
د هیواد په سویل کې د ایساف يو عسکر وژل شوی
نن ټکی اسیا: د ايساف له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې د افغانستان په جنوب کې يې يوه سرتېرې په غير نظامي پيښه کې وژل شوې ده . ایساف د خپلې تګلارې په پام کې نیولو سره د پېښې کره ځاى او د سرتېرې هويت نه دى په ډاګه کړی
دوه ورځې مخکې هم د هېواد په ختيځ کې د ايساف يو عسکر وژل شوى و . د ایساف له قوله د راون کال له پيله تر ننه يې د طالبانو سره په وسلوالو نښتو کې اووه عسکر وژل شوي دي