نظــر

اسلامي ډيموکراسي، حقيقت او که خيال؟؟؟ پنځمه او وروستۍ برخه

پنځمه شبهه(شک)
د دعوت ښېګڼې(مصلحت)

وایي: چې د پارلمانونو او ناستو په کې زیات حکمتونه او ښېګڼې نغښتې دي. لکه: د الله جل جلاله لوري ته بلنه، د حق خبره کول، د ځینو منکراتو له منځه وړل، په بلونکو او دعوت کوونکو باندې د فشارونو کمول، دا ځایونه او نور ځایونه کفارو او کمونستانو ته نه پرېښودل او نور. او ځینې د هغوی مبالغه کوي، او وایي: چې د دې ناستو ښېګڼه ده، چې د خدای جل جلاله دین او د نبي کریم صلی الله علیه وسلم او د خلکو را ګرځول له خیانت او فساد څخه خلک منع کېږي. په پیل کې له دوی پوښتنه کوو:

 د دین او بندګانو ښېګڼې چا ځانګړې کړې دي، او څوک هغه په ښه توګه پېژني؟ لوی رب جل جلاله، چې خبیر او عالم دی، او که تاسو؟ که یې وویل: مونږ. نو ورته وایو: تاسو ته ستاسو دین دی، او مونږ ته زمونږ دین دی. هغه څه چې تاسو لمانځئ، مونږ یې نه لمانځو، او تاسو نه لمانځئ، هغه څه چې مونږ لمانځو، همدارنګه الله جل جلاله فرمایي:
او الله جل جلاله فرمایي:

أَيَحْسَبُ الإِنسَانُ أَنْ يُتْرَكَ سُدًى القيامة: 36
( ایا انسان فکر کوي، چې بېهوده په خپل حال به پرېښودل شي.)
همدارنګه الله جل جلاله فرمایي:
أَفَحَسِبْتُمْ أَنَّمَا خَلَقْنَاكُمْ عَبَثًا المؤمنون: 115
( ایا داسې فکر کوئ، چې تاسو مې بېهوده پیدا کړي یئ.)

دا د اسلام دین او ملت دی. مګر په دموکراسۍ کې دې محکمو ایتونو ته ځای نشته. ځکه چې انسان د هغوی په وړاندې مشرع او قانون جوړونکی دی. هغوی وایي: هو، انسان بې ځایه( بې ګټې) پیدا شوی دی، نو ځکه باید په خپله ځان ته پرېکړه او تصمیم ونیسي. مهمه نه ده، چې دا پرېکړه د اسلام او د الله جل جلاله له حکمه سره برابره ده او که نه ده، مهمه دا ده، چې د هغه غوښتنې چې هغه په خپل نیمګړي عقل پېژندلې وي، او له عارضي( دانسان په لاس جوړ شوي قانون) سره په ټکر کې نه وي، او که یې زړه شي، نو قانون هم بدلوي.

أُفٍّ لَكُمْ وَلِمَا تَعْبُدُونَ مِنْ دُونِ اللَّهِ أَفَلا تَعْقِلُونَ الأنبياء: 67
( افسوس په تاسو، او افسوس په هغو شیانو چې پرته له خدایه یې لمانځئ، ایا نه پوهېږئ.)
که یې وویل: چې الله جل جلاله دی، چې هر څه یې په یوازې او واحد ذات پیدا کړي دي، او هغه یې له ټولو حالونو څخه ښه خبر دی. هغه يې په ښېګڼو او تقدیر له هر چا ښه پوه دی. نو هغوی ته وایو، چې سمه ده، الله جل جلاله فرمایي:

أَلا يَعْلَمُ مَنْ خَلَقَ وَهُوَ اللَّطِيفُ الْخَبِيرُ الملك:14
( ایا نه پوهېږي، هغه ذات  چې پیدا کړ، هغه ښه لیدونکی او خبردار دی.)

