ادبي لیکني

افغان ادبي بهیر پرونۍ ناسته د استاد محمد صدیق پسرلي یاد ته ځانګړې کړې وه.

افغان ادبي بهیر خپله اوونیزه ناسته له لسګونو ګډونوالو سره د استاد محمد صدیق پسرلي یاد ته ځانګړې کړې وه، په یاده ناسته کې  د هېواد ځوانو لیکوالو، شاعرانو او د استاد نورو ارادتمندانو خپلې مقالې، خاطرې او ویناوې وکړلې.

دغه ناسته چې مشر يې د استاد زوی اجمل پسرلی، مېلمه يې صدیق الله بدر او ویاند يې همایون هېواد و، پکې محمد انور وفا سمندر، نور الحبيب نثار، محمد نبي صلاحی، سید جیلاني جلان، دادمحمد ناوک، جاوید اوربل او ګڼ شمېر نورو فرهنګیانو خپلې خبرې وکړي.
د ناستې یو تن ګډونوال ځوان لیکوال محمدیار یار وويل: که په اوسنۍ شاعري کې مو یواځې استاد درلودای هم، بسنه يې کوله.
استاد نور الحبيب نثار د استاد د ژوند ډېرې خاطرې یادې کړې، او د هغه پر ادبي فعاليتونويې ډېرې خبرې وکړي.
په دغه ناسته کې د استاد ارادتمندان د هېواد له بېلابېلو ولایتونو نه هم راغلي وو.
استاد محمد صدیق پسرلی د غزني د قره باغ په لویه کلا کې زېږېدلی و، چې د پنځه اتیا کلو پر عمر د تېرې دوشنبې پر شپه په ډيلي کې وفات شو.
یاده دې وي چې پر همدې ورځ د استاد یادناستې په ننګرهارکې جلالکوټ ادبي خوځښت، په کندوزکې پسرلی بابا کلتوري ټولنه هم وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x