که جنرال رازق د کندهار په پیښه کې ملزم وپیژندل شي…؟

نن ټکی اسیا – سرمقاله:

وروسته تر دې چې د کندهار په خونړۍ چاودنې کې د متحده اماراتو ټپي شوي سفیر جمعه محمد عبدالله الکعبي د ژورو ټپونو له امله ساه ورکړه د یادې پیښې په اړه د متحده عرب اماراتو د تحقیقاتي ټیم لخوا د پلټنو بهیرنورهم ګړندی شوی دی.

د یادې پیښې د څیړنو لپاره چې تر اوسه پوري د سکاټلنډ یارډ پولیسو په شمول د متحده عرب اماراتو او ملي امنیت لخوا کومې څیړنې تر سره شوې جزئیات یې رسما له رسنیو سره نه دي شریک شوي.

د کندهار امنیه قومندان جنرال عبدالرازق چې د پیښې د محل د امنیت ساتلو مسؤلیت یې په غاړه و یواځینی شخص دی چې په محل کې د رامنځته شوي انفجار له اضرارو څخه سالم پاتې شوی دی.

همدا لامل دی چې د تحقیقاتي ټیمونو له لوري ښاغلي رازق خان ته په پیښه کې د یوه دخيل شخص په سترګه کتل کیږي او د ځینو رسنیو د ورکړل شویو رپوټونو پراساس متحده عربي اماراتو له ولسمشر غني غوښتي چې د پېښې په تړاو د پوښتنو او څېړنو لپاره نو موړی د اماراتو د ترهګرۍ ضد تحقیقاتي ټیم ته وسپاري.

دا لومړی ځل دی چې په دا ډول پیښه کې د بهرنیو تحقیقاتي ټیمونو لخوا پر افغان لوړ رتبه امنیتي چارواکي شک کیږي او د پلټنو لپاره یې بهرني هیواد ته د وسپارلو غوښتنه کوي.

خپله د افغان دولتي چارواکو ترمنځ په تیرو ۱۶ کلونو کې څو ځله په دغه ډول پیچلیو امنیتي پیښو کې د ښکیلتیا الزامونه یو پر بل لګیدلې خو تر اوسه پوري یې هیڅ یو هم د لګیدلو الزامونو له وجې تر تحقیق لاندې نه دی نیول شوی.

په کال ۲۰۰۹ کې د ابو دجانه الخراساني په نوم یوه اردني عرب سرتیري په خوست کې د سي ، آی، اي استخباراتي مرکز په منځ کې د سرښندونکي برید په ترسره کولو سره د اردن هیواد د شاهي کورنۍ د یوه لوړ پوړي استخباراتي چارواکي په شمول د یادې شبکې ۸ تنه لوړ پوړي امریکايي افسران ووژل ، خو هغه مهال نه امریکایان پر کوم افغان چارواکي شکمن شول او نه یې هم د يادې پیښې په تړاو د کوم افغان دولتي مقام د استجواب غوښتنه وکړه.

د کندهارد پیښې ماهیت ته په کتو سره داسې ښکاري چې له یوه اړخه نه له یوه اړخه ښاغلي جنرال رازق په هغې کې ښکيل وي ځکه اړوند تحقیقاتي ټیمونه هم د نوموړي د استجواب غوښتنه کوي.

که چیري اماراتي تحقیقاتي چارواکي د خپلو څیړنو په ترڅ کې په یاده پیښه کې د ښاغلي رازق خان ښکیلتیا ثابته او له افغان لوري یې د ورسپارلو رسمي غوښتنه وکړي دا به د ملي یووالي حکومت لپاره پرسترې سیاسي افتضاح سربیره د کور دننه یوه بله لویه جنجالي ستونزه وي چې د جنرال دوستم او احمد ایشچي له شرمونکې قضیې وروسته هغوي ورسره مخ کیږي.

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.