د برمودا مثلث او د نورو سیارو د موجوداتو حقیقت

ژباړه: انور افغان

د برمودا مثلث، هغه جنجالي او پېچلې موضوع چي له اوږدو مودو راهیسې یې د ساینس پوهانو، توطیه جوړونکو، پوځي کارپوهانو او حتی د دیني څېړونکو پام خان ته اړولی، د برمودا مثلث، شیطاني بحر (Devil Sea) او ګردۍ الوتکې ( beam ship ) درې تړلې موضوعات دي او داسي ښکاري چي د اوسنۍ نړۍ له نظم سره مستقیمه اړیکه لري.
د هیڅ ورکړل شوې پېښې پرته د سترو پوځي او تجارتي بېړیو غایب ( ورکېدل )، کله د مسافرو ورکېدل او بېړیو رسېدل او کله هم د بېړیو ورکېدل او مسافرو رسېدل، په هوا کې د الوت په وخت د الوتکو غیابت او کله هم بیا څه موده وروسته له مسافرو پرته د همدغو الوتکو را ښکارېدل هغه پېښې دي چي په برمودا او شیطاني بحر کې رامنځته شوې، د دغه ځایونو په اړه تر اوسه د هیڅ یوه څېړونکې څېړنې قانع کوونکی ځواب نه لري.

شیطاني بحر چي د ښامار په مثلث (Dragon Triangle) هم مشهور دی، په بحر الکاهل او د جاپان ساحلي ښار یوکوهومای، د ګوام فیلیپینې وچه او د جاپان د ماریانا وچو په منځ کې موقعیت لري، د دویمې نړیوالې جګړې موده وه چي په همدې سیمه کې جاپان ۵ الوتکې وړونکې بېړۍ، ۱۰ جنګي بېړۍ، ۳۴۰ تیز تلونکې الوتکې او بېړۍ او ۴۰۰ انتحاري الوتکې له لاسه ورکړې، هغه وخت جګړه وه نو ځکه شاید فکر وشي چي دا ټولې بېړۍ او الوتکې د دښمن له لورې له منځه وړل شوې خو تاریخي لاسوندونه ( اسناد ) دا ښیې چي د دغې پېښې د رامنځته کېدو په وخت کې په دغه سیمه کې انګریزي او امریکایي سرتېرو شتون نه درلود، مولانا عمر عاصم لیکي: د شک وړ خبره ده چي ټول تجهیزات او وسایط دي د دښمن له لورې غرق شوې وي، ځکه سرتېرې د جاپان په اوبو کې وه او د پېښې د را منځته کېدو په وخت انګریزي او امریکایي سرتېرو هلته شتون نه درلود(1). چارلز برلیتز (Charles Berlitz) مشهور څېړونکی او د ( برمودا مثلث: زموږ د وخت ستر او نا حل شوي راز ) کتاب لیکوال وایي: په برمودا او شیطاني بحر کې مبهم غیابت تصادفي نشي کېدای، ځکه دواړه سیمې یو ډول دي او یوه ورته ستونزه د دغو پېښو لامل کېږې(2). د تحت البحري موجوداتو مصؤنیت دغه سیمې لا نورې شکمنوي ځکه د بېړیو او الوتکو په اړه ویلای شو چي طوفانونه او طبیعي پېښې د دغو پېښو لامل کېدای شي خو تحت البحري موجودات بیا اکثراً له دغو پېښو خوندي وي.

د برمودا مثلث ۳۰۰ وچې لري او د اقیانوس په سمندر کې واقع دی، کابو ۱۴۰۰۰۰ کیلو متره مربع مساحت لري، د دغه مثلث په یوه زوایه کې د فلوریدا میامي ښار، بله کې د پورتوریکو او بله هغه یې خپله د برمودا جزیره ده، دا مثلث کابو ۳۰۰ وچې لري چي ډېری یې د اوسېدو وړ نه دي، په دغه سیمه کې د زرګونو مبهمو پېښو سربېره یو شمېر پېښو انسانان داسي ډارولې چي هیڅ ډول ځواب یې په اقناع کې مرسته نشي کولای، د ساري په توګه: امریکایي میلیاردر هري کونوور (Herry Conover) په ۱۹۵۸ کال کې دغې سیمې ته په سفر لاړ او د برمودا د مثلث په سیمه کې غایب شو خو حیرانونکې خبره دا وه چي له څه مودې وروسته د هغه کښتۍ د میامي په یوه ساحل کې پیدا شوه چي د هیڅ ډول حملې او سرقت نښه هم لا نه پرې ښکارېده، دغه ډول پېښې او د دې برعکس د تاریخ په اوږدو کې په کراتو کراتو رامنځته شوې چي لا تر اوسه هم دې ته کوم قانع کوونکی ځواب نه دی موندل شوی.

