«د هلمند امنیتي چارواکي خلکو ته د عملیاتو دروغژنې وعدې ورکوي»

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، سلواغه ۲۷، ۱۳۹۵ل): په هلمند ولایت کې د بست خصوصي پوهنتون استاذ او د علمي او څیړنیز مرکز مشر «محمد هاشم نوراني» وايي چې د هلمند ولس د چارواکو لخوا په دروغژنو وعدو غولول کیږي.

نوموړي له طلوع تلویزون سره په خبرو کې ویلي چې هلمندیان د هغو عملیاتو په انتظار دي چې چارواکو یې له میاشتو میاشتو راهیسې ژمنه کړې او تر اوسه یې څرک نه لیدل کیږي.

ښاغلي نوراني په دولتي چارواکو نیوکې وکړې چې خلکو ته د امنیتي وضعیت د ښه کیدو دروغژنې وعدې، چل او فریب ورکوي.

هغه زیاتوي چې د یو ادنی عسکر څخه نیولې تر مرکزي چارواکو پورې هیڅوک د خپل مشر او آمر خبره نه مني او په حکومت کې سخته ګډوډي او بې نظمي روانه ده. نوموړي د خیالي تشکیلاتو ستونزې ته هم اشاره وکړه او قومندانان یې په مالي فساد کې ډوب وبلل.

استاذ نوراني وايي چې په هره قطعه او جزوتام کې یوازې ۲۵٪ افراد عملا شتون او پاتې ټول تشکیلات په خیالي توګه پرمخ ځي. نوموړي زیاته کړه چې داسې ولسوالۍ پیژني چې د کاغذ پرمخ ۹۸۵ تنه تشکیلات لري خو هلته له ۷۵ څخه تر ۸۰ کسانو پورې عملا موجود دي او د پاتې ټولو کسانو اعاشه، معاشات او اکمالات د امنیه قومندان جیب ته ځي.

محمد هاشم نوراني وايي چې د مشر او کشر ترمینځ دغه ګډوډي او خیالي تشکیلات د دې لامل ګرځیدلي چې هلمند یې د سقوط په ګړنګ درولی. هغه زیاتوي چې همدا اوس د لښکرګاه ښار محاصره دی او د طالبانو سپین بیرغونه د ښار په څنډو کې ځړیږي.

نوموړی په موجوده سرتیرو او امکاناتو د لښکرګاه د محاصرې ماتول «له امکانه لرې» ګڼي او په باور یې لښکرښاه ښار په داسې شکل کلابند دی چې ډیرو قوي تجهیزاتو او هوايي ملاتړ او زیات شمیر سرتیرو ته اړتیا لري ترڅو له اوسنۍ کلابندۍ راووځي.

ښاغلی نوراني په داسې حال کې په حکومتي چارواکو بې باوري څرګندوي او وعدې يې «دروغژنې» بولي چې تېره ورځ د هلمند جګړې اوپراتیفي مشر عبدالجبار قهرمان یو ځل بیا ګوتڅنډنه کړې وه چې راتلونکی پسرلی به د خاصو تدابیرو په مټ طالبانو ته ماتې ورکوي.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.