عربو ته ولي ” عرب ” وايي ؟

عبدالمالک همت
له مکې مکرمې څخه

عربو ته ولي ” عرب ” وايي ؟ دې پوښتني ته ډول ډول جوابونه وركړه سوي دي.

” عرب” له اعراب څخه مشتق ( اخيستل سوى ) دى، چي معنايې ژبوري او د زړه د خبري څرګندونه ده. څنګه چي د عربو قوم ډېر ژبور او غړاندى وو، ځكه يې نو خپل نوم عرب كښېښووى او نورو ته يي ( عجم ) يعني ګونګي وويل:

د انسابو پوهان وايي: د دې ملك لومړى اوسېدونكى يعرب بن قحطان وو چي د يمن د عربو لومړى پلار دى، ځكه يي نو د دې ملك اوسېدونكو او دې ملك ته عرب وويل. خو دا بېخي د قياس او تاريخي معلوماتو مخالفه خبره برېښي.

د مځكپوهني ( جغرافيې ) پوهان وايي: د عربو د ملك لومړى نوم ” عربا ” وو چي وروسته ” عرب ” سو. بيا د دغه ملك اوسېدونكي هم عرب وبلل سول، چي دا درسته خبره برېښي او تر اسلام وروسته هم دغه نوم پا ته سوى دى.

بل سوال دا دى چي دې ملك ته ولي عربا ويل سوى دى ؟ اصل دا دى چي په ټولو سامي ژبو كي ” عربا ” د بېديا مفهوم رسوي. په عبراني كي “عربا ” بيابان او ډګر ته وايي او پخپله عربي ژبه كي د دې لرغوني مفهوم پاتي شوني سته، لكه چي د عرابا معنا بدويت دى او د باديې او صحرا عربو ته تر اوسه هم دغه نوم كارول كيږي.

څنګه چي د عربو ملك زياتره يو بې اوبو او وچ بيابان دى، په تېره هغه برخه چي له حجاز څخه د عربو ترباديې، شام او سينا پوري غځېدلې ده، ځكه نو د دې ملك نوم ” عربا ” ايښوول
سوى او بيا د مهالونو په تېرېدو سره د دغه ملك اوسېدونكو ته عرب ويل سوي دي. په قران كريم كي د عربو ملك ته د عرب نوم نه دى كارول سوى. د حضرت اسماعيل عليه السلام د اوسېدني په يادونه كي دغه ملك ته

” وادي غير ذي زرع ” يعني بې كښته ناوه ويل سوې چي دا كټ مټ د عرب ژباړه ده. په تورات كي يې هم د اسماعيل عليه السلام د اوسېدو ځاى ” مدبار ” بللى دى چي معنا يې ناودانه بېديا ده، اوكټ مټ د عرب ژباړه او د ” وادي غير ذي زرع ” مترادف لفظ دى.

د عرب لفظ ترټولو د مخه د عيسى عليه السلام تر زېږېدو ( ميلاد ) زركاله پخوا د حضرت سليمان عليه السلام په وختو كي اورېدل سوىدى او بيا په عامه توګه په عبراني، يوناني او رومي تاريخونوكي ياد سوى دى. امل اسين په “مكه مكرمه، مدينه منوره” نومي كتاب كي ليكي:” د [ عرب ] لفظ چي ښايي “د بېديا مېشتي” معنا ولري لومړى په دوهم اشوري شَلَمَنصر ډبرليك كي راغلى دى، چي تر ميلاد دمخه 845 نېټه لري، او تر هغه وروسته په پخوانيو ليكوالو كي د دې كلمې كارول دود سول.

د عربو اصل او نسب
د اقوامو د تاريخ ليكونكو په اند عرب د سامي ټبر يوه څانګه ده او دا ټبر د حضرت نوح عليه السلام د يوه زوى ” سام ” اولاده ده. موْرخينو عرب د نسلي پلوه درې ډلي ښوولي دي:

1. عرب بائده: يعني هغه لرغوني عرب تپۍ چي ګردسره له منځه تللي او د هغو په هكله ضروري تفصيلات هم په لاس نه سي راتلاى ، لكه عاد، ثمود، طسم، جديس، عُمالقه او نور.

2. عرب عاربه يا قحطاني عرب : دا د يمن اوسېدونكي دي چي د يعرب بن قحطان له اولادې څخه دي، كوم چي په تورات كي يې د يارح بن قحطان اولاد بولي.

