ملا عبدالمنان: له مشرانو سره د مخالفت سوچ مې هم نه دی کړی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، سلواغه ۲۷، ۱۳۹۵ل): په هلمند ولایت کې د طالبانو والي «ملا عبدالمنان اخند» خپل ځان ته منسوب هغه لیک جعلي او تبلیغاتي وباله چې څو ورځې مخکې د نامعلوم جهت له لوري رسنیو ته په واک کې ورکړل شوی و.

نوموړي ته په منسوب لیک کې د طالبانو په مشرتابه د نیوکو په لړ کې ګواښ شوی و چې له امیر څخه به بغاوت وکړي.

ملا عبدالمنان اخند د طالبانو له رسمي ویب پاڼې سره په خپلې تازه غږیزه مرکه کې د یاد لیک حقیقت په ټینګه رد کړی او ويلي یې دي چې تر اوسه یې له مشرانو سره د مخالفت په اړه سوچ قدرې هم نه دی کړی.

په دې غږیزه مرکه کې، چې نن ټکی اسیا یې هم کاپي ترلاسه کړې، نوموړی وايي:

«له طالبانو سره په ۲۲ کلن ژوند کې د یو ادنی کس سره هم زما مشکل نه دی راغلی، پاتې خو لا زما امیران او استاذان چې ما ورسره بیعت کړی».

ملا عبدالمنان اخند ټینګار کوي چې نه یوازې پخپله د طالبانو له مشرتابه سره مخالفت نه لري، بلکې که بل څوک د مخالفت ګام اوچت کړي، لومړی به یې په نرمۍ مخه ونیسي او که نه په زور به یې لارې ته سم کړي.

نوموړی د هلمند د اوپراتیفي مشر عبدالجبار قهرمان په اړه وايي چې د جګړې په ډګر کې يې ماتې خوړلې او له دغو تبلیغاتو پرته بل څه نه دي ورپاتې.

د هلمند طالب والي زیاتوي چې عبدالجبار قهرمان د طالبانو ترمینځ د ستونزو جوړولو لپاره ګڼ کوښښونه او لګښتونه وکړل خو په وینا یې، ټولې دسیسې يې شنډې او خلک یې له مینځه لاړل او هغه امکانات چې له بهرنیانو یې غوښتي وو اکثره یې د طالبانو لاس ته ولویدل.

ملا عبدالمنان اخند وايي چې د هلمند جګړې اوپراتیفي مشر دومره دروغ وايي چې له امله یې له نامه سره ده ته د «قهرمان» لفظ خوند نه ورکوي. هغه زیاتوي چې «په افغانانو کې قهرمانان هیڅکله دروغ نه وايي».

نوموړی «شهادت» خپل ارمان ګڼي، خو د دولتي چارواکو دا کړنه د «شرم او حیا» وړ بولي چې په وینا یې درې او څلور ځله د یو کس د مړینې خبر ورکوي.

د هلمند طالب والي وايي چې په تېرو جګړو کې يې امریکايي او افغان عسکرو ته درانه تلفات اړولي او هغه سیمې چې د طالبانو لاس ته لویدلي، تراوسه د عسکرو په مړو ډکې دي.

دغه طالب مشر په افغان عسکرو غږ کوي چې له طالبانو سره په یوځاي کیدو کې دې نه دوه زړي کیږي. نوموړي په هلمند کې افغان عسکرو ته ډاډ ورکړی چې که طالبانو سره یوځای شي دوی به یې په «ډیرې خوشالۍ او آبرومندانه ډول» تر خپلو کورنیو او خپلوانو ورسوي.

ملا عبدالمنان اخند طالبانو ته د ډلې-ډلې عسکرو د تسلیمېدو لامل دا ګڼي چې مشران ورسره ناځواني کوي او په وینا یې د «حیواناتو په شان یې بې پوښتنې پریښي او د عملیاتو دروغژنې ورکوي».



2 تبصرې

  1. عبدالواحد اڅګزۍ

    هغه چه مسلمان وی اودقرآنه خبروی هغه د دی پانی د نیا په هوس اوښایست نه خطاوزی آخرت اودالله درحمت تږۍ وی ملاعبدالمنان خو دملامحمدعمر مجاهدزوی دۍ څنګه به اختلاف پیداکوی ، الله په قرآن کی فرمایی: تلک الدار الاخرت نجعلها للذین لایریدون علواًفی الارض ولا فساداً ط والعاقبت للمتقین.۸۳—۲۸(القصص۸۳)معنی:داکور دآخرت موږمقرروودهغوخلکود پاره چه نه غواړی لویی په مځکه کی اونه فساد،اوانجام ښه دپرهیزګارانو د پاره دۍ دادامریکا اوکفاروپرغلامی جنګ دی داشرفغنی او عبدالله مبارک سی مسلمانان دالله رضاءغواړی اوځانونه دالله درضاءدپاره شهیدان اوقربانوی موږ د مسلمانانو اوافغانو په صفت د دی بیننګو په غلامۍ شرمیږوالله دی دوی دنجیب بیننګه پرپله کی.په احترام عبدالواحد اڅګزۍ

  2. ملا عبدالمنان صاحب يو رشتوني مسلمان او مجاهد دي
    خداي ج دي دجهاد په مبارکه لار کي ډير ژوند ورکړې
    ملا عبدالمنان صاحب به هڅکله ان شاالله داسی کار ونکړې
    چي خپل مشران ځنې ناراضه شې
    داختلاف خبره خو ډېره لېرې دي

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.