نو مونږ له هغوی څخه پوښتو: اې د اسلامي دموکراسۍ بلونکو! لویه ښېګڼه په وجود کې څه ده؟ چې الله جل جلاله په خپل کتاب کې راوړی دی، او د هغې په خاطر يې پیغمبران را لېږلي دي، کتابونه یې را نازل کړي دي، د دعوت او جهاد امر یې کړی دی، او شهادت یې روا ګرځولی دی، او د هغه په خاطر اسلامي دولت را منځ ته کېږي؟
که یې وویل، چې ( په وړو او جزیي مصالحو کې بوختېدل، او له اصل څخه بل لور ته ګرځېدل دی)

بیا نو هغوی ته وایو: نه! داسې نه ده. اصلي مقصد د لا اله الا الله او د خالص توحید قائمېدل دی، چې عبادت، دعوت، جهاد او شهادت بې له دې څخه پېژندل کېږي هم نه او نه قائمېږي.
او که ویې ویل، چې ( لویه ښېګڼه(مصلحت) په وجود کې د الله جل جلاله توحد او له هر ډول شرک، کفر، او الحاد څخه مخنیوی دی). نو ورته وایو: نو اې د عقل څښتنانو! ایا مناسبه ده، چې دا لوی مصلحت او د توحید کلا ړنګه شي، او له طاغوتیانو سره د الهي احکامو خلاف په دموکراسۍ توافق کوئ، او د الله جل جلاله له شریعته بغیر په بل شریعت باندې توافق کوئ، او د هغې احترام کوئ؟ ایا تاسو په دې عمل سره په وجود کې لویه ښېګڼه دا ګڼئ، چې له طاغوتیانو سره ملګري شئ، او ستاسو دا ثانوي مصلحتونه، د جزیي او ګماني، او ثانوي په واسطه دین ورانوي، او ستاسو دا عمل ددین او د عقل مخالف دی. نو څنګه تاسو جرئت کوئ، چې  په دې مجالسو کې چې دین ننګوي، او دین ورانوي، ګډون کول درته لوی مصلحت(ښېګڼه) ښکاري.

نو دا کوم حق او کوم دعوت دی، چې تاسو یې ادعا کوئ، په دې دین ورانونکي مجلسونو کې چې د اسلامي دعوت لاره مو پرې ایښې ده، کینئ، او خلک ورته دعوت کوئ؟  ایا د توحید دا اصل او لویه ښېګڼه( مصلحت) مو هېر دی؟چې د دین او دعوت په جزئیاتو پسې ګرځئ. او کله چې دا جزئیات او فرعیات سره څېړو، او مناقشه پرې کوو، دا خو داسې شوه، لکه یو څوک چې د شرابو په تحریم باندې غږېږي، نو ولې د شرابو په تحریم باندې استناد کوئ، او ولې استدلال او ګواهي ور باندې ورکوئ؟ ایا وایئ: خدای جل جلاله او رسول اکرم صلی الله علیه وسلم ویلي دي؟؟؟ که دا ګمان مو کړی وي، دروغ وايئ. ځکه د دې دموکراسۍ په نظام کې د خدای جل جلاله او رسول اکرم صلی الله علیه وسلم خبرو ته چېرته ځای ورکوئ، مګر دلته یوازې اساسي قانون او د خلکو خبرې ارزښت لري، او هغه په ځان منئ.  بې له شکه تاسو به ووایئ: دویمه ماده، ۲۴ ماده، ۳۸ ماده او ددې په ډول نورې مادې یې نه مني. پس له دې لویه بې لاري او ضلالت چېرته دی؟ دغه مادې وایي، چې تاسو د همدې مادو ومنئ، او د خدای جل جلاله او د رسول اکرم صلی الله علیه وسلم ویناوې مو پرې ایښې دي، او د انسان په لاس جوړ شوي قانون ته اعتبار ورکوئ؟ او ایا څوک چې دا ټولې عقیدې خپلې کړي، ایا بیا ورته دین او توحید پاتې کېږي؟ ایا دې ایت شریف ته مو فکر کړی دی؟

أَلَمْ تَرَ إِلَى الَّذِينَ يَزْعُمُونَ أَنَّهُمْ آمَنُوا بِمَا أُنزِلَ إِلَيْكَ وَمَا أُنزِلَ مِنْ قَبْلِكَ يُرِيدُونَ أَنْ يَتَحَاكَمُوا إِلَى الطَّاغُوتِ وَقَدْ أُمِرُوا أَنْ يَكْفُرُوا بِهِ وَيُرِيدُ الشَّيْطَانُ أَنْ يُضِلَّهُمْ ضَلالاً بَعِيدًا النساء: 60
( (ای پېغمبره) ایا حیرانه نه یې، د هغو کسانو په حال چې وایي، چې مونږ ایمان راوړی دی، په هغو شیانو چې په تا نازل شوي دي، او په هغو شیانو چې له تا څخه مخکې نازل شوي دي،(خو د اختلاف په وخت کې) غواړي، چې منځګړتوب لپاره طاغوت ته مراجعه وکړي( د هغوی حکم د الله جل جلاله په ځای ومني) په داسې حال کې دوی ته امر شوی، چې په طاغوت ایمان را نه وړي، او شیطان دوی بې لارې او ګمراه کوي.)

