fbpx

د طالبانو ترمنځ د اختلافاتو رامنځته کول د هلمند یانو کوم درد دوا کولی شي؟

نن ټکی اسيا- سرليکنه

د تیرې سه شنبې په ورځ د هلمند جګړې لپاره د ولسمشر غني له لوري ټاکل شوي اوپراتيفي قوماندان عبدالجبار قهرمان له رسنیو سره په خپلو څرګندونو کې وویل چې د هلمند د طالبانو ترمنځ يې اختلافات را پيدا کړي دي.

همدا راز د ښاغلي قهرمان تر څرګندونو وړاندې په ځینو دولت پلوه رسنیو کې په هلمند کې د طالبانو ترمنځ د اختلافاتو رپوټونه ورکړل شول حتی ځینو خویې په دې اړه جعلي لیکونه هم نشر کړل تر دې چې طالبان مجبورشول د دې پروپاګنډې په اړه خپل غبرګون وښیي او خپله د هلمند طالب والي ښاغلی ملا عبدالمنان په خپل غږکې دا هرڅه د ښاغلي قهرمان یوه تشه تبلیغاتي قهرماني!!! وبولي.

هلمند چې د هیواد په کچه یو تر ټولو نا آرام ولایت دی په تیرو۱۶ کلونو کې نه بهرنیان او نه هم دولتي ځواکونه په دې وتوانیدل چې په یاد ولایت کې امنیت ټینګ کړي؛ د امنیت ټینګښت څه چې په لوي لاس یې داسې کړنې وکړې چې د نا امنۍ لمنه یې د هلمند تر مرکز لښکرګاه ښار پوري را ورسوله.

ښاغلی قهرمان چې خپله هم د دې ولایت اوسیدونکي او د کمونیستي رژیم له واکمنۍ رانیولې تر اوسه پوري په پوځي او اوپراتیفي چارو کې د مسلکي توب ادعاء کوي د ښاغلي اشرف غني له لوري د هلمند د اوپراتیفي مسؤل په حیث وټاکل شو، خو د نوموړی په ورتګ سره د هلمند امنیتي وضعیت دې کچې ته ورسیدو چې د طالبانو د جګړې کرښه د لښکرګاه ښارڅلورمې حوزې ته ورننوته.

ښاغلی قهرمان د دې په ځای چې په خپل ورسپارل شوي مسؤلیت کې څه وکړي د خپل مسلک له ساحې بهر یې په داسې ناکام تبلیغاتي ماموریت ځان مصروف کړ چې خپله دی یې هم په واقعیت شکمن دی.
اوس پوښتنه داده چې که په فرض محال ښاغلی قهرمان په دې تبلغاتي ماموریت کې کامیاب هم شي دا به له جګړه ځپلي هلمند یانو سره څه مرسته وکړي؛ ځکه زمونږ د هیواد د اوږدې لانجې اساسي لامل خو همدا داخلي اختلافات دي چې هیواد یې د جګړې په تناره بدل کړی دی .

له بده مرغه اوس چې ښاغلی جبار او په مجموع کې د ګډ حکومت چارواکي د هیواد د ستونزې د اساسي حل په ځای د طالبانو ترمنځ د درز اچولو هڅې کوي د هغوی دا هڅې په حقیقت کې د لانجې د هواري په غرض نه ؛ بلکې د اجنبي کړیو له لوري د یوه دستوري ماموریت د ترسره کولو په غرض د دې لپاره ترسره کیږي چې دلته نور هم د جګړې اور ژبغړانده او بهرنیان وکولای شي له مقاومت او مزاحمت پرته په آساني سره خپلو ناولیو اهدافو ته ورسیږي .

که ګډ حکومت واقعا په هیواد کې د سولې د ټینګښت صلاحیت لري هغوي دې د جګړې د اساسي عواملو د له منځه وړلو هڅې وکړي نه د هیواد د بحراني وضعیت د مزید بحراني کولو لپاره د اجنبي ناکامو دستورونو عملي کول.

ښاغلي قهرمان ته د یوه هلمندي په توګه دا ډیر د شرم ځای دی چې امریکايي الوتکو ته د هلمندي خویندو او ماشومانو د وژلو لپاره کوردینات ورکوي او بیا د هغوی د برائت لپاره ناموجه دلائل تراشي.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
عبدالواحد اڅګزۍ
میلمه
عبدالواحد اڅګزۍ

اۍ دافغانستان سپیڅلی اوساده ملته تاسی باید په دی پوه یی چه دکفارو اول خاصیت درواغ ویل دی چه دالله لعنت دۍ پر -دوهم حق اوباطل نسته کی په هره طریقه چه ګټه کولای سی کوی یی دو ی له ځانه قوانین جوړکړی دی چه په هیڅ دینی کتاب اړه نلری(انچیل،تورات اوقرآن) ددغه درواغجنو قوانینو مطابق مجرمان تعینوی بیایی دغه درواغچنو قوانینو ته داسی درواغجن وکیلان جوړکړی دی چه په هره دارواغجنه طریقه خپل مجرم خلاصولای سی خلاصوی یی دخدابیره ددوی په قانون کی نسته – زه یومثال د دوی دقانون تاسوته وایم:چرس منع دی شراب روادی آیاتاسویوچرسی لیدلۍ دی… نور لوستل »