افغانستان

د هرات جنايي آمر پر انساني غلا تورن شوی

په هرات کې د یوه تښتول شوي ماشوم کورنۍ وايي چې د هرات د امنیه قومندانۍ د جنایي آمر اسراييل خان د دوی د زوی د تښتوونکو ملاتړی دی. د تښتول شوي ماشوم، مجیب الرحمن کورنۍ وايي چې د دوی ۱۰ کلن زوی ۴۸ ورځې له تښتوونکو سره و او ۱۴ لکه افغانۍ تاوان په بدل کې يې خپل ماشوم راخلاص کړی دی. وروسته نوموړې تښتوونکې ډله د ملي امنیت د چارواکو په مرسته کشف او ۱۱ تنه یي نیول شوي دي.
د نوموړي د کورنۍ له قوله، په نیول شویو کسانو کې ۵ تنه یي د هرات د امنیه قومندانی د جنايي څېړنو د امر اسراییل خان نږدې خپلوان دي.
هغوی وايي چې یاد کسان د اسراییل خان خور، زوم او خوريونه دي چې دوی سره يې کور نږدې و. بلخوا، د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي وايي چې یاده قضیه به د هرات د امنیه قومندان له لارې په جدي توګه تعقیب کړي. باید و ويل شي چې دا لومړی ځل نه دی چې يو شمېر چارواکي په غلاوو او سړي تښتونې تورن کيږي، بلکې له دې مخکې هم يو شمېر دولتي منسوبين او نزدې خپلوان يې په ورته پيښو کې په لاس لرلو تورن شوي دي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x