افغانستان

عاجل: کابل کي پر بهرنیانو د چاودني وروسته جګړه پيل شوې

نن ټکی آسیا: د کابل ښار د وزیر اکبر خان په سیمه کي د یوه هوټل مخته چاودنه شوې، او بیا ورپسې جګړه پیل شوې ده.

 د تفصیلاتو سره سم نن ماسخوتن شاوخوا اوه بجې ۱۵ دقیقو باندي په یاده سیمه کي د یو لبناني هوټل مخته چاودنه وشول، چیري چي په زیات شمېر بهرنیان تګ راتګ کوي، او په سیمه کي شاوخوا د ګڼ شمېر بهرني هیوادونو سفارتونه هم دي.

د سیمي څخه عیني شاهدین وایی چی د چاودني وروسته برید ګر چي تر اوسه یې شمېر نه دی مالوم، په هوټل ننوتلي او د له هغه ځایه یې ډزي پیل کړي.

یاد لبنانی هوټل چي Taverna Du Liban نومیږي، د وزیر اکبر خان په 14 نمبر کوڅه کي واقع دی.

تر اوسه د تلفاتو په اړه هیڅ هم نه دی ویل شوي، خو ځیني لومړني معلومات وایی چي چاودنه پر بهرنیانو شوې.

 په دې اړه نن ټکی آسیا ته په یوه را لیږل شوې ایمیل کي ذبیح الله مجاهد داسي وویل:

نن ماښام ۷ نيمې بجې د کابل ښار د (ګرين لائن) دننه د وزيرمحمد اکبر خان په سیمه کې په هغه بهرني هوټل دروند فدايي بريد ترسره شو چې عموما خاصو بهرنيو يرغلګرو په کې ډوډۍ خوړله ، په بريد کې درانه منفجره مواد کاريدلي  وو چې دښمن ته يي د سر دروند زیان اړولی ده ، د لومړنيو معلوماتو په اساس په برید کې ډيرې د المان يرغلګر هیواد غټ پوړې کسان وژل شوي دي ، د بريد په اړه به نور جزئيات وروسته خپاره شي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x