د یوې هوډمني عربې ميرمني خوندوره کیسه

حامد افغان

حارث د عربو خورا مشهور، تکړه او شتمن مشر و، یوه کیسه یې مخته راغله چې د عربو د عبس او ذبیان قبیلو ترمنځ د سختو او اوږدو جګړو په مهال رامنځته شوې وه، دلته یې لنډیز رااخلم.

یوه ورځ یې خپل ملګري خارجه ته وویل: داسې څوک به وي چې زه یې خور او لور د کوژدن لپاره وغواړم او هغه انکار وکړي؟ خارجه ورته وویل: ته “أوس” نومي عرب مشر نه د هغه لور وغواړه، بیا ورته ګوره، حارث خپل آس ته وخوت او د أوس کره رهي شو.

هلته چې ورسیدی، أوس یې د کور مخته ولید، هغه ورته کړه څنګه راغلی یې؟ ده ورته وویل: د دوستي په نیت، هغه په ترخه ژبه انکار وکړ ورته کړه یې: ځغله! چې بیا دې ونه وینم. أوس چې کور ته ننوت ښځي یې ورته وویل دا څوک و چې دومره ژر مو رخصت کړ؟! ده ورته وویل: حارث المري و، د کوژدن لپاره راغلی و، ښځي یې ورته وویل: حارث د عربو سرخیل او تکړه مشر دی، له ده نه ښه دوست به هیڅکله پیدا نه کړې، ورشه! ورته وا زه کور کې په کومه خبره غوسه وم، په دې توګه یې خوشاله کړه او بېرته یې راوګرځوه.

أوس ورپسې ورغی، حارث یې خوشاله او بیرته کورته راوست، له میلمستیا وروسته یې مشره لور راوغوښتله او حارث سره یې د کوژدولو کیسه ورته وکړه، هغې ورته وویل: پلاره! زه له رنګه پوره ښایسته نه یم، یو څه توندخویه هم یم، که وخت سره تېر نه کړو او سره طلاق شو بیا به ته خپه شې، دا یې رخصت او دویمه لور یې راوغوښتله، هغې هم عذر وويلې او رخصت یې کړه، دریمه لور یې چې راوغوښتله هغې پلار ته وویل چې ستا خوښه وي، زما خوښه ده، د هغو نورو خوندو کیسه یې ورته وکړه، دې ورته وویل: زه ښه ښایسته یم، اخلاق مې نرم، مختلف مهارتونه لرم چې له دې سره مې هم طلاقوي نو خدای دې ښه نه ورسره کوي.

أوس چې کشرۍ لور حارث ته نکاح کړه، پخپل کور کې یې ګوښی ځای ورکړ، کله چې حارث د شپې ورسره یو ځای شو هغې ورته وویل: د پلار او وروڼو په کور کې مې دروند کینه .. نورې غوښتنې مه کوه، کله چې خپل کلي ته روان شول، لاره کې یې شپه شوه، حارث بیا د یوځای کیدلو اراده وکړه، خو هغې ورته وویل: زه دې مینځه نه یم او نه دې له چا راتښتولې یم، څو چې دې اوښان او پسونه په خلکو نه یې خوړلې نشې رانږدې کیدلی، حارث بیا منعه کړل شو.

چې خپل ځای ته ورسیدل او حارث اوښان او پسونه په خلکو وخوړل، ماخوستن چې د أوس لور سره یو ځای شو هغې ورته وویل: ته د عربو سرخیل یې، ځان په نکاح بوخت لرې او د عبس او ذبیان عربو تر منځ دې وینې بهېږي؟! تر هغه وخته ما ته د رانږدې کیدلو زړه مه ښه کوه څو دې د دوی ترمنځ جوړه نه وي کړې! حارث ولاړ شو او د دې سختي دښمنۍ په روغه جوړه لګیا شو، د څو نورو عربو مشرانو په ملګرتیا یې د مړیو په ديتونو کې دری زره اوښان ورکړل او په دریو کلونو کې یې د دواړو قومونو تر منځ مکمل سوله وکړه.

الدولة الأمویة لــ شیخ محمد خضري بک ص: ۲۱/۲۰

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.