د افغانستان په اړه د ټرمپ پالیسي څنګه اټکل کیږي؟

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، سلواغه ۲۸، ۱۳۹۵ل): د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د واک د لیږد په مراسمو کې ژمنه وکړه چې د ځمکې له مخ څخه به «ترهګر افراطي اسلام» ورک کړي. له بلې خوا یې څرګنده کړه چې هغه امریکايي پوځیان به بیرته وروغواړي چې دا مهال په نړۍ کې له «افراطي مسلمانانو» سره په جګړه بوخت دي.

که څه هم په افغانستان کې يې د خپلې راتلونکې پالیسۍ په اړه واضحه څرګندونې ونه کړې خو راپورونه ښيي چې نوموړي کابل حکومت ته ویلي چې د امریکايي پوځیانو د شمېر په زیاتولو غور کوي.

اوس پوښتنه دا ده چې ایا ټرمپ به له افغانستان څخه خپل پوځیان وباسي؟ که ځواب «هو» وي نو د امریکایي پوځیانو وتل به د سیمې په حالاتو کومې اغیزې ولري؟ په دې اړه یوې لندنۍ ویب پاڼې (ریلیجن اینډ جیوپولیټکس) د نړیوالو څیړونکو نظرونه راغونډ کړي دي.

امریکايي څیړونکی (ډیویډ ګارټنسټین روس)

د تروریزم پر ضد جګړې امریکايي متخصص «ډیویډ ګارټنسټین روس»:

د امریکايي ځواکونو وتل به د افغانستان روان وضعیت لا پسې خراب کړي. که څه هم ټرمپ د واک د لیږد په مراسمو کې ژمنه وکړه چې «ترهګر افراطي اسلام» به له مینځه وړي، خو دا ژمنه د دې لپاره کافي نه ده چې پر اساس یې د ټرمپ د ادارې د پالیسیو په اړه قضاوت وکړو.

د «افراطي جهادیانو» د بشپړ له مینځه وړلو فرضیه امکان نه لري، خو که ممکنه یې فرض کړو هم له ۴ – ۸ کلونو مخکې دا کار ناشونی دی. د افغانستان په شمول د نړۍ په مختلفو هیوادونو کې جهادي ډلې د سیمو کنټرول په واک کې لري. په دې اړه د ټرمپ لافې تشې د خولې خبرې دي.

سیګار په خپل راپور کې وايي چې د کابل حکومت د هیواد په ۵۲٪ خاوره باندې حاکمیت لري په داسې حال کې چې په ۲۰۱۵ کال کې یې د افغانستان په ٪۷۲ خاوره واک درلود.

دغه حالت ته په پام سره، د امریکايي ځواکونو په وتلو به دغه خواشینوونکی حالت په چټکۍ سره وده وکړي او طالبان به لا زیاتې سیمې تر واک لاندې راولي.

خو له بلې خوا په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو پاتې کیدل به هم د دې وضعیت لوری په مثبت لوري وانه ړوي. همدا اوس چې امریکايي پوځیان په افغانستان کې شتون لري د طالبانو پرمختګونه ورځ تر بلې زیاتیږي او د دې هیواد په اړه د امریکا پالیسي بې هدفه پرمخ روانه ده.

له عامه انظارو څخه د جګړې پټ ساتل کومه کامیابه سیاسي او پوځي ستراتیژي نه ده. د امریکا حکومت په ظاهره وايي چې په افغانستان کې خپلې لاسته راوړنې نه ضایع کوي، خو د دې جګړې د ګټلو لپاره عملي اقدامات نه لیدل کیږي.

جرمني څیړونکی (توماس روټنګ)

د افغانستان د چارو جرمني څیړونکی چې له څو لسیزو راپدیخوا د افغانستان حالات له نږدې څاري (توماس روټنګ):

ټرمپ په ۲۰۱۵ کال له سي ان ان سره په مرکه کې ویلي و چې غواړي په افغانستان کې امریکايي پوځونه وساتي. نوموړي همدا خبره په ۲۰۱۶ کال له اشرف غني سره په تلیفون تماس کې هم کړې.

د دې معنی دا ده چې نوموړی هغه پالیسي پرمخ وړي چې تراوسه یې ګټه نه ده کړې. حتی ۱۴۰۰۰۰ لویدیځوالو ځواکونو ونه شو کولای چې طالبانو ته ماتې ورکړي.

که د ټرمپ اداره غواړي چې دا هیواد د ترهګرو په پټڼځای بدل نه شي نو جګړه یې یوازینۍ لار نه ده، که څه هم طالبانو ته په جګړه کې ماتې ورکول ممکن وي.