د برمودا او ښامار مثلث په خپلو کې ژورې اړیکې لري، یو شمېر څېړونکې وایي ځیني ورکې شوې بېړۍ او الوتکې له یوې یادې شوې سیمې څخه بلې سیمې ته انتقال شوي.
د دغو سیمو د راز په اړه ځمک پېژندونکې، فیلسفوان، سیاحین، علما او حتی د مسیحیت او یهودیت علما بېلابېل نظرونه لري، خو جالبه دا ده چي سترو هیوادونو په ځانګړې توګه امریکا او انګلیس چي په دغو سیمو کې یې تر ټولو زیات زیان هم لیدلی له دې پرته چي هیڅ څېړنې یې نه دي کړې بلکې تل یې هڅه کړې چي د دې مسئلې په اړه یا خبرې ونکړې او یا یې هم داسي معرفي کړې چي دا مسئله نه حل کېدونکې ده، لري کوشي (Larry Kusche) یو مشهور څېړونکی په خپل نوم وتې کتاب ( د برمودا مثلث راز حل شو ) لیکې: اصلً دا پېښې دومره هم نه دي پېچلې خو رسنۍ او احساساتي خلک دا پېښې لا پېچلې ښکاره کوي(3).

د برمودا مثلث په اړه یو شمېر مشهورې ادعاوي په لاندي ډول دي:

د پخواني نصرانیت خوښونکې عالمان په دې عقیده دي چي دغه سیمه د دوزخ دروازه ده.
یو شمېر نور بیا د اوبو ډېر ژوروالی د دې پېښو لامل بولې.
یوه بله ډله په دې باور ده چي د دې سیمې د اوبو په منځ کې ډېر شدید طوفانونه رامنځ ته کېږې چي د دا ډول پېښو لامل کېږي.
ځينې بیا د اوبو لاندې د زلزلو کېدل د دې پېښو دلیل بولې.
د امریکا بحري پوځ او یو شمېر څېړونکې په دې باور دي چي دغه سیمې الکترومقناطیسي موجونه لري چي وړتیا یې د بېړیو تر وړتیا په زرګونو چنده ډېره ده، نو له همدې کبله قبله نما (compass) هم په دغه سیمه کې کار پرېږدي.
ساینسپوهان بیا دغه مسئله په بشپړه توګه ساینسي بولې، ډېری ساینسپوهان د غیب کېدو لامل غولونکې بحري امواج، اوبه او نا مناسبه هوا، انساني غلطیانې او تخنیکې ستونزې بولې، په دغه مکان کې قبله نما د شمال مقناطسي قطب په ځای شمال جغرافیایي قطب ته اشاره کوي چي په لار موندلو کې ستونزه پیدا کېږې او د پېښې د رامنځته کېدو لامل کېږي، اډ سنیډیکر (Ed Snedeker) لیکې: د مثلث برسېره اتموسفیر نا معلوم تونلونه لري چي بېړۍ، الوتکې او خلک را کشوي او غرقوي یې(4).

ډاکټر بن کلنیل (Ben Clennel) په دې باور دی چي د دې سیمې په لاندینیو رسوباتو کې د میتان شتون د اوبو کثافت کم کړی چي د بېړیو د غرقېدو او د سوځونکې ګازاتو شتون د الوتکو د سوځېدو لامل کېږي(5)
خو هیڅ یوه نظریه هم دغو مبهمو سوالونو ته قانع کوونکې ځوابونه نلري، د ساري په توګه: که چېرته د اوبو ژوروالی د دغو پېښو لامل کېږې، نو د اوسنۍ ټکنالوژۍ په مټ کولای شو د اوبو تر ټولو ژورې برخې ته لاس رسی پیدا کړو او د ډوبو شویو بېړیو او الوتکو پاتې شوې ټوټې پیدا کړو، که چېرته طوفانونه لامل کېږې بیا نو ولي دا ډول اکثره پېښې هغه وخت رامنځته کېږې چي د اوبو او هوا حالت په بشپړ ډول نورمال وي؟ او بالاخره ساینسي نظریه څېړونکی ګیان قواسر (Gian Quasar) داسي ردوي: د دغې مبهمې سیمې د رد په اړه منطقي هڅې او په ساینسي چوکاټ کې یې دننه کول بلکل ناکامه دي، ځکه د قبله نماوو بدلون غلط وي او دا بدلون په دې سیمې پورې نه دی محدود او همدارنګه د میتان ګاز شتون هم غلط دی ځکه په دغه سیمه کې ستر ګازي ذخایر نشته دي(6).

