هلمند: ترافیکي پيښې ۳۱ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

نن ټکی اسیا (جمعه، سلواغه ۲۹، ۱۳۹۵ل): د کندهار – هرات په لویه لاره د هلمند ولایت د ګریشک ولسوالي د حوض خشک په سیمه کي د ۳۰۳ بس موټر د اوښتلو له امله ۳۱ تنو ته مرګ ژوبله اوښتي ده.

له راپورونو سره سم په پيښه کي ۵ تنه وژل شوي او ۲۶ تنه نور ټپیان دي. ویل کیږي چې پيښه د موټرچلونکي د بي پروایي او زیات سرعت له امله را منځته شوي ده.

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک وايي چي چپه شوي ۳۰۳ موټر د احمدشاه ابدالي ترانسپورتي شرکت اړوند دی.

د پيښي ټپيان لومړی د ګریشک ولسوالي روغتون او وروسته سخت ټپيان د کندهار میرویس روغتون ته وړل شوي دي.

تر دي مخکي هم د احمدشاه ابدالي ټرانسپورټي شرکت د موټرونو د ټکرونو په پایله کي د هیواد په بیلابیلو برخو کي مسافرینو ته درني مرګ ژوبلي اوښتي.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.