ددې ځواب راکړئ، اې د اسلامي دموکراسۍ بلونکو!!!! اې د ښېګڼې خلکو!! اې خلکو چې بما انزل الله باندې اوښکې تویوئ!!! ایا د بما انزل الله د حکمونو له دې لارې پلي کوونکي یاست؟!!! ایا نه پوهېږئ، چې دا لاره د بې لارې او ګمراهۍ لاره ده؟

او که فرضاً ستا غوښتنه په پارلمان کې ومنل شوه، هم نو دا خو د ملت او پارلمان خبره شوه، دا خو د لوی خدای جل جلاله خبره نه شوه، او د لوی رب جل جلاله پرېکړه خو بې له دې چې د هغه امرونو ته غاړه کېښودل شي، او د هغه هر امر په پراخه سینه او پخه عقیده ومنل شي، نه پر ځای کېږي.  مګر هر کله چې دا پرېکړه د ملت او پارلمان، د دموکراسۍ د نظام په وسیله منځ ته راغله، دا خو د خدای پرېکړه نه ده، او دا د طاغوت پرېکړه ده، که څه هم په دې وخت کې پرېکړه د الله جل جلاله له نازل کړي قانون سره ورته هم وي، الله جل جلاله فرمایي:

إِنِ الْحُكْمُ إِلا لِلَّهِ الأنعام 57
( نشته حکم ورکوونکي مګر یو الله جل جلاله دی.) او ویې نه فرمایل، چې بل حکم کونکی نشته مګر خلک دي، او فرمایي:
وَأَنِ احْكُمْ بَيْنَهُمْ بِمَا أَنزَلَ اللَّهُ المائدة: 59
( او پرېکړه وکړه د هغوی په منځ کې په هغه څه چې الله جل جلاله نازل کړي دي.)
او ویې نه فرمایل: چې د هغوی په منځ کې په هغه څه پرېکړه وکړه، چې ملي شورا یا پارلمان په هغې حکم کړی وي. یا په هغه څه چې په اساسي قانون کې راغلي دي.!!
نو تاسو چېرته روان یئ؟

فَأَيْنَتَذْهَبُونَ (26) إِنْهُوَإِلَّاذِكْرٌلِلْعَالَمِينَ (27) لِمَنْشَاءَمِنْكُمْأَنْيَسْتَقِيمَ (28) التكوير
( نو چېرته روان یئ؟ دا قران د جهانیانو د پند او لارښوونې لپاره نه دی.  هغه کسانو ته چې له تاسو څخه د نېغې لارې غوښتونکي وي.)

ایا اوس هم په پخواني خوب او بې لارې کې يئ؟ ایا سرونه مو په واوره کې ننباسئ؟ ایا په خپلې شاوخوا کې خپل امثال او نمونو څخه تجربه نه اخلئ؟ ایا الجزایر، کویټ، مصر، فلسطین او نورو ته مو و نه کتل؟ ایا دې په دې یقین نه شوي نه یئ، چې دا زیان لرونکې لوبه، او د کفارو د لاس اله یوه کږه او بنده لاره نه ده؟ ایا نه پوهېږئ، چې دا د کفارو یا طاغوت د لاس اله ده، که هر وخت یې وغواړي، کاروي یې؟ ایا په دې نه پوهېږئ، چې دا د طاغوت د لاس اله، چې کله هغوی وغواړي، خلاصوي یې، او که یې وغواړي، بندوي یې؟ که وغواړي، قانونه جوړوي، که وغواړي، قانونه منحلوي، او که وغواړي، قانونه له منځه وړي. هیڅکله قانون نه جوړېږي، چې د دوی خوښه نه وي. یو قانون تر هغې نه پلی کېږي، چې د طاغوت په خوښه نه وي، نو ولې په دې کفري نظام او په دې ښکاره ذلت پسې کلک نښتي یاست؟ وروسته بیا دا ټول فریاد او چغې وهي، او وایي چې: څرنګه دا مجلسونه او ناستې کفارو، کمونستانو او نصاراوو ته پرېږدو؟ افسوس ستاسو په حال، الله جل جلاله فرمايي:

