اسلامي مينه

محمد يعقوب (نائل) 
دا چې د فروري (۱۴) د مينې د نړيوالې ورځې په ډول لمانځل کيږي، لويديځوال يې خورا په خوښی لمانځي؛ خو يو څه وخت راهيسې دغه ورځ زمونږ په ګران هېواد افغانستان کې هم لمانځل کيږي چې ډېری ناخبره ځوانان پکې برخه اخلي او په خپلو کې د يو بل سره د ناروا اړيکو نيولو او ټينګولو په موخه ډالۍ او ليکونه لېږي.

تر ټولو مهمه دا ده چې ځوان نسل بايد دومره ويښ او بيداره وي چې هر وخت يې د ليوديځوالو دامونو ته پام وي تر څو د دوی په ايښودل شوو لومو کې ونه لويږي.

ځکه چې موږ مسلمانانو ته اسلام او لارښوونې يې تر هر څه و‌‌‌‌‌ړاندې دي، موږ بايد په دې پوه شو چې زموږ خوږ دين اسلام موږ ته د دغه ډول اړيکو نيولو په اړه څه حکم کوي ايا موږ ته د يادې مينې څخه کرکه او نفرت راښيي او که د حقيقي مينې زده کولو دس او لوست راکوي.

لومړی بايد موږ د مينې په معنی ځان پوه کړو چې مينه څه ته وايي؟

مينه هغه کشش ته وايي چې د بل په اړه د انسان په زړه کې پيدا شي.

مينه په دوه ډوله ده: (۱) اختياري او (۲) طبعي مينه.

۱: اختياري مينه د زړه هغه کشش دی چې د انسان تر واک لاندې وي.

اختياري مينه بيا دوه ډوله لري: (الف) يو ډول هغه مينه ده چې اسلام ترې موږ منعه کړي يو، په ديکښې ټولې هغه مينې شاملې دي چې د الله تعالی او د هغه د استازي د خوشالولو لپاره نه وي، بلکې د د نيا په خاطر وي يا د چا سره د هغه د ښايست له وجې وي او داسې نورې…..

۲: دويم ډول هغه مينه ده چې اسلام يې تل موږ ته درس راکوي او وايي چې د يو بل سره داسې مينه کوئ چې يوازې او ېوازې د الله تعالی او د هغه د ستر استازي د خوشحالولو لپاره وي.

د بشريت د ستر لارښود رسول الله (صلی الله عليه وسلم) وينا ده وايي چې : د ايمان ستره نښه دا ده چې تاسو د رسول الله (صلی الله عليه وسلم) د مرستندويانو (انصارو) سره مينه وکړئ او د نفاق ستره نښه دا ده چې تاسو د رسوالله (صلی الله عليه وسلم) د مرستنديانو سره کرکه او نفرت ولرئ. (بخاري لومړی ټوک باب علامه الايمان حب الأنصار)

طبعي مينه هغه کشش ته ويل کيږي چې بې اختياره د انسان په زړه کې د بل چا اړوند پيدا شي.
په دې کې يو ډول هغه مينه ده چې د رحم له وجې پيدا کېږي، لکه : د بچيانو مينه د خپل مور او پلار سره، دغه راز د مور او پلار مينه د خپلو بچيا نو سره.

دويم ډول هغه مينه ده چې د يو چا سره د ښايست له وجې پيدا شي هغې ته په عرف کې عشق وايي.
قديمو او جديدو طبيبانو دغه ياده دويمه مينه يوه ناروغي ګڼلې، ځکه چې هر وخت انسان په ذهني کشمکش کې اخته کوي او هيڅ وخت انسان ارام ته نه پريږدي.

خو ديني عالمانو بيا د مينې خپلې درجې ښودلي، لکه ابن الجوزي په خپل کتاب زم الهوی (۲۳۰: مخ) کې د مينې دا ډولونه ليکي:

د مينې لومړي پوړي ته استحسان وايي، دويم پوړ ته يې اراده وايي، دريم ته يې مودت وايي، څلورم ته يې محبت وايي، پنځم ته يې خلت وايي، شپږم ته يې عشق وايي، اتم ته يې تتيم وايي او نهم ته يې وله وايي.

چې دا هر توری يې خپله معنا لري؛ خو موږ يې دا ټولې پوړی د عشق په نوم يادوو.

ابن جوزي رحمه الله د طبعي مينې په اړه وايي چې دا ډول مينه د اسلامي لارښوونې په رڼا کې روا ده؛ خو چې تر ټاکلي حده پکښې تېری ونه شي او ددې له وجې الهي حکمونه پايمال نه شي.

خلاصه دا چې په اسلام کې هغه طبعي مينه چې بې اختياره د انسان په زړه کې پيدا کيږي ناروا ده چې د ګناه لپاره سبب ګرځي.

(لويه څښتنه! ته مو د حقيقي مينې څښتنان کړې!)

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.