غزل/ مسلم يار

مولوي نعمت الله مسلم یار

زَما ارمــــان په تناره کي لکه ســــــــــکوراچوي
زَمـــا په لپو لپو هــــــــــــــــیلو باندې اوراچوي

زَما درنـــــــــــځ خبرې نه اوري ناترس غــوږونه
لاهم زما پر دا بې وســـــو اوږو پــــــــــوراچوي

لایې پر زړونو درحــــمت اوبــــــو تاثیر ونه کڑ
زکه نو هره بد بخــــتي زَما پر کــــــــــور اچوي

زما اٌمـــــیدونه یې امــــــوته د عــــــدم ور وڑي
زَما پر هره هره لیـــــــکه باندي تــــــــــور اچوي

خدایه دا ستادي ته یې خپل په خزانو کړه نګاه
چي مي پر سویو پرهـــــرونو نــــمک نور اچوي

ای (مسلم یاره) د فـــراق تٌوْمنه په خپله راوړې
عجیبه نه ده بیا نو ولې ځـــــــان ته زور اچوي

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.