این قرآن جز پند واندرز برای جهانیان نیست، برای کسانی از شما که بخواهد راه راست را در پیش گیرد».
وَلا يَحْزُنْكَ الَّذِينَ يُسَارِعُونَ فِي الْكُفْرِ إِنَّهُمْ لَنْ يَضُرُّوا اللَّهَ شَيْئًا يُرِيدُ اللَّهُ أَلا يَجْعَلَ لَهُمْ حَظًّا فِي الآخِرَةِ وَلَهُمْ عَذَابٌ عَظِيمٌ آل عمران: 176
( کوم کسان چې په کفر کې یو له بله مخکې کېږي، ته پرې غمجن نه شې، ځکه چې هغوی خدای ته هیڅ زیان نه شي رسولی، خدای جل جلاله غواړي، چې په اخرت کې هغوی ته (له ثوابه) برخه نه وي، او هغوی ته سخت عذاب دی.)

که د ملحدانو له جملې څخه یاست، نو بیا دې ښکاره کفر او شرک کې ورسره شریک شئ، دا شراکت او ګډون دې ستاسو مبارک وي، مګر په دې پوه شئ، چې په دې ډول ناستو کې کېناستل یوازې په دنیا پورې تړلي نه پاتې کېږي، لکه څنګه چې الله جل جلاله په سورة نساء کې له دې ډول پارلمانونو او ناستو څخه منعه فرمایلې ده، او په بېلوالي او په دا ډول ناستو کې له کېناستلو یې منعه کړي یو، فرمايي، چې الله جل جلاله په جهنم کې کافران او منافقان یو ځای را غونډوي.

الَّذِينَيَتَّخِذُونَالْكَافِرِينَأَوْلِيَاءَمِنْدُونِالْمُؤْمِنِينَأَيَبْتَغُونَعِنْدَهُمُالْعِزَّةَفَإِنَّالْعِزَّةَلِلَّهِجَمِيعًا(139)وَقَدْنَزَّلَعَلَيْكُمْفِيالْكِتَابِأَنْإِذَاسَمِعْتُمْآَيَاتِاللَّهِيُكْفَرُبِهَاوَيُسْتَهْزَأُبِهَافَلَاتَقْعُدُوامَعَهُمْحَتَّىيَخُوضُوافِيحَدِيثٍغَيْرِهِإِنَّكُمْإِذًامِثْلُهُمْإِنَّاللَّهَجَامِعُالْمُنَافِقِينَوَالْكَافِرِينَفِيجَهَنَّمَجَمِيعًا النساء: 140-139
( کوم خلک چې کافران په مشري او دوستي نیسي، ایا د کافرانو سره عزت لټوي؟ په داسې حال کې چې عزت ټول له الله جل جلاله سره دی.( ۱۳۹ ایت) الله په کتاب کې په تاسو نازل کړي دي،  لکه چې اورئ، دالله جل جلاله له ایتونو مخ ګرځول کېږي، او د خدای په ایتونو پورې ملنډې کېږي، له داسې خلکو سره مه کینئ، تر دې چې په نورو خبرو پیل وکړي، بېشکه په دې وخت کې( که له هغوی سره کیناستئ) تاسو به هم د هغوی په څېر شئ،( یعنې د هغوی په جرم کې به شریک شئ) بې شکه الله جل جلاله به کافران او منافقان په دوزخ کې یو ځای کړي.)