3. عرب مستعربه يا عدناني عرب: دا د حجاز، نجد او د هغو د شاو خوا سيمو عرب دي چي د عدنان نومي له نسله څخه دي او عدنان د حضرت اسماعيل عليه السلام له نسله څخه وو. دغه وګړي په ( 19 ) قبل المسيح پيړۍ كي په حجاز كي مېشت سوي دي. دوى ته ” مستعربه ” ځكه وايي چي د اسماعيل عليه السلام مورنۍ ژبه عربي نه وه. ده عربي له جرهمو څخه زده كړه كوم چي يمني قبيله وه. ” مستعربه ” يعني عرب سوى قوم.

د جنوبي جزيرا العرب يعني د يمن اوسېدونكي د قحطان اولاد او د شمالي جزيرة العرب يعني د حجاز، نجد، تهامې او نورو اوسېدونكي د عدنان اولاد په خپلو سيمو كي دونه ډېر سول چي بېلي بېلي قبيلې ځني جوړي سوې.

قحطاني عرب تر اسماعيلي عربو ډېرد مخه په تمدن كي وړاندي تللي وه او په تېرومهالونوكي يې ستري ستري واكمنۍ درلودې چي زيا تي مشهوري يې حِمٌيَر ، كهلان اوسبا وې. اسماعيلي عربو هم ترحضرت مسيح عليه السلام د مخه او وروسته ځيني نوم وتي واكمنۍ درلودې چي تر ټولو نامتو يې نبطي حكومت وو.

پای.

یوه تبصره

  1. محمد نعیم سادات

    محترم همت صاحب ، روسان هم جرمنانو ته د (ګونګی ) لفظ کاروی . په روسی ژبه کی جرمن ته (نیمڅ ) ویل کیږی چی په روسی ژبه کی دا کلیمه د ګونګ یا ګونګی معنی ورکوی . همدا ډول عربو هم د عربو څخه ختیځی خواته پرتو قومونو ته د عجم یعنی ګونګ نوم کاروه . او عربو ځانته ویونکی یا (غږیدونکو ) څخه ویل . همدا ډول روسان هم ځانته په روسی ژبه کی (سلاویان) وایی چی مطلب ترینه غږیدونکی دی . دلته مهمه پوښتنه داده چی له ګونګی څخه مطلب څه دی ؟ که نه دا په اصطلاح ګونګ قومونه خو ژبه لری او غږیږی نو بیا ولی دوی ګونګ نومول شوی . ددی پوښتنی ځواب داسی دی چی ژبی ډوه ډوله دی یو ډول ګونګی یا (دریدلی) ژبی دی او دوهم ډول ویونکی یا (روانی) ژبی دی.

    ګونګی ژبی کومی ژبی دی ؟

    ګونګی ژبی هغه ژبی دی چی د یوی اصطلاح د معنی تر رامنځته کیدو وروسته په یوه اصطلاح د ویونکو تر منځ توافق شوی وی یا نوموړی اصطلاح په خلکو کی عامه شوی او ټول ویونکی نوموړی اصطلاح ته یوه خاصه کلیمه یا د کلیمو ترکیب استعمالوی . یعنی دا ډول ژبی په یوه ټولنه کی د یوه معنی د شکل د راپیدا کیدو څخه ورسته نوموړی شکل ته د یوه لفظ له کارولو را پیدا شوی وی . چی ددی ډول شکل ته د نوم ورکولو یو مثال به زه تاسی ته درکړم . د( ګوګل) کمپنی یوه تجارتی کمپنی ده چی په انترنتی چارو کی خلکو ته خپل خدمات وړاندی کوی او د نړی ډیر زیات خلګ د ( ګوګل سرچ )څخه په انترنت کی خپل د خوښی وړو انترنتی توکو د پیداکولو لپاره ګټه اخلی .نو په همدی تړاوو اوس په انګریزانو کی د (ګوګل) کلیمی داسی استعمال پیدا کړی کله چی کوم انګریز خصوصا ددوی نوی نسل غواړی چی درته ووایی چی ( زه به دا څه په انترنت کی وګورم یا به یی ولټوم ) نو ددی پرځای درته وایی چی ( زه به دا ګوګل کړم ) چی مطلب یی همعغه لټول دی خو اوس ورو ورو د ګوګل کلیمه په انګریزی ژبه کی د لټولو د کلیمی ځای نیسی دا په داسی حال کی چی د ګوګل نوم یا کلیمه د معنی له لحاظه د لټولو د کلیمی سره هیڅ ډول تړاوو نلری .او کله چی په یوه ژبه کی اکثریت دا ډول کلیمی او اصطلاحی موجودی وی یعنی چی نوموړی ژبه اکثره له همدی ډول اصطلاحاتو جوړه وی نو نوموړی ژبی ته موږ ګونګه ژبه ویلی شو . ددی ډول ژبو لیکنه هم په شکلونو سره کیږی . لکه چینایی ، جاپانی ، کوریایی ، هندی او د اسلام څخه پخوا د فارسی ژبی لیکنه او دا ډول نوری ژبی چی لیکنه یی په شکلونو سره کیږی یعنی دا ډول ژبی الفبا نلری بلکی د هری اصطلاح لپاره یو شکل استعمالوی .

