د کندهار په پيښه کې ټپي شوی د اماراتو سفیر مړ شو

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، سلواغه ۲۷، ۱۳۹۵ل): د متحده عرب اماراتو سفیر چې د کندهار ولایت په مقام کې دننه د چاودنې له امله ټپي شوی وو، نن ورځ مړ شو. د متحده عرب اماراتو حکومت د نوموړی مړینه رسما تایید کړې.

د دې هیواد رسنیو خبر ورکړی چې د ولسمشرۍ د چارو وزارت د «جمعه محمد عبدالله الکعبي» په مړینه خواشیني ښودلې او هغه یې «ملي شهید» بللی. یاد وزارت ویلي دي چې نوموړی د هغه ټپونو له امله ومړ چې د کندهار ولایت په مقام کې دننه د چاودني له امله ورته رسېدلي وو.

د یاد وزارت په خبرپاڼه کې د نوموړي د مړیني دقیقه نیټه نه ده ښودل شوې خو ځینو اماراتي رسنیو ویلي چې جمعه الکعبي نن د چهارشنبې په ورځ په ابوظبي کې مړ شو.

د کندهار ولایت په مقام کې دننه د تیرې میاشتي جنوري پر ۱۰مه د یوې چاودنې له امله د متحده عرب اماراتو د سفیر په ګډون د کندهار والي همایون عزیزي هم ټپي شوی وو. په دې چاودنه کې د جګپوړو افغانان چارواکو سربېره د متحده عرب اماراتو ۵ ډیپلوماټان او د خیریه موسسو مسؤولین ووژل شول.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.