پاکستاني پوځیانو په لعل پورې ولسوالۍ سلګونه راکټونه توغولي

نن ټکی اسیا (جمعه، سلواغه ۲۹، ۱۳۹۵ل): د ډیورنډ کرښې ته څېرمه د ننګرهار په لعل پورې ولسوالۍ باندې پاکستاني پوځیانو له سهاره راکټي بریدونه پیل کړی دي.

د سیمې اوسیدونکي وايي چې تر اوسه شاوخوا ۲۰۰ راکټونه د پاکستان لخوا راغلی دي.

د لعل پورې یو تن قومي مشر (حاجي غنم ګل) کابل نیوز ته ویلي چې اکثره راکټونه د خلکو کورونو ته نږدې او په زراعتي ځمکو کې لګیدلي او لږ تر لږه دوه کسان یې ژوبل کړي دي.

د پاکستان لخوا د ننګرهار په لعل پورې ولسوالۍ راکټي بریدونه په داسې حال کې ترسره کیږي چې تېره ورځ د دې هیواد د پوځ مشر اعلان وکړ چې له افغانستان سره یې ټولې ځمکنۍ لارې تر نامعلومې نیټې پورې تړلي دي.

پاکستان دا ګام وروسته تر هغه اوچت کړ چې د سند ایالت په لعل شهباز زیارت کې یوې چاودنې سلګونو کسانو ته مرګ ژوبله واړوله او پاکستاني چارواکو وویل چې د پیښې عاملین په افغانستان کې خوندي پټڼځایونه لري.

تر اوسه د «لعل پورې» او «لعل شهباز» د پېښو ترمینځ د تړاو په اړه کره شواهد موجود نه دي، خو د کتونکو په اند د پاکستان د «لعل شهباز» تر چاودنې وروسته د افغانستان په «لعل پورې» د پاکستان راکټي بریدونه د دواړو هیوادونو ترمینځ د بې باوریو او د اړیکو د خړپړتیا ښکارندويي کوي.

د افغانستان د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت په پاکستان غږ کړی چې ژر تر ژره د تورخم دروازه د مسافرینو پرمخ پرانیزي او په لعل پورې ولسوالۍ راکټي بریدونه ودروي. نوموړي وزارت د یوې خبرپاڼې په ترڅ کې اندیښنه ښودلې چې «د پاکستان دغه شان اقدام نه يوازې دا، چې ستونزې نه شي هوارولې، بلکې د لازياتو نا امنيو او ستونزو د زېږېدو لامل ګرځي».

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.