افغانستان

کابل: د لبناني هوټل په چاودنه او برید کي د بهرنیانو په ګډون 17 تنه وژل شوي دي

نن ټکی آسیا: د کابل په چاودنه او جګړه کي د دریو بریدګرو په ګډون لږ تر لږه 17 کسان وژل شوي، او ګڼ شمېر نور ټپيان شوي دي.
تر اوسه د وژل شویو بهرنیانو کره شمېر او دا چی د کوم هیواد اتباع دي، نه دی معلوم، خو د برتانیا وزارت خارجه اعلان وکړ چی په دغه برید کي یو تن برتانوی وژل شوی، او همداسي د آی ایم ایف نړیوال مالیاتي فنډ هم اعلان وکړ چی ددوی د افغانستان لپاره اداري مشر وابل عبد الله چی د لبنان دی، هم په دغه برید کي وژل شوی دی.

 د پيښي د ځای د حساسیت له کبله ګمان کیږي، چي په وژل شویو او ټپي شویو کسانو کي به ځیني مهم کسان شامل وي.

د پيښي وروسته پولیسو سیمه محاصره کړه، او د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي چي سیمي ته یې ځان رسولی وو، وویل چي برید ګر درې تنه وه، چی یو یې بریالی شو، د لبناني ریسټورانټ مخته ځانته چاودنه ورکړي، او نور دوه یې په سیمه کي د پولیسو او ساتونکو له لوري په ډزو ووژل شول.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد چی د پيښي وروسته یې سمدستي د برید مسؤولیت په غاړه واخیست وویل چي په دغه برید کي د ډیرو منفجره موادو څخه کار اخیستل شوی وو، چي په پایله کي ځیني جګ پوړي چارواکي او بهرنیان وژل شوي دي.

{flvremote}http://cdscdn.reuters.com/r04//3/1/4/6/5767/u-8001-flv-h264-608×342-25-200-650000-mp3-1-44100-96000.flv{/flvremote}

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x