د هــلاکو د لور او د بغداد د یوه عالم ترمېنځ سوال او ځواب

ژباړه: شاکر مموزی

وایي د تاتاریانودمشر هلاکو لور د بغداد په ښار کې ګرزېدله ، یو ځای یې ډېر خلک ولیدل چې له یوه سړي ګرد راچاپیرول ، پوښتنه یې وکړه دا څوک دی؟

چا ور وښود چې د مسلمانانوله علماوو څخه یو عالم دی ، راویې غوښت کله چې عالم ورسره مخامخ شو نوموړې ځینې وپوښتل : ایا تاسو مؤمنان نه یاست؟

ــ ولې نه ..

ــ ایا تاسو دا ګمان نه کوئ چې الله ستاسو مرسته او نصرت کوي؟

ــ هو ولې نه ..

ــ ایا الله تعالی موږ په تاسو بر نه کړو ؟

ــ هو ولې نه ..

ــ نو دا ددې دلیل نه دی چې موږ له تاسو څخه الله ته ډېر ګران یو؟

ــ نه ..

ــ ولې؟!

ــ د مېږو شپون پېژنې؟

ــ هو..

ــ کله چې ځینې مېږې له رمې بېلې شي او دشپانه له واکه لرې وتښتي نو شپون څه غبرګون ورسره ښیي؟

ــ خپل سپي پسې خوشي کړي تر څو یې بیرته ورته راستنې کړي.

ــ هغه سپي مېږې تر کومه ځغلوي؟

ــ تر څو چې له رمې د باندې وي او بیرته یې له رمې سره یوځای کړي .

ــ نو اې تاتاریانو! تاسو د الله تعالی په ځمکه کې دهغه سپي یاست ، تر کومه چې موږ مسلمانان د الله
تعالی له لارې او فرمان څخه لرې یو نو تاسو به راپسې یاست تر څو چې بیرته الله تعالی ته ورستانه شو.
خولاهم اسلامي امت د الله له اطاعت څخه لرې دی او له بده مرغه لا هم سپي پسې دي او ځغلوي یې ..
اللهم اعزالاسلام والمسلمین.

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.