mor aw zoy

د خوږې مور په خاطر

د میرمنو د میاشتني عادت په مهال د هغوی نبض سستې کوي ، د حرارت درجه یې ټيټيږې ، پیشار یې هم کمیږې ، د ځینې بدنې عوارضو لامله یې کله په تنفس کې هم ستونزې رامنځته کیږې او هضم یې هم بیخونده کیږې ، په بدن کې یې سستې راځيسرخوږی او د اعصابو کمزوري ورته پیدا کیږې ، 

ځکه شریعت د دې عادت په مهال د اسلام له پنځو بناو څخه درۍ ورته معاف کړې دي یعني لمونځ ، روژه او حج . نو شریعت له میرمنو نه د میاشتنې عادت په مهال %75 احکام ساقط کړې دي او ښاغلی نارینه باید سوچ وکړې چې دی په دې وخت کې دخپلې میرمنې څومره رعایت کوي ؟! 

له میاشتني عادت پرته میرمنې د ولادت ، ماشوم ته دتی ورکولو او دماشوم دروزنې څومره سختی او مشکلات په خپل نازک وجود سره په وږو بار کړې دي ، یوځای مې د میرمنو په اړه طبي معلومات لوستل لیکلې یې و چې د ولادت اوماشوم زیږونې درد د هډوکې له ماتیدلو نه پنځلس وارې زیات او سخت وي !! د میرمنو په دې ټولو حالاتو کې هغه ډیر ځله د مرګ کومې ته لویږې او بیرته یې لوی څښتن ژغورې .

 متاسفانه دمیرمنو د ژوند له دې سختوپړاوونو راوتلی نارینه او په تیره بیا پښتون نارینه ښځو ته په ډیر ټیټ مقام قایل ده . ما له ډیرو پښتنو اوریدلې دي چې د خبرو په مهال وایې : ښځه خطا بوټی ده ، دښځې ستاینه دنارینه و په منځ کې سپک کار ده ، دښځې زیات مې نده لیدلی او … 

 تاسو ولیدل چې اسلامي شریعت د هغې دمختلفو حالاتو څومره رعایت او لحاظ کړی ده ، تی ورکوونکې میرمن یا حامله میرمن که تکلیف ولرې روژه خوړلی شي او داسې ډیر ځانکړې حالات شته چې شریعت د ښځو ځانګړی لحاظ کړی ده ، او یا په بل عبارت الله جل جلاله د ښځو ټول ځانګړې حالات مراعت کړې دي او دهغوی دصحت او سهولت مکمل رعایت یې کړی ده . موږ نارینه باید اقلا دشریعت په رڼا کې دښځو هغه رعایت وکړو چې شریعت پرې مکلف کړې یو . 

 متاسفانه نه زموږ دینپوهانو د میرمنو په اړه عامو خلکو ته لازم او ضروري معلومات ورکړې دي اونه خلکو په دې اړه علماء پوښتلې دي . موږ ټول به په اخرت کې دخپلو میرمنو په اړه پوښتل کیږو ، او د سترڅښتن په عدالت کې به ځوابونه رانه غوښتل کیږې . 

 لطفا څوک چې زموږ دا کرښې ولولې هغه دي دا معلومات په خپل کاونډ کې له ناخبرو خلکو سره شریک کړې اود شریعت په رڼا کې دي له میرمنو سره د پام کولو موضوع ورته بیان کړي او داراز دخپلو خوندو او خوږو مندو په خاطر په نیټ کې هم دا لیکنه ترخپله وسه ډیرو خلکو ته ورسوئ .

په مننه او درنښت . 

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د