    روانی ژبی کومی ژبی دی ؟

    روانی ژبی هغه ژبی دی چی د غږ د شتون او نه شتون له ترکیب او محاسبی څخه راپیدا کیږی . یعنی دا ډول ژبی نړی محاسبه کوی . دا ډول ژبی نړی لومړی په دوو برخو ویشی او بیا هره برخه په دوو برخو ویشی او همدا ډول وړاندی ځی او ځانته د هرڅه کیفیت معلوموی او هر کیفیت ته یو خاص نوم ورکوی . دا چی دا ډول ژبی د شتون او نه شتون له ترکیب څخه جوړیږی نو په همدی خاطر دا ډول ژبی ځانته یو خاص فورمول لری چی ماشوم په ماشومتوب کی دا د شتون او نه شتون فورمول له خپلی مور څخه اخلی او بیا په ټول ژوند کی د نړی د پیژندلو لپاره دا فورمول کاروی .چی نوموړی فورمول ته موږ دیالیکتیک یا د تضاد فورمول هم ویلی شو چی له همدی ځایه په نوموړو ژبو کی د (دیالیکتیک) یا د تضاد تشریح هم سرچینه اخلی . چی نوموړی دیالیکتیک یا تضاد بیا په نوموړو ژبو کی کی د مونث او مذکر په شکلونو کی را ظاهریږی . چی په پښتو ژبه کی هم نوموړی دیالیکتیک د ښځینه او نارینه په شکلونو کی را ظاهریږی . پښتو ژبه لومړی نړی په دوو برخو ویشی چی یوه خواه یی نارینه او بله یی ښځینه وی په همدی خاطر هر نوم په پښتو ژبه کی یا نارینه کیفیت لری او یا هم ښځینه چی ددوی د محاسبی لپاره بیا پښتو ژبه دا کیفیتونه محاسبه کوی . د مثال په ډول (۱) د( یو)ه عدد د شکل له نظره همدا یو دی دوهم یو وجود نلری خو د کیفیت له نظره دوه یوه موجود دی چی یو( ښځینه یو) دی او بل( نارینه یو) دی. چی په پښتو ژبه کی دیته وایی ( یو او یوه) یعنی د ښځینه کیفیت د محاسبی لپاره پښتو ژبه د ( یوه ) کلیمه کاروی او د نارینه کیفیت د محاسبی لپاره پښتو ژبه د ( یو ) کلیمه استعمالوی . د مثال په ډول ( یو هلک ، یوه نجلی ، یو دیوال ، یوه مڼه ، یو انګور یوه مالټه ، یو کور یوه ودانی ، یو موټر ، یوه ګاډی ) دلته هره هغه کلیمه چی په غږ لرونکی توری ختمیږی هغه کلیمه په پښتو ژبه کی مونثه یا ښځینه کیفیت لری او هره هغه کلیمه چی په ساکت یا هغه توری چی غږ پکی قطع کیږی ختمیږی هغه نارینه کیفیت لری . دوهم پښتو ژبه فعل هم په دوو کیفیتونو ویشی یا د فعل هر ډول او ورسره ټول تړلی قوانین هم په ښځینه او نارینه کیفیتونو ویشی لکه ( انجلی راغله ) او (هلک راغی ) یا قید دا ډول بیانوی ( هلک تیز روان دی ) او ( انجلی تیزه روانه ده ) خو په دغو ټولو حالاتو کی فورمول همعغه یو فورمول دی چی هغه د غږ شتون او نه شتون دی . ددی ډول روانو یا دیالیکتیکو ژبو مورنی ژبه عربی ژبه ژبه ده . ټولی اروپایی ژبی په دوو برخو ویشل کیږی چی یوی ډلی ته رومن ژبی ویل کیږی او دوهم ډول یی لاتینی ژبی دی یعنی چی نوموړی ژبی له لاتینی ژبی جوړی شوی دی چی عبارت دی له روسی ، جرمنی ، فرانسوی ، هسپانوی ، ایرلیڼډی او نورو ژبو څخه چی ټولی له لاتینی ژبی جوړی شوی دی .پخپله لاتینه ژبه معلومه نه ده چی له کومه شوی خو دا ژبه پخوا د عیسوی دین رسمی ژبه وه او اوس هم د ټولو اروپایی ژبو معنوی ، فلسفی ، سیاسی اصطلاحات لکه زموږ مسلمانانو چی له عربی ژبی څخه دی ددوی له لاتینی ژبی څخه دی . او د لاتینی ژبی په باره کی دوی وایی چی ګواګی پخوا په یونان کی داسی یو قوم اوسیده چی په نوموړی ژبه غږیدل او اوس له هغه قومه څوګ ندی پاتی یعنی اوس په نړی کی داسی څوګ نشته چی مورنی ژبه یی لاتینه ژبه وی . چی دا هسی خوشی خبری دی داسی معلومیږی چی د عیسویت د دین په را پیدا کیدو سره یا د روم لخواه د عیسویت دین د دولتی دین په منلو سره نوموړی ژبه د عیسوی پاپانو لخوا له عربی ژبی کاپی شوی وی او وروسته په ډیرو عیسوی قومونو کی خپره شوی وی .چی پدی ډول ممکن اوس د اروپا ډیر قومونه د دیالیکتیکو ژبو خاوندان دی .

