عمر بن عبد العزيز او عراقۍ کونډه

حامد افغان

د عراق یوه بې وزله کونډه د دمشق کوڅو کې یوه زاړه کور ته ننوتله، د ننه یې په تعجب سره یوه بل لور ته کتل! د کور میرمن یې وپوښتله: دا رښتیا د امیر المؤمنین کور دی؟! هغې ورته وویل: هو، دا د امیر المؤمنين کور دی، کونډي وویل: موږ د کنډر کورونو وال ده ته راځو چې کورونه راجوړ کړي، خو د ده خپل کور وران او کنډواله دی، نو موږ ته به یې څنګه راجوړ کړي! د امیر المؤمنین ميرمني فاطمة بنت عبد الملک ورته وویل: ستاسو په څېر خلکو ته د کورونو جوړولو لامله دا کور داسې کنډواله ګرځيدلي دی.

کونډه د امیر المؤمنین له ميرمني سره کینستله او دواړه په مجلس لګیا شوې، د کور په یوه کونج کې یو مزدور په کار بوخت و، د امیر المؤمنین عمر بن عبد العزيز رحمه الله ميرمني کونډي سره د مجلس په مهال هغه مزدور ته ډېر کتل! کونډه حیرانه شوه چې د مسلمانانو د امیر میرمن پردي مزدور ته دومره ځېر ولې ګوري! اخیر یې ورته وویل: ستا لپاره ډېره بده خبره نه ده چې د امیر المؤمنین میرمن یې او پردي سړي ته دومره ځېر ځېر ګورې؟! فاطمه ورته موسکۍ شوه او کونډي ته یې وویل: دا پردی مزدور نه دی، دا پخپله امیر المؤمنین دی، هغه خپل کار پخپله کوي.

وروسته عمر بن عبد العزيز رضي الله عنه راغی، کور کې یې جاینماز و، هغه باندې یې لمونځ وکړ، بیا یې له خپلي ميرمني فاطمي نه د دې ښځي په اړه پوښتنه وکړه، هغې ورته وویل هغه دا ده، عمر هغې ته د انګورو یو لوښی راواخیست، هغه نه یې ښه انګور ټولول او کونډي ته یې ورکول.

بیا یې هغه وپوښتله چې د څه حاجت لپاره راغلې یې؟ هغې ورته وویل: عراق نه راغلې یم، پنځه لوڼه لرم، هغوی بېکاره او څه نشي کولی، تا ته راغلم چې د هغوی لپاره مرسته راسره وکړې، عمر د کونډي دا خبره (هغوی بېکاره او څه نشي کولی) ځان سره تکراروله او ورته ژړل یې، وروسته یې قلم او کاغذ راواخیستل او د عراق والي ته یې لیک ليکل پیل کړل.

کونډي ته یې وویل: مشره لور مو څه نومیږي، هغې نوم وروښود او ده میاشتنۍ وظیفه ورته ولیکله، کونډه خوشاله شوه او “الحمد لله” یې وویل، بیا یې د دویمي، دریمي او څلرمي نومونه وپوښتل او ټولو ته یې مياشتنۍ وظیفې ولیکلې او هغې به “الحمد لله” ویل، پنځمي لور ته یې لا وظیفه نه وه لیکلې، کونډه زیاته خوشاله شوه او عمر ته یې دعا پیل کړې، ده قلم ونیو، کونډي ته یې وویل: تر اوسه مې چې ستا لوڼو ته وظیفې لیکلې تا د الله حمد ویلې او همداسې په کار و، اوس دې چې ما ته دعا او زما ستاینه پیل کړه نو پنځمي لور ته وظیفه نشم درته لیکلی، د هغو نورو څلورو له وظیفې نه به هغې ته خپله برخه ورکوې!

کونډي لیک واخیست او د عراق په لور روانه شوه، چې ورسيدله، د عراق والي ته ورغله او هغه ته یې لیک ورښکاره کړ، د عراق والي چې لیک ورواخيست ورته په سلګو او په ژړا شو او سخت زیات یې وژړل .. او ویې ویل: الله دې د دې لیک په خاوند رحم وکړي. کونډي ورته وویل: هغه وفات شوی؟! والي وویل: هو، کونډه هم په ژړا شوه او په چیغو چیغو یې وژړل .. والي ورته وویل: ته بېغمه اوسه، د هغه امر لا پوره منل کیږي او د هغې لوڼو ته یې وظیفې جاري کړې.

سيرة عمر بن عبد العزيز لـ محمد بن عبدالحكم (182هـ/268هـ)

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د