نظــر

فرهنګي ديپلوماسي – اوله برخه

فرهنګي ديپلوماسي ،له نورو هېوادونو یا خلکو سره د اړیکو فن دی. د ديپلوماسۍ کلمه هم د زیاترو نورو علمي کلمو او اصطلاحاتو په شان یوناني ریښه لري. دا کلمه په یوناني ژبه کې ، د دپلوما Diploma له هغې راغلې ده. لرغونو یونانیانو دا کلمه : دپلوما Diploma د شهادتنامې په مانا کارولې ده ، خو د روم په امپراطورۍ کې د دپلوما Diploma کلمه ، د سفر د رسمي وثیقو د اسنادو په نامه یاده شوې ده. په اصطلاح کې د خبرو اترو ، راشه درشي او لیدنو کتنو له لارې

د نړیوالو اړیکو ساتنې،پالنې او څېړنې ته ویل کېږي.
دا کار اوس د هر هېواد د بهرني سیاست غوره برخه جوړوي . د ديپلوماسي سرته رسوونکي ، ديپلوماتیک هیات دی. د ديپلوماتیک هیات کار او دندې د ځانګړو مصوونیتونو او امتیازانو په درلودلو سره د ځانګړو کنوانسیونو او قوانینو په تیره بیا د ۱۹۶۱ کال د ژینو د ديپلوماتیک کنوانسیون ، له لارې تر سره کېږي.
خو تر دې نه دمخه لږ د ديپلوماسۍ په اړه:
“ديپلوماسي یا د دولتونو ترمنځ د اړیکو مدیریت او یا د نورو لوبغاړو سره د اړیکو څارنه او څېړنه کوي .ددغو څېړنو زیاتره برخه ، بهرنیو اړیکو پورې اړه پیدا کوي.”۱
که د رسمي ديپلوماسۍ اساسي دندې په څو خبرو کې را لنډې کړو ، هغه به داسې وي:
“۱-د سیاسي اړیکو ټېنګېدل ، د اعتمادلیک وړاندې کول او ديپلوماتیک حضور.
۲-ساتنه او پالنه ،تشریح او خبر ورکول .
۳- د نویو سیاستونو اېښودل او نوښت.
۴-د شخړو او ناکراریو او تربګنیو آوراول او تر هر څه د مخه د هغو سوله ییز حل .
۵- د بدلونونو او اوښتونونو د پرمختګ مدیریت او نظم .
۶-د نړیوالو قوانینو پوهېدنه او نظم. “۲
نو له دې کبله ویلي شو چې ديپلوماسي هغه وسیله ده چې دولتونه د هغو په مرسته د خپلو رسمي او غیر رسمي نمایندګیو له لارې له نورو سره د اړیکو ساتنه او پالنه کوي .
دغه راز دولتونه او یا سازمانونه ، له ځېنو نورو وسیلو نه ، لکه له لیکونو ،خبرو اترو ، رسمي او خصوصي لیدنو کتنو ، آن ګواښونو او نورو هغو نه په ګټې اخېستنې سره د خپلو ګټو او له نورو سره اکثرآ د ښو اړیکو ، یا پر نورو د اغېز یا د هغو د لاښې پېژندنې لپاره کار اخلي .

 

 

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x