که د جګړې هدف د طالبانو له منځه وړل وي نو دا صحیح هدف نه دی. داسې معلومیږي چې طالبان به نړیوالو نړهګرو ته بیا په افغانستان کې ځای ورنکړي. بلکې که طالبان بیا واک ته رسیږي د نړیوالو د توجه د راجلبولو غوښتنه به وکړي.

له بلې خوا د امریکايي پوځیانو په وتلو به د بهرنیانو په مرستو متکي افغان دولت راونه پرځیږي بلکې مختلفې ډلې به د قدرت او څوکۍ په سیالیو لاس پورې کړي.

په افغانستان کې اداري فساد، رشوت د قدرت په سر جنجالونه او د تریلیونونو ډالرو کومکونو سربېره غربت اوج ته رسیدلي.

انتخابات دومره بې ارزښته دي چې د ۲۰۱۵ کال پارلماني انتخابات تراوسه نه دي شوي او په افغانستان کې تش په نامه دیموکراسي حاکمه ده.

که امریکا غواړي چې په افغانستان کې پورتنۍ ستونزې حل کړي نو دغه ستونزې د بې پیلوټه الوتکو د بمبار په واسطه نه حل کیږي.

انګریز څیړونکی (میلو کامرفورډ)

په جنوبي او مرکزي اسیا کې د جهادي ډلو د چارو انګریز شننونکی (میلو کامرفورډ):

د ټرمپ په خبرو کې تناقض لیدل کیږي. له یوې خوا د افراطیت پر خلاف د مبارزې غږ اوچتوي او له بلې خوا وايي چې هغه امریکايي عسکر به بیرته راوغواړي چې په بهرنیو هیوادونو کې د توندلارو سره په جګړه اخته دي.

خو د ټرمپ ټاکل کیدل په افغانستان کې د سولې لپاره فرصتونه مهیا کولی شي. د نوموړي له څرګندونو معلومیږي چې له روسیې سره په افغانستان کې د تروریزم په خلاف د بل ایتلاف جوړولو نیت ولري. روسیه چې له طالبانو سره یې د تماسونو راپورونه ورکول کیږي، له امریکا سره به یې نږدې کیدل ښايي د سولې مذاکراتو ته د طالبانو په راجلبولو کې مرسته وکړي.

د افغانستان په اړه د ټرمپ په نوې ستراتیژۍ باندې له پاکستان سره د نوموړي د اړیکو څرنګوالی غوڅ تاثیر لري. که له پاکستان سره د ټرمپ اړیکي جوړې شي امریکا به له دې اړیکو څخه په استفادې طالبانو ته ډیرې ستونزې جوړې کړي.

خو بیا هم د ټرمپ د پریکړو اټکل او وړاندوینه نه شی کیدی. په افغانستان کې د امریکا تر ټولو اوږده جګړه یو نوي فکر او سوچ ته اړتیا لري او د ډیرو خلکو په باور ښايي د ټرمپ اداره د افغانستان په اړه یوه نوې ستراتیژۍ غوره کړي.



یوه تبصره

  1. عبدالواحد اڅګزۍ

    که موږدمسلمانانو اوکفاروداختلافواوجنګوترمنځ د۵کالوموده په نظر کی ونسونوڅرګندیږی چه کفار ډیرپرشاتللی دی اومسلمانان کامیابه اوپر مخ تللی دی دلته ټرمپ اواوباماندی مطرح اونه غواړی چه په اسلامی ملکوکی قدرت دلاسه ورکی دلته اقتصادی فاوراودفوج مرال مطرح دی آیافرض کۍ دوی پنځه کاله دمخه داویل چه موږطالبانوته ماته نسو ورکولای آیايوکال دمخه عسکروپر۲۰-افغانیوموټروان وژنووی داټولی دنیستۍ اوناتوانۍ علامی دی – دوی به انشاءالله دمسلمانانوپه مقابل کی داسی شکست خوری لکه روس چه وخواړۍ نه داچه دافغانستانه به وزی بلکه ټوله اسلامی نړۍ به پریږدی اوس الله ومسلمانانوته برۍ ورپه برخه کوی دالله عبادت کوۍ اوشکریی اداکوی چه مسلمانان یی راویښ کړل اوپه یودونه کمزوری اسلامی ملک لکه افغانستان دوه سوپرفاوریی داسی دړی وړی کړل چه هر عقل دالله وکړو ته حیران دۍ معلومه سوه چه الله سوفرفاوردۍ اصلحی اوظاهری طرقی بی معناده،زماپه فکرټرمپ اوس داسی دۍ لکه اوبواخستۍ اروپایان دمسلمانانودبیری پوری مښتی دی لاکن الله دوی له هره زوره اچولی دی.په احترام عبدالواحد اڅګزۍ

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.