
شاهین: اماراتو ته د طالب استازو د ورتګ مخنیوی حقیقت نه لري
نن ټکی اسیا (شنبه، سلواغه ۳۰، ۱۳۹۵ل): د طالبانو سیاسي دفتر ویاند محمد سهیل شاهین هغه خبرونه ناسم وبلل چې ګویا متحده عرب اماراتو دې هیواد ته د طالب استازو د ورتګ مخه نیولې.
تېره ورځ له کابله خپرېدونکې هشت صبح ورځپاڼې ادعا وکړه چې «ځینو سرچینو» ورته ویلي چې د طالبانو د سیاسي دفتر رئیس شیر محمد عباس ستانکزي او د دې دفتر یو بل غړي مولوي مدني غوښتل چې د کندهار په پېښه کې د وژل شوي اماراتي سفیر په جنازه کې ګډون وکړي خو متحده عرب اماراتو دغه هیواد ته د ورتګ اجازه نه ده ورکړې.
خو د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند له نن ټکی اسیا سره په خپلو څرګندونو کې دغه خبر رد کړی او هغه یې د «کابل استخباراتو په لاس جوړ شوی» خبر بللی دی.
ښاغلی شاهین وايي چې د ورته خبرونو تر شا هدف دا دی چې د کندهار پېښې له حقیقت څخه د خلکو پام بل لوري ته واړوي. هغه زیاتوي چې د دې اوازې خپروونکي غواړي چې په دې توګه «د پېښې اصلي مرتکبین» پټ کړي، خو په وینا یې، دا یو ناکام کوښښ دی.
د تېرې جنوري په ۱۰مه د کندهار والي په میلمستون کې د یوې چاودنې په پایله کې د متحده عرب اماراتو سفیر او پنځه نور دیپلوماتان ووژل شول. که څه هم متحده عرب اماراتو د چاودنې په اړه د خپلو تحقیقاتو پایلې نه دي اعلان کړي، خو کابل اندیښمن دی چې د ابوظبي لخوا به ورته د پېښې د ملامتیا ګوته ونیول شي.