د مصر مشهور عالم «عمر عبدالرحمن» په امریکايي زندان کې مړ شو

نن ټکی اسیا (شنبه، سلواغه ۳۰، ۱۳۹۵ل): په مصر کې د اسلامي جماعت ډلې مشر شیخ عمر عبدالرحمن د امریکا په یو زندان کې د ۷۹ کالو په عمر وفات شو.

د هغه د کورنۍ غړو رسنیو ته ویلي چې امریکايي چارواکو د نوموړي د مړینې خبر ورکړی.

وړاندې داسې راپورونه ورکړل شوي وو چې په زندان کې د نوموړي روغتیايي حالت د اندیښنې وړ دی.

شیخ عمر عبدالرحمن په ۱۹۳۸م کال په مصر کې زیږیدلی و، په ماشوموالي کې د سترګو له نعمته محروم شوی و. په یوولس کلنۍ کې يې د قرآن کریم حفظ بشپړ کړی و او له الازهر پوهنتون څخه فارغ شوی و. نوموړی په ۱۹۸۱م کال د مصر د پخواني ولسمشر (انور سادات) په قتل کې د لاسلرنې په تور زنداني شو خو د محکمې لخوا بیرته بري شو.

شیخ عمر عبدالرحمن د ۱۹۹۳م کال د نیویارک په چاودنه کې د لاس لرنې په تور په عمري بند محکوم او له تېرو ۲۲ کلونو راهیسې په امریکا کې بندي و.

د مصر پخواني ولسمشر محمد مرسي په خپلې لومړنۍ ولسمشریزه وینا کې ژمنه کړې وه چې د شیخ عمر عبدالرحمن د ازادولو لپاره به هلې ځلې کوي.

د شیخ عمر عبدالرحمن زوی اناتولیه خبري اژانس ته ویلي چې د پلار له وصیت سره سم به د هغه جسد مصر ته انتقال او هلته خاورو ته وسپارل شي.

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.