    دریم یو ډول ژبی په نړی کی شتون لری چی هغه نیمچه دی چی نه مطلقی ګونګی دی او نه هم مطلقی روانی دی هغه لکه انګلیسی او یا هم اوسنی دری ژبه چی په افغانستان کی کارول کیږی او یا هم لکه د اردو نوی جوړه شوی ژبه چی د پاکستان رسمی ژبه ده . د مثال پډول په انګلیسی ژبه کی د کل او خاص یا مفرد او جمع فرق موجود دی لکه په پښتو ژبه کی چی وایی (یو کتاب ) او (سل کتابونه ) یعنی( کتاب او کتابونه) په انګلیسی ژبه کی هم دا څه شتون لری او دوهم په انګلیسی ژبه کی هم د پښتو ژبی په څیر د هغو شیونو چی محاسبه کیږی او هغه څه چی نه محاسبه کیږی لکه اوبه چی نه محاسبه کیږی او مڼی چی محاسبه یا شمیرل کیږی په منځکی فرق موجود ده چی دا فرق بیا په ګونګو ژبو کی وجود نلری خو انګلیسی بیا داسی ژبه نه ده چی دیالکتیک پکی په مکمل ډول وجود ولری یعنی ښځینه او نارینه کیفیت نه سره بیلوی یا دا فورمول په ځان کی نلری . دوهم دری او اردو ژبی دی چی بنیاد یی له ګونګو ژبو اخیستل شوی خو د ویلو طریقه یی د عربی ژبی طریقه ده یعنی نیمچه روانی ژبی دی . لکه په دری ژبه کی چی وایی ( یک کتاب ) یا ( صد کتاب ) لکه په چینایی یا جاپانی ګونګو ژبو کی دلته هم د مفرد او جمع په منځکی فرق نشته یا ښځینه کیفیت یا نارینه کیفیت نه سره بیلوی خو چون د ویلو طریقه یی عربی ده نو په همدی خاطر دا ژبه نیمچه روانه ژبه ده

    دلته به زه تاسی ته چی په څه ډول له ګونګی ژبی څخه روانه ژبه جوړیږی یو مثال وړاندی کړم ، هغه داسی ده چی فارسی ژبه یوه ګونګه ژبه ده او زموږ د هیواد د جنوب غرب سیمی د بعضو سیمو خلګ بعضی فارسی کلیمی استعمالوی مثلا (ونو) ته (درختی ) وایی یا (مڼو) ته (سیبان ) وایی . دلته دوی ونو ته د فارسی ژبی په څیر (درخت) نه وایی بلکی (درختی ) ورته وایی یا مڼو ته لکه په فارسی ژبه کی (سیب) نه وایی بلکی (سیبان) ورته وای دلته دوی په حقیقت کی په نوموړو فارسی کلیمو د پښتو ژبی د دیالیکتیک فورمول عملی کوی یعنی چی کیفیت ورکوی . په فارسی ژبه کی د (درخت) کلیمه کیفیت نلری یعنی په هر حالت کی همعغه (درخت ) دی خو کله چی زه پری د دیالکتیک قانون عملی کړم بیا داسی ویلی شم چی دا (یوه درخته ده ) یا دا (یو درخت دی ) او یا هم د جمعی او مفرد فرق پکښی راوستی شم او ویلی شم چی دا ( سل دانی درختان دی ) او یا هم ویلی شم دا (یوه درخته ده ) او سیبان هم په همدی ډول . یعنی که په همدی ډول موږ مخته لاړ شو نوموږ کولای شو چی ټوله فارسی ژبه لکه پښتو ژبه ډیالیکټیکه کړو یعنی له ګونګی ژبی نوموړی ژبه روانی ژبی ته راواړوو

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.