جرمني: تېر کال ۶۱ مسجدونه تر برید لاندې راغلي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، سلواغه ۲۷، ۱۳۹۵ل): د جرمني حکومت وايي چې په تېر ۲۰۱۶م کال کې په دې هیواد کې ۹۱ مسجدونه تر بریدونو لاندې راغلي دي.

د جرمني د کورنیو چارو وزارت په یو راپور کې ویلي چې په «نورت راين وست فاليا» ایالت کې په ۲۱ مسجدونو بریدونه شوي دي. دغه ایالت په جرمني کې ترټولو ګڼ نفوسه ایالت دی او زیات شمېر مسلمان مهاجر په کې میشت دي.

د دغو بریدونو له جملې څخه ۲ یې په پلازمینه برلین کې ترسره شوي.

په راپور کې د بریدونو د نوعیت او دا چې مسجدونو ته څومره زیان رسیدلی، په اړه څه نه دي ویل شوي. خو زیاتوي چې پولیسو په ۱۲ پېښو کې شکمن کسان پیژندلي او تر اوسه یې یو تن نیولی دی.

دا په داسې حال کې ده چې له ۲۰۰۱ څخه تر ۲۰۱۲ کال پورې په ټول جرمني چې پر مسجدونو د بریدونو شمېر ۲۲ بریدونو ته رسېد. په ۲۰۱۴ کال ۶۰ مسجدونه او په ۲۰۱۵ کال ۷۵ مسجدونه تر بریدونو لاندې راغلي وو.

په جرمني کې د اسلامي شورا رئیس «برهان کسیجي» اندیښنه څرګندوي چې په دې هیواد کې په مسجدونو او مسلمانانو د بریدونو کچه لوړه شوې.

نوموړی زیاتوي چې یوازې مساجد نه دي چې تر بریدونو لاندې راځي، بلکې په لارو او کوڅو کې په مسلمانانو باندې هم لفظي او حتی فزیکي بریدونه کیږي.

د یوې احصائيې له مخې په ۲۰۱۵ کال کې په جرمني کې ۷۵۶ مسلمانان د فزیکي بریدونو له کبله ټپیان شوي وو.

برهان کیسجي وايي چې د پولیسو لخوا د پېښې عاملینو په وړاندې هیڅ اقدام نه کیږي، چې په وینا یې، دغې چارې خلکو ته لا جرئت ورکړی چې په ورته جنایاتو لاس پورې کړي.

په المان کې ۴.۳ میلیونه مسلمانان ژوند کوي، چې د دې هیواد د نفوس شاوخوا ۵٪ جوړوي.

تر اوسه د دیني اقلیت د حقوقو نړیوالو مدعیانو په جرمني کې د مسلمانانو د وضعیت په اړه غږ نه دی اوچت کړی.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.