، کله یې ګولای شي؛ ځکه تخیل د عامې مشاهدې ولا نه دی. ځکه مینې ته به څوک جسم ورکړي. دا د شاعر کمال دی چې وسوسې هم در باندې ګوري. نو اوس دغه بیان عاطفه هم لري. دا د ارایه کولو انداز یې یو عاطفي خوا را نیسي. مانا دا چې داسې به ډېر کمه شاعري پیدا کړو چې تخیل دې ولري او عاطفه دې و نه لري. داسې ډېر کیږي چې عاطفه دې ولري، خو تخیل به نه وي پکې. مانا دا چې عاطفه به په عمل کې هم راشي، خو تخیل چیرې په عمل کې را تللی نه شي. نو موږ خو مخکې هم ښکاره ګړه چې عاطفه جمالي حیثیت هم لري او جلالي هم. مانا دا چې عاطفه په هره بڼه واقع کیدای شي. لکه په پورته بیت کې چې د ارمان په ډول راغلې ده.

خوشال بابا د شعر اصلي مزاج پېژانده، په د ستار نامه کې یې چې د شعر کوم توکي ښودلي دي تر ډېره د تخیل د جوړښت ذریعې دي. او په د ستارنامه کې خان بابا د شعر د هنر په اړه وایي:
الف:ساحرانه اغیز
ب: د کلام ارایش
ج: دمضمون نزاکت
د: وزن ته توجو…

یانې خوشال بابا چې د کوم شعر خبره کوي. هغه د تخیل اجزا دي. موږ خو پورته، ورته په مثالونو کې هم اشاره وکړه چې بیا تکرار به یې هسې د مقالې اوږدول وي. او په پای کې بیا وایم چې مخیله اهنګینه ژبه شعر دی.

پای

اخځلیکونه:
۱ـ تنقید او ادبي مفردات، بخاري، سید طاهر، موسی اینډ برادرز پرنټرز، پېښور،۲۰۱۶ م کال.

۲- شعرستان، درمل، ډاکټر احسان الله، سروش کتابپلورنځی، مینه یار مارکیټ، کابل.۱۳۹۵ ل کال.

۳ـ دبیان علم، (ادبي فنون) ناګار، پوهنوال فضل ولي، ختیځ خپروندویه ټولنه، ننګرهار،۱۳۹۵ هـ ل کال.

۴ـ نوی عربي شعر، پسرلی، اجمل، مومند خپروندویه ټولنه، جلال اباد۲۰۱۲.

۵ـ طلا درمس (درشعروشاعري)رضا براهنی، کاویان چاپخانه ، تهران، چاپ دوم ،۱۳۴۷.

۶- استعاره، تخیل او تخلیق، پښتو ژباړن: عبدالجمیل ممتاز، لیکوال: معید رشیدي، www.ketabton.com.

۷- نقد ادبي، جلد اول و دوم، تالیف زرین کوب، دکترعبدالحسین، موسسه انتشارات امیر کبیر،۱۳۸۹ ل.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.