مجاهد: جوزجان کې د توقیف شوو خلکو موضوع د تشویش وړ نه ده

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، سلواغه ۲۷، ۱۳۹۵ل): طالبانو په جوزجان ولایت کې د ۵۲ توقیف شوو کسانو په اړه سپیناوی کړی او هغه یې یوه عادي قضايي موضوع ګڼلې.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي چې په درزاب ولسوالۍ کې د سیمې خلکو د ځمکې په سر شخړه درلوده او قضیه یې د دوی محکمې ته د فیصلې لپاره وروړل شوې وه.

د هغه په وینا محکمې امر کړی و چې د قضیې تر نهايي فیصلې مخکې څوک په ځمکه کې د تصرف حق نه لري.

خو نوموړی زیاتوي چې یاد کسان د محکمې د پرېکړې خلاف د لانجمنې ځمکې په کرلو پسې راغلي وو او دا وېره لیدل کیده چې ښايي د دواړو ډلو ترمینځ نښته رامینځته شي.

د مجاهد په وینا، د دې لپاره چې د خپلمنځي احتمالي نښتې مخه ونیول شي، طالبانو په موقتي توګه دغه کسان توقیف کړل.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي چې دا موضوع تر دې زیاته نوره د تشویش او اندیښنې وړ نه ده او یاد کسان د ذکر شوي مصلحت له مخې په موقتي ډول توقیف شوي، چې په لنډ وخت کې به بیرته خوشې شي.

نن د جوزجان والي ویاند «محمد رضا غفوري» ادعا کړې وه چې طالبانو په درزاب ولسوالۍ کې تر پنځوسو ډیر «ملکي وګړي یرغمل» کړي. ځینو رسنیو دا هم زیاته کړې وه چې طالبانو دغه کسان له موټرو څخه تر کوزولو وروسته اختطاف کړي دي.

د یادونې وړ ده چې طالبان په خپلو تر واک لاندې سیمو کې قاضیان، محکمې او توقیف خانې لري. د هغه راپور له مخې چې نیویارک ټایمز ورځپاڼې د ۲۰۱۵ کال په فبروري کې خپور کړی، راغلي چې ۷۵٪ افغانان د دولت په قضايي نظام د بډو او رشوت له کبله بې باوره دي او ورځ تر بلې د هغو خلکو شمېر په زياتېدو دی، چې خپلې شخړې او دعوې د طالبانو محکمو ته وروړي او د ښو هيلو تمه ترې لري.

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.