ایا وروسته له دې مو هم فکر ونه کړ، چې په دې ناستو کې کېناستل، د کفارو او یرغلګرو سره مرسته ده، چې اسلامي هېواد ونیسي؟ ایا ونه پوهېدئ، چې دموکراسي له اسلام سره په تضاد او د توحید مخالفه ده؟ نو! ولې د هغوی خواته منډې وهئ؟
هغه هغوی ته پرېږدئ، هو هغوی ته یې پرېږدئ، او له هغې لاس واخلئ، او خپله د جهاد، دعوت او امربالمعروف او نهي عن المنکر لاره خپله کړئ. که غواړئ، چې په دوزخ کې له هغوی سره یو ځای نه شئ، نو د هغوی مجلسونه او ناستې هغوی ته ور پرېږدئ، او رښتینې ابراهیمي ملت جوړ شي، لکه څنګه چې لمسۍ یې د زندان د تورو تمبو شاته وفرمایل:

إِنِّي تَرَكْتُ مِلَّةَ قَوْمٍ لا يُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ وَهُمْ بِالآخِرَةِ هُمْ كَافِرُونَ * وَاتَّبَعْتُ مِلَّةَ آبَائِي إِبْرَاهِيمَ وَإِسْحَاقَ وَيَعْقُوبَ مَا كَانَ لَنَا أَنْ نُشْرِكَ بِاللَّهِ مِنْ شَيْءٍ ذَلِكَ مِنْ فَضْلِ اللَّهِ عَلَيْنَا وَعَلَى النَّاسِ وَلَكِنَّ أَكْثَرَ النَّاسِ لا يَشْكُرُونَ يوسف: 37- 38
( بې شکه ما هغه ملت پرېښود، چې په الله جل جلاله او په اخرت ایمان نه لري، او کافران دي. او پیروي کوم د خپلو پلرونو ابراهیم، اسحاق او د یعقوب د دین، نه ښایي، چې له الله جل جلاله سره څه شریک وګرځوم، دا د خدای فضل دی، په ما او په خلکو باندې، مګر ډېر خلک شکر نه کوي.)
اې قومه! له دې ټولې خوارۍ او ذلت سره نه شرمېږئ؟ ستاسو په دین پسې ملنډې وهي. ستاسو په قران پورې خاندي، ستاسو په ناموسونو تېري کوي، او په خپله وینئ، چې دا د دموکراسۍ دروغجن مدعیان زمونږ له ماشومانو، سپین ږېرو او خورګانو سره په فلسطین، افغانستان، عراق، چیچنیا، بوسنیا، او په نورو اسلامي ملکونو کې څه ډول سلوک کوي؟ ایا په ژباړونکو(ترجمانانو) ښځو، سپین ږیرو باندې جنسي تېری د دموکراسۍ قانون دی؟ ایا له زندانیانو سره ظلم، تېری، او په وحشت سلوک کول، د دموکراسۍ له بنسټونو څخه دي؟ ان تر دې چې په دې مجلسونو کې تاسو ته ښکنځل کوي، او ستاسو په حیثیت او درناوي باندې تېری کوي، بیا هم په بې شرمۍ د طاغوت له ناستو او مجلسونو څخه نه را ګرځئ، له هغوی څخه مخ نه اړوئ، او د هغوی په غوښتنو باندې ناڅئ، او له هغوی انکار نه کوئ، ایا نه پوهېږئ، چې الله جل جلاله فرمایي:

وَلَقَدْ بَعَثْنَا فِي كُلِّ أُمَّةٍ رَسُولا أَنِ اُعْبُدُوا اللَّهَ وَاجْتَنِبُوا الطَّاغُوتَ فَمِنْهُمْ مَنْ هَدَى اللَّهُ وَمِنْهُمْ مَنْ حَقَّتْ عَلَيْهِ الضَّلالَةُ النحل: 36
( مونږ هر امت ته پېغمبر ولېږه، چې خدای ولمانځئ، او له طاغوت( شیطان، بتان، ظالمان، مشرکان، او نور……) څخه لرې اوسئ، خدای جل جلاله د خلکو یوې ډلې ته هدایت وکړ، او بله ډله په بې لارۍ(ګمراهي) پاتې شوه.)

مسلمانو خویندو او ورونو!
اسلام یو داسې دین دی، چې انسان د انسان له بندګۍ، ذلت او رسوايۍ، بې لارۍ او ګمراهۍ څخه خلاصوي، او هغوی ته دا ور زده کوي، چې ووايي:
إِيَّاكَنَعْبُدُوَإِيَّاكَنَسْتَعِينُ (الفاتحة5)
( یوازې تا ته عبادت کوو، او یوازې له تا څخه مرسته غواړو.)

الله جل جلاله د هغوی له لاسه د قانون جوړونې او پلې کولو په اخستلو په خپله انسان ته رښتینې خپلواکي ور په برخه کړې ده. ځکه چې د اسلام تر سیوري لاندې بل انسان حق نه لري، چې په چا ظلم وکړي، یا هغه د خپلو جوړو شویو قانونو مطیع وګرځوي، بلکه ټول انسانان په خپله د الله جل جلاله د قوانینو مطیع وي، ځکه چې یوازیني معبود الله جل جلاله دی. او قانون جوړول د الله جل جلاله له ځانګړتیاوو څخه دي، نو! هیڅ انسان حق نه لري، چې په دې امر کې انسان، شورا، او پارلمان له الله جل جلاله سره شریک کړي. ځکه چې د ټولو بدبختیو جرړه په خپله د انسانانو له دینه مخ اړول دي، او توسل(مرسته) له دنیاوي قوانینو څخه اخستل دي. انسان چې خپله ځان ته ګټه او تاوان رسولی نه شي، مګر الله جل جلاله د انسان په فطرت او د هغه په ټولو حالاتو باندې پوهېږي، او د خلکو د نیکمرغۍ او بدمرغۍ څخه خبر دی، ایا له داسې یوه ذاته منکرېدل، او مخ اړول بدبختي او بې لاري نه ده؟

اوس خو مو په سالمو دلایلو له قران او سنت، او له سلیم عقله د اسلام او دموکراسۍ تضاد بیان کړ، د دموکراسۍ له مدعیانو څخه پوښتنه کوو، چې څه اړتیا ده، چې خلک اسلامي دموکراسي ته دعوت کوئ؟ او که وایئ، چې هغه څه چې په دموکراسۍ کې شته، په اسلام کې هم شته، نو ولې خلک اسلام ته نه رابلئ؟ او که وایئ، چې اسلامي نظام نیمګړی دی، او دې ته اړتیا ده، چې په دموکراسۍ سره پوره شي، نو ستاسو دا وینا ښکاره کفر او د قران او سنت سره سراسره خلاف خبره ده، ځکه چې د اسلام دین پوره او شامل دین دی، او په هغه کې هیڅ نیمګړتیا نشته.
خو! که په الله جل جلاله او د هغه په رسول صلی الله علیه وسلم پوره ایمان لرئ، نو پوه شئ، چې اسلام دین او دولت، عقیده او جهاد، اخلاق او فضایل، سیاست او معاملات هر څه دی، او د ژوند ټولو برخو ته شامل دی، او پوه شئ، هغه کومې ښېګڼې چې تاسو ته په دموکراسۍ کې ښکاري، اسلام له هغې څخه په ځلونو ښه او سپیڅلی دي. ددې په ځای چې ګمراهۍ او بې لارې ته غاړه کېږدئ، نو ښه ده، چې خپل دین ته را وګرځئ، او هغه په خپل ځان پلی کړئ، چې الله جل جلاله هم درسره په دې نیک کار کې مرسته وکړي.

يَاأَيُّهَاالَّذِينَآَمَنُواإِنْتَنْصُرُوااللَّهَيَنْصُرْكُمْوَيُثَبِّتْأَقْدَامَكُمْ (محمد 7)
( اې مومنانو! که د الله دین دوست وګڼي، الله به در سره مرسته وکړي،(په دښمنانو به غلبه در کړي)، او ستاسو قدمونه به ټینګ کړي.)
په پای کې د لوی الله جل جلاله له درباره غواړو، چې مسلمانانو ته د اسلامي شریعت، قران او سنتو د پېروي توفیق ورکړي، او اسلامي امت را ویښ شي، چې د کفارو د شعارونو دوکه و نه خوري، حق ته را ستانه شي، چې په دعوت، جهاد او د شهادت په عظیم نعمت سره د اسلام لویوالی او عظمت وساتي.
یا الله جل جلاله! ته زمونږ مجاهدین ورونه چې د اسلامي حکومت د قایمولو او د اسلامي امت د عظمت د بېرته را ژوندي کولو لپاره د خپلو خوږو ځانونو قرباني ورکوي، په دښمنانو بریالي وګرځوې، او کفارو او د هغوی مزدورانو ته ماتې او ذلت په برخه کړه. یا الله جل جلاله! ته په هر څیز توانا یې.
د لا اله الا الله محمد رسول الله د بیرغ د رپیدلو په هیله.. چې په ټولو اسلامي ملکونواو د اقصی په مبارکه خاوره ورپېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x