پاکستان: د لعل شهباز په زیارت کې د چاودنې مرګ ژوبلې کچه ۴۳۱ ته لوړه شوه

نن ټکی اسیا (جمعه، سلواغه ۲۹، ۱۳۹۵ل): د پاکستان د سند ایالات په سیهون سیمه کي د لعل شهباز قلندر په زیارت د چاودني له امله د مرګ ژوبلي کچه تر ۴۳۱ لوړه شوې.

د پاکستان د حکومت له لوري په خپره شوې اعلامیه کي ویل شوي، د لعل شهباز قلندر په زیارت کي په پرونۍ سرتیري برید کي ۸۸ تنه وژل شوي او ۳۴۳ تنه ژوبل شوي دي.

په اعلامیه کي د ۷۷ تنو ټپيانو حالات نازک ښودل شوی دی.

د یادي چاودني پړه د داعش ډلي په غاړه اخستې ده او ویلي يې دي چي برید د دوۍ یوه سرتیری بریدګر کړی دی.

د پاکستان حکومت په سند ایالت کې ۳ ورځي او په خیبر پښتونخوا او پنجاب ایالتو کې ۱ ورځ ملي ماتم اعلان کړی دی.

د پاکستان لومړي وزیر نواز شریف او د فوځ مشر له چاودني وروسته د پېښي سیمي ته رسېدلي دي. د وزیراعظم د دفتر له لوري په خپره شوې اعلامیه کي د لعل شهباز زیارت چاودنه په پاکستان برید بلل شوی دی.

همدا رنګه د افغانستان ولسمشر اشرف غني، ملګرو ملتونو او امریکا هم یاد برید غندلی دی.

بلخوا د پاکستان د فوځ د مشر په امر له افغانستان سره ټولي پولي تړل شوي دي، پاکستان تور لګوي چي په پاکستان کي وروستۍ ترسره شوي حملې په افغانستان کي پلان شوي دي.

تر دې وړاندي په لاهور، بنو، اوران او مهمند اینجنسي کي هم په پاکستاني فوځیانو او پولیسو بمي چاودني او وسلوال بریدونه وشول.

د لاهور په چاودنه کي هم د ۸ پولیسو په ګډون ۱۳ تنه ووژل شول.

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.