د ورکړل شویو نظریاتو د عدم کفایت سربېره هغه څه چي ښکاره دي په دغه سیمه کې د یوې قوي او سترې قوې شتون دی چي د دې پېښو لامل کېږې، داسي ښکاري چي دا قوه د یوه شخص یا اشخاصو په کنټرول کې دی ځکه ډېری بېړۍ او الوتکې چي د مسافرینو په له لاسه ورکول سواحلو ته رسېدلې، له دې پرته چي څه شیان په کې هاخوا دېخوا شي په طبیعي ډول سالمې رسېدلې، او ډېری هغه مسافرین چې له بېړیو پرته روغ رسېدلې د پېښې په اړه یې په ذهن کې څه نه ورګرځې.

دغه اوسنۍ ټکنالوژي کلونه وړاندې هم شته وه، شوني ده یو څوک له ډېرو پرمختللیو ټکنالوژیو چي حتی تصور یې شاید یوازې په هالیوډي فیلمونو کې وشي انکار وکړې، د دغو ټکنالوژیو له ډلې یو هم ګردۍ الوتکې ( beam ship ) دي، چي نړیوالو ته دغه الوتکې د پردۍ سیارې د موجوداتو د انتقال د وسایلو په توګه ور پېژندل شوي، د امریکا استخبابراتي ادارې د ۲۰۱۵م کال په وروستیو کې اعتراف وکړ چي تر نیمایي ډېر د بیم شیپ هغه الوتنې چي د شلیمې پېړۍ په ۵ او ۶ لسیزه کې یې رسنۍ مصروفه کړې وې، د دغه سازمان جاسوسي الوتکې وې(7) د دغه سازمان نوې غیري محرم شوې لاسوندونه په داسي حال کې د دغو ناپېژاندو الوتکو موجودیت مني او وایي چي دغه ګردۍ الوتکې ( beam ship ) د امریکا ملي امنیت له هیڅ ډول خطر سره نه مواجه کوي ځکه له ځمکې پرته په نورو سیارو کې د الوت وړتیا نلري(8).

د غور وړ خبره دا ده چي ګردۍ الوتکې ( beam ship ) تر بل هر ځای ډېر ځله د برمودا او ښامار مثلث کې لیدل شوې او حتی شواهد شته دي چي خلکو په دغه سیمو کې ( beam ship ) په اوبو کې د ننوتلو په وخت کې هم لیدلې، یو شمېر څېړونکو د امریکا په پوځي اډو کې د دغو الوتکو د ناستې یادونه کړې او د امریکایي پوځیانو د اقرار سره سم یې ویلي چي حتی د امریکې ولسمشرانو د دغو الوتکو له سپرلیو ( چي څېړونکې هغوۍ د بلې سیارې موجودات بولې او موږ فکر کوه چي هغوۍ بشري مامورین دي خو په پټو اډو کې د مبهم قدرت لپاره کار کوي ) سره لیدنې تر سره کړې(9).

پورتنیو شواهدو او د نړۍ دوو زبرځواکو هیوادونو چوپتیا ته په کتو ویلای شو چي د برمودا مثلث د یوه مبهم قدرت پټنځای دی چي د نړۍ د اوسني نظم تر شا په لویه کچه لاس لري، دا نظم د دجال نړیوال نظم بللای شو چي دجال او مننونکې یې له همدغه ځایه په دجالي حکومتونو حکومت کوي، د برمودا او ګردۍ الوتکو اړیکه، د ګردۍ الوتکو او په امریکا کې د تر ټولو پټې نړیوالې پوځې څېړنیزې اډې (Area 51) اړیکې د انکار وړ خبره نشي کېدای، د پردیو سیارو موجودات او نور له اغوا او د نړیوالو له غولونې بل څه نه شي کېدای.
او الله (ج) ښه پوهېږې!
سرچینې:
مولانا عمر عاصم؛ برمودا تکون اوردجال؛ صفحه 30
احمد حسن الفریوني؛ ژباړه: محمد زین العابدین؛ دجال هتهکندی اور تیسری جنگ عظیم؛ صفحۀ 215
Larry Kusche; The Bermuda Triangle Mystery Solved
احمد حسن الفریوني؛ ژباړه: محمد زین العابدین؛ دجال هتهکندی اور تیسری جنگ عظیم؛ صفحۀ 207
مولانا عمر عاصم؛ برمودا تکون اوردجال؛ صفحه 50
Prabhath P; Bermuda Triangle: Energy Field or Time Warp?; (Life Positive)
Gregory W. Pedlow and Donald E. Welzenbach; The CIA and the U-2 program, 1954-1974; CIA (1998); pp 72-76
CIA releases thousands of top secret UFO files – and reveals chilling ‘alien’ sightings; 26th January 2016 (Daily Star) and REVEALED: Millions of bombshell CIA UFO files come out TODAY; 18th January 2017 (Daily Star)
Brad Steiger, Sherry Hansen Steiger; Real Aliens, Space Beings, and Creatures from Other Worlds; pp 25-218

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.