نقیب الله ځکه پولیسو وواژه چې هغوی ته یې شل افغانۍ نه وې ورکړې

فراه: پولیسو یو موټرچلوونکی په ۲۰ افغانیو وواژه

نن ټکی اسیا (جمعه، سلواغه ۲۹، ۱۳۹۵ل): د هلمند – فراه په لویه لار د افغان ملي پولیسو سرتیرو یو افغان موټرچلوونکی وروسته تر هغه په ډزو وژلی چې پولیسو ته یې د ۲۰ افغانیو له ورکړې څخه انکار وکړ.

د وژل شوي موټرچلوونکي (نقیب الله) څخه درې ماشومان او یوه کونډه پاتې شوه.

د نقیب الله سپین ږیری پلار (محمد حسن) هم تایید کړې چې پولیسو یې زوی د شلو افغانیو لپاره په ډزو وواژه. هغه په اوښلنو سترګو اریانانیوز تلویزون ته وویل چې «زما ټوله کورنۍ په غم ولړل شوه».

د هلمند – فراه د لویې لار موټر چلوونکي وايي چې د لارې په اوږدو کې د هرې پوستې عسکر ترې جلا جلا پیسې اخلي او که څوک یې نه ورکوي له رنګارنګ لفظي او فزیکي توهین او سپکاوي سره مخ کیږي.

د هغوی په وینا، پولیسو په پوستو کې «سپي» ساتلي او هغه موټروان چې د پیسو له ورکولو ډډه کوي د توهین لپاره یې په ساعتونو ساعتونو له سپي سره یوځای تړي او د پیسو ورکولو ته یې اړباسي.

د دې لارې موټرچلوونکي زیاتوي چې پر نقدي باج سربېره د امنیتي ځواکونو لخوا هره ورځ د لارې په اوږدو کې د خور او مور ناموسي کنځلي هم زغمي.

د فراه امنیه قومندان وايي چې تورن کس یې نیولی او د محکمې د پرېکړې انتظار باسي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره اونۍ د غور – هرات د لویې لارې موټرچلوونکو هم شکایت کړی و چې پولیس ترې په ناقانونه توګه په زور پیسې اخلي.

دغه راز د روانې میاشت په پیل کې د کابل – کندهار د لویې لارې موټرچلوونکو هم د پولیسو له ناوړه چلند څخه رسنیو ته شکایت کړی و او ویلي یې و چې سره له دې چې هرې پوستې ته خپل باج ورکوي خو د عسکرو له ناموسي کنځلو او فحش خبرو څخه ډیر ځوریږي.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.