افغانستان

ذبیح الله مجاهد: ټاکنې نه منو، افغانستان ډېره برخه زموږ ولکه کې ده

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د بي بي سي خبریال جان سيمپسن سره په مرکه کې ويلي چې د افغانستان ډېره برخه د دوی په لاس کې ده او تل په کې ازاد تګ راتګ کوي او له ښارونو وتلو سیمو کې د دوی واک چليږي. مجاهد زیاته کړې چې د ولسمشرۍ ټاکنې او کاندیدان يو هم نه منو؛ ځکه چې ولس ټول په دې پوهيږي چې د اشغال په شتون کې ازادې ټاکنې او رڼۍ پايلې يې نا شونې دي. ذبیح الله مجاهد بي بي سي ته ويلي چې دوی پر ناټو او ایتلافیانو برلاسي دي

او ډېر زر به ټول هيودا له دوی څخه فتحه کړي. په تاريخي لحاظ افغانانو تل بهرني یرغل ته ماتې ورکړې ده. ذبیح الله مجاهد ويلي چې زموږ ټول قوانین د اسلامي شريعت په رڼا کې جوړ شوي دي. مجاهد زیاته کړې چې دوی په افغانستان کې داسې يو حکومت غواړي چې ولسي ملاتړ